'اسرائیلو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبار کړی'

د ویډیو تشریح، 'اسرائیلو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبار کړی'
'اسرائیلو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبار کړی'
د خپرېدو وخت

په غزه کې د جبالیا کمپ چې ۱۲۰۰۰۰ خلک پکې مېشت کړل شوي وو، یو له هغو ځایونو دی چې اسرائیلو سختې بمبارۍ پرې کړې دي. د بي بي سي عدنان البرش د غزې په شمال کې د کډوالو هغه یوه کمپ ته تللی و چې اسرائیلو هوايي‌ بریدونو پرې کړي دي. دغه خبري ډلې ځینې قوي شواهد راغونډ کړي چې یو پکې هغه ماشوم و چې د سا اخیستو له کبله ځورېده.