پر غزه د اسرائیلو بمبار؛ یوه ماشومه د مور له رحم وژغورل شو

د ویډیو تشریح، پر غزه د اسرائیلو بمبار؛ یوه ماشومه د مور له رحم وژغورل شو
پر غزه د اسرائیلو بمبار؛ یوه ماشومه د مور له رحم وژغورل شو
د خپرېدو وخت

صابرین مخکې له دې چې د ماشوم سترګو ته وګوري یا یې ونیسي مړه شوې وه.

ځوانې مور خپل ماشوم د اوه نیمو میاشتو میندوارۍ په جریان کې ساتلی و. پرله پسې له وېرې ډکې شپې او ورځې وې، خو صابرين هيله درلوده چې د کورنۍ برخليک به د جګړې تر پای ته رسېدو پورې پاتې شي.

دا بخت د اپریل په ۲۰ له نیمې شپې یو ساعت مخکې د یوې چاودنې په شور او ډزو کې ورک شو.

اسرائیلو په رفح کې د السکاني د کورنۍ په کور کې بم وغورځاوه چې صابرین، د هغې مېړه او د دوی بله لور - درې کلنه ملَک - ویده وو.

صابرين سخته ژوبله شوې او د هغې مېړه او ملَک وژل شوي دي، خو کله چې مرستندویان سيمې ته ورسېدل نو ماشوم يې د مور په ګېډه کې ژوندی و.