د پښتونخوا وزیر اعلی 'ګنډاپور' د پاکستان له لومړي وزیر 'شهباز شریف' سره له کتلو بیا ډډه کړې

د عکس سرچینه، PMLN/Social media
د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف د د دویمي کاري دورې د پیل په څلورمه ورځ په پښتونخوا کې د واورو او ورښتونو له کبله د اوښتو زیانونو ارزونې په موخه پېښور ته تللی.
ویل کېږي دلته سختو ورښتونو لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي، ۶۲ ژوبلولي او زرګونه نور یې زیانمن کړي دي.
ښاغلی شریف تېره ورځ بلوچستان ته هم تللی و خو پېښور ته دوره یې د هر بل وخت پرتله سیاسي او متفاوته ارزول کېږي.
میا محمد شهباز شریف په پېښور کې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ غونډه هم کړې خو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور پکې ګډون نه دی کړی.
دا په تېرو څلورو ورځو کې دویم ځل دی چې د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علی امین ګنډاپور د پاکستان له نوي لومړي وزیر شهباز شریف سره له لېدو او ورسره له مخامخ کېدو ډډه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی روانه اونۍ په اسلام اباد کې د شهباز شریف د لوړې مراسمو ته هم نه و ورغلی، په داسې حال کې چې د نورو دریو واړو ایالاتونو اعلی وزیرانو ګډون کړی وو.
پېښور ته د سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر سره د پښتونخوا د صوبایي حکومت په استازولی ګورنر حاجي غلام علي کتلي خو خپاره شویو تصویرونو او ویډیوګانو کې علي امین ګنډاپور نه ښکاري.
د پاکستان د لومړي وزارت دفتر او د پښتونخوا صوبایي حکومت تر اوسه په دې اړه چې علي امین ګنډاپور ولې دې ناسته کې نه و ښکاره څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو رسنیو کې دې ډول پروټوکول او ناستې ګڼ غبرګونونه پارولي دي.
په پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی او د دغې ایالت نوی وزیر اعلی علي امین ګنډاپور عمران خان ته یو له ډېرو نږدې کسانو بلل کېږي.

د عکس سرچینه، x/Amin
ښاغلي ګنډاپور له دې وړاندې هم د مسلم لیګ ن په ګوند او د شهباز شریف په ګډون ځینو نورو مشرانو توندې نیوکې کړي دي.
پاکستان کې د مرکزي حکومت او صوبایي حکومتونو تر منځ وخت نا وخته د نظر اختلاف وي خو د چارواکو په کچه په دومره لویه کچه ټکر کسمارې بلل کېږي.
د پاکستان په اوسنیو وختونو کې چې اقتصاد یې ځپل شوی، امنیتي پېښې پکې ډېرې شوي او په وروستیو کې طبیعي پېښو هم زیانونه اړولي د مرکزي او صوبایي حکومتونو تر منځ دا شان اختلاف ته په ښه نظر نه کتل کېږي.
په همدې مهال تحریک انصاف ګوند چې د تېرې فبرورۍ په ټاکنو کې د تنظیم شویو درغلیو ادعا کوي د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون رول لوبولو اعلان هم کړی او د دغې ګوند لخوا لومړي وزارت ته کاندید عمر ایوب یې د اپوزیسیون مشر ټاکلی دی.





















