د امريکا وچې شمال کې کسوف يا د لمر نيول کېدل

د عکس سرچینه، ABERYSTWYTH UNIVERSITY
د امریکا وچې په شمالي برخه کې میلیونونه خلک په تمه دي چې د کسوف یا د سپوږمۍ د موقعیت له امله د لمر نیول کېدو ننداره وکړي.
وړاندویني ښيي چې د کابو څلور دقیقو لپاره به سپوږمۍ د لمر مخه ډپ کړي او بشپړه تیاره به خپره شي.
یوازې د لمر یوه کوچنۍ برخه به ښکاري چې له پېړیو راهیسې یې د څېړلو هڅې روانې دي.
ساینسپوهانو وار له مخه ورته چمتووالی نیولی چې له موقع په ګټې اخیستو هغه څېړنې ترسره کړي چې په عادي وخت کې یې نه شي کولی. څېړونکي به د لمرتندرې پر لور څېړنیز توغندي وتوغوي، ځینې به یې په ژوبڼونو کې د ژویو غبرګون څاري، راډیويي څپې به ایله کړي او یو شمېر به له لویو کمرو سره فضا څاري.
له ټولو چمتووالو سره سره دا ډار هم شته چې د لمر کومه څریکه یا آن یو بې غرضه وريځ، دا ټول پلانونه په اوبو لاهو کړي.
د شمالي کالیفورنیا دولتي پوهنتون پروفیسر ادم هارتسټون-روز به نن کرۍ ورځ د ټکساس فورت ورث ژوبڼ کې وي چې د ژویو غیرمعمول چال چلند وڅاري. په تېره بیا د ګوریلاو، زرافو او کشبانو.
دی وايي، په ۲۰۱۷ کال کې چې کسوف یا لمرتندره وشوه کشبانو سملاسي نژدېوالی وکړ. ډېری حیوانات یودمي تیارې ته عجیب او غریب غبرګونونه ښيي.

د عکس سرچینه، S R HABBAL AND M DRUCKMÜLLER
پروفیسر هارتسټون-روز زیاتوي، تېر ځل فلامېنګو ډوله مرغانو چې زاڼو ته ورته دي یو ښکلی کار وکړ. له لمرنیول کېدو سره سم، د ګلې مشرانو د کشرانو ګردچاپېره یوه حلقه جوړه کړه چې خوندي یې کړي، او آسمان ته یې داسې کتل لکه د کوم هوايي بریدګر رانازلېدو ته چې اندېښمن وي.
ګوریلاو بیا د خوب ځي ته ځانونه رسول.
ساینسپوهانو له نورو خلکو هم غوښتي چې د ژویو په څارلو او د هغوی د غبرګون په ثبتولو دې په دې څېړنه کې برخه واخلي او پایلې دې له دوی سره شرېکې کړي.
د امریکا متحده ایالتونو فضايي اداره ناسا به جټ الوتکې د لمرتندرې پر لور واستوي چې د ځمکې له سطحې د کابو ۲۴۰۰ کیلومترو په لوړوالي، د دغې حالت انځورونه واخلي.





















