د غزې یوې کورنۍ د وېزو په اړه د بریتانیا کورنیو چارو وزارت پرضد قانوني ګام اخیستی

    • Author, أشيتا نګیش
    • دنده, د بي‌بي‌سي د ټولنیزو چارو خبریاله
  • د خپرېدو وخت

یوه فلسطیني کډوال د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پر وړاندې د هغه څه په اړه قانوني شکایت پیل کړی چې وايي په حقیقت کې وزارت په غزه کې د ده کورنۍ ته د ویزې له ورکولو ډډه کړې وه.

وزارت د یاد کډوال هغه غوښتنه رد کړه چې د هغه مېرمنې او څلورو کوچنیو ماشومانو ته پرته له دې چې د ګوتو نښانونه یې واخلي د وېزې غوښتنه وکړي.

د هغه دوه ماشومان د ځیګر په التهاب (هیپټایټ A) اخته دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا دا ناروغي غزه کې په پراخه کچه موجوده ده.

بله خوا، د کورنیو چارو وزارت بي بي سي ته وویل چې د انفرادي قضیو په اړه تبصره نه کوي.

یوه چارواکي بي بي سي ته وویل: "ټول غوښتنلیکونه د غوښتنلیک ورکوونکو اشخاصو د وړتیا معلومولو لپاره ارزول کېږي او دا غوښتنلیکونه باید د تطبیق وړ مقررات پوره کړي."

"زه ځان ملامتوم"

محکمې پرېکړه وکړه چې د دغه کډوال هویت افشا نه کړي، دا په دې مانا ده چې هغه او د هغه کورنۍ د خپل خوندیتوب پخاطر خپل نومونه نه شي ښودلی.

خو محکمې ته د شاهد په توګه په یوه بیان کې کډوال وویل کله چې هغه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له دې پرېکړې خبر شو نو "خپل مرګ یې وغوښت" او زیاته یې کړه: "په داسې حال کې چې زه له خپلې کورنۍ لیرې هېواد کې یم، وېرېږم چې زما د کورنۍ غړي به ووژل شي او زه به خپل ځان ملامت کړم چې دوی مې دلته رانه وستل".

هر هغه څوک چې د کډوالۍ حیثیت لري کولی شي د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د وېزې غوښتنه وکړي چې په انګلستان کې ورسره یوځای شي پرته له دې چې دوی د پناغوښتنې سیسټم ته لاړ شي.

د پنا غوښتونکو د ملاتړ د موسسې یوې وکیلې اناستازیا سولوپوا بي بي سي ته وویل، دغه کډوال تېر ډسمبر میاشت کې د دغو وېزو غوښتنه کړې وه.

په ډېری مواردو کې، کله چې یو څوک له بریتانیا بهر د اوږدې مودې بریتانوي ویزې لپاره غوښتنه کوي، د امنیتي دلیلونو لپاره دوی باید د وېزې غوښتنلیک مرکز ته خپله بایومیټریک ډاټا (د ګوتو نښې او عکس) چمتو کړي.

خو له دې امله چې اوس په غزه کې د وېزې غوښتنلیک مرکزونه نشته، د کډوال کورنۍ د استثنا غوښتنه کړې چې د کورنۍ غړي یې د ګوتو د نښو له اخیستو معاف شي، یا مصر ته د سفر اجازه ورکړل شي چې د ګوتو نښې هلته د وېزې مرکز ته وسپاري.

د ردولو په لیک کې، چې د بي بي سي لخوا لیدل شوی، د کورنیو چارو وزارت کډوال ته ویلي چې "حکومت نشي کولی دریم هېواد ته د ننوتلو یا وتلو لپاره د وتلو اړتیاوو سره مرسته وکړي، چېرې چې یو شخص اړتیا لري د خپل بایومیتریک توضیحاتو چمتو کولو لپاره دریم هېواد ته سفر وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په لیک کې زیاته کړې مقررات "روښانه دي چې هېڅوک نشي کولی د ننوتلو اجازې غوښتنه وکړي پرته له دې چې دوی انګلستان ته د سفر توان ولري."

سولوپووا وویل چې اوس د کډوال د کورنیو لپاره هېڅ لاره نه وه چې خپل بایومټریک معلومات چمتو کړي.

کورنۍ د قضايي بیا کتنې غوښتنه کړې وه او غوښتنه یې کوله چې قاضي د کورنیو چارو وزارت پرېکړه بیا وارزوي.

سولوپووا وویل: "موږ په محکمه کې د پرېکړې په اړه استیناف کوو، خو حقیقت دا دی چې د هرې ورځې په ځنډ سره د کورنۍ د غړو ژوند له خطر سره مخامخېږي."

وکیلې زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت باید هېڅکله داسې پرېکړه ونه کړي، چې له مخې یې زموږ د مؤکل مېرمن او ماشومان یوځل بیا له لیدلو پرته په غزه کې وژل کېږي".

حتی په غزه کې د اوسنۍ شخړې د پیلېدو د مخه، د فلسطینیانو لپاره هېڅکله هم اسانه نه وه چې له غزې د رفح له لارې مصر ته لاړ شي. دوی باید دوه یا څلور اونۍ مخکې د سیمه ییزو فلسطیني چارواکو سره ځانونه ثبت کړي او ممکن حتی د دې رد لپاره له ښکاره وضاحت پرته د دوی غوښتنلیک د فلسطین یا مصري چارواکو لخوا رد شي.

د روانې جګړې له پیل راهیسې مصر خپلې خاورې ته له غزې څخه د کډوالو د راتګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

تېر نومبر، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره همغږي کوله چې د بریتانوي تابعیت لرونکي او د دوی د کورنیو د هغو غړو سره له غزې نه وتلو کې مرسته وکړي چې ورته تابعیت نه لري.

په هغه وخت کې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ډله په مصر کې وه چې د وېزې غوښتونکو ته یې مرستې برابرولې.

اوس، هغه کسان چې د رفح له لارې له غزې د وتلو توان لري کولی شي په قاهره کې د بریتانیا له سفارته طبي مرستې او کونسلي او اداري خدمات ترلاسه کړي.