تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"یوازې په ګډو اجتماعاتو کې د ښځو غږ ستر دی"، د امربالمعروف له مرستیال وزیر سره پر نوي قانون مرکه
- Author, حفيظ الله معروف
- دنده, بيبيسي پښتو
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو امر بالمعروف وزارت بي بي سي ته روښانه کړې چې د ښځو غږ له کوره بهر ستر نه دی- خو وايي هغو غونډو کې چې سړي او ښځې په کې ګډون ولري، د ښځو غږ "ستر" دی.
مرستیال وزیر مولوي محمد فقیر محمدي د امر بالمعروف د نوي قانون په اړه په ځانګړې مرکه کې وویل، که ښځې د ورځنیو چارو لپاره د ضرورت په موخه له کوره بهر وځي، غږ یې "عورت" نه بلل کېږي.
د امر بالمعروف د قانون له "توشیح" کېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یو لوړی پوړی چارواکی د دغه قانون په اړه وضاحت ورکوي.
زموږ همکار حفيظ الله معروف د یوې مرکې په پیل کې ترې پوښتلي چې ولې د دغه وزارت په ګڼو قوانینو او اصولو کې پر ښځو محدویتونه لګول شوي؟