پاکستان کې د یو شمېر طالب مخالفانو غونډه: د افغانستان په اړه د اسلام اباد دریځ کې د بدلون څرک دی؟

د عکس سرچینه، Koofi/x
- Author, علي حسیني
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
ځینې افغان سیاستوال، د پخواني حکومت چارواکي او د مدني ټولنې فعالان نن ( دوشنبه د سپټمبر ۲۹مه) په یوه غونډه کې پر هغو مسلو بحث کوي چې پاکستان او افغانستان ور سره لاس او ګرېوان دي. دا غونډه به سبا هم د ځینو پاکستانیانو په ګډون دوام وکړي.
دغه ناسته د سویلي اسیا د ستراتیژیک ټیکاو انسټیټیوټ په کوربتوب او "د افغانستان لپاره ښځې" په همکارۍ لومړۍ سیمه ییزې خبرې دي. د لومړي بنسټ مشره پاکستان کې د امنیتي چارو شنونکې ماریا سلطان او د دویم بنسټ مشره د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ده.
د افغان مېلمنو تر ټولو مهمه ځانګړتیا د طالبانو حکومت سره د دوی مخالفت دی. د پخواني حکومت غړي، پخوانیو جهادي مشرانو ته نږدې کسان، ښځې او د مدني ټولنې شخصیتونه د دې مېلمنو په ډله کې دي.
د افغانستان د ملي ازادۍ او د افغانستان د ملي مقاومت جبهو په نوم دوه سیاسي-جنګي ډلې هم دې غونډې ته بلل شوې وې، خو دوی خپل استازي نه دي ور لېږلي.
ټاکلې شوې وه چې دا غونډه نژدې یوه میاشت وړاندې جوړه شي، خو وځنډول شوه. په هغه وخت کې ځینې کسان پر دې باور وو چې اسلام اباد ظاهرا د طالبانو حکومت په اړه د خپل دریځ بدلولو په لټه کې دی او په پاکستان کې د طالب مخالفو شخصیتونو غونډول د طالبانو د نوي حکومت د "ننګولو" لپاره لومړی ګام دی.
د دوی په باور، د طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د "شتون او د افغان خاورې د کارونې" د مخنیوي لپاره د اسلام اباد غوښتنې له پامه غورځولې، خو د طالبانو حکومت بیا بیا دا ادعا ردوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې شته یا هم دا خاوره د پاکستان پرضد کارېږي.
تېر میلادي کال په ټول پاکستان کې د توندلارو او بیلتونپالو وسلوالو په بریدونو کې له ۸۵۰ زیات کسان ووژل شول. له دې ډلې له ۵۰۰ ډېر په پښتونخوا کې ووژل شول، چې پاکستاني طالبان پکې فعال دي.
د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې نه بلل کېږي، ځکه ځینې افغانان په دې باور دي چې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې یا ای ایس ای له شین څراغ پرته داسې غونډه ناشونې ده. په ځانګړې توګه له مودو راهیسې دا امکان شته چې اسلام اباد دې پایلې ته رسېدلی وي چې په افغان ټولنه کې "په نورو ډلو او څېرو هم پانګونه وکړي."
د طالبانو حکومت یوه ویاند له بي بي سي سره خبرو کې وویل، نه غواړي په دې اړه څه ووايي.

د عکس سرچینه، UGS
ټیک د پخواني افغان رژیم د پرځېدو پر ورځ او د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د افغان سیاستوالو یو پلاوی د پاکستان د لوړ پوړو سیاسي او امنیتي چارواکو مېلمه و. په هغه پلاوي کې "یو پښتون" هم نه و.
د دغه پلاوي غړي تاجک او هزاره سیاستوال محمد یونس قانوني، محمد محقق، عبدالکریم خلیلي او صلاح الدین رباني وو، چې د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان او شاه محمود قریشي او د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره یې ولیدل.
اوس هم چې په دې غونډه کې تر ډېره د طالبانو حکومت مخالف شخصیتونه ګډون کوي او هغه هم د پاکستان په څېر هېواد کې (چې له اوږدې مودې د طالبانو ملاتړی دی)، نو دا اټکل یې ډېر کړی چې په اسلام اباد کې دا غونډه "د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې یا ای ایس ای له اجازې پرته نشوه کېدلی."
خو د سویلي اسیا د ستراتیژیک ټیکاو د انسټیټیوټ مشره ماریا سلطان له دې نظر ګیلمنه ده او ترې شکایت کوي.
هغې له دې غونډې یوه ورځ مخکې بي بي سي ته وویل: "له بده مرغه کله چې د دواړو هېوادونو خلک سره ټولېږي یا د افغانستان کوم مهم کس سیمې ته خبرې کوي، نو د دسیسې تیورۍ ور سره مل وي او ادعا کیږي چې دا د استخباراتي ادارو کار دی. د امریکا د ولسواکۍ ملي بنسټ او د ملګرو ملتونو د ښځو پروګرام د افغان ګډونوالو د خبرو ملاتړ کړی او موږ هیڅ دا فکر نه کاوه چې دا خبرې به د پاکستان امنیتي ادارو د ملاتړ په توګه وګڼل شي. موږ ریښتنی باور لرو چې خبرې د ټولو خلکو حق دی، په تېره د هغو کسانو چې له کلونو راهیسې چوپ پاتې دي."
د افغانستان د ازادۍ ملي جبهې د سیاسي کمیټې مشر داود ناجي هم فکر نه کوي چې دا غونډه به د طالبانو حکومت په هکله د اسلام اباد پالیسۍ کې د بدلون نښه وي.
هغه بي بي سي ته وویل: "حقیقت دا دی چې که پاکستان غواړي خپل دریځ بدل کړي، نو په دې کچه غونډه نه کوي او نه یې رسنیزه کوي. له بل کوم کار مخکې د دې غونډې رسنیزول ښیي چې دا تبلیغاتي مسله ده او ښايي طالبانو ته وښيي چې موږ نور غوراوي هم لرو. دا غونډه د دریځ تر سخت بدلون همدې تبلیغ ته ورته ده."

د عکس سرچینه، UGS
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال د پوځ د لوی درستیز یاسین ضیا په مشرۍ ځینې پخوانیو سرتیرو د "ازادۍ جبهه" جوړه کړه. دا وسلواله ډله له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې فعالیت کوي.
له ازادۍ جبهې سره د پاکستان د خبرو او اړیکو د پوښتنې په ځواب کې د دې جبهې یوې سرچینې له نوم پرته بي بي سي ته وویل: "هو اړیکې شته، خو په لوړه کچه او په مستقیم ډول نه دي، همدا تماسونه وو او شته، خو په هغه کچه نه دي چې ووایو دومره جدي دي چې د پاکستان په ستراتیژي او لید کې یې د بدلون په ډول وبولو."
د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو ضد بلې ډلې یوه غړي هم چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د دې غونډې په هکله بي بي سي ته وویل"دا په هیڅ وجه هم د یو حکومت او د طالبانو ترهګرې ډلې د مخالفانو ترمنځ هغسې غونډه نه ده، چې په اړه یې تبلیغ کیږي او دا منفي تبلیغات د داسې غونډو باور تر پوښتنې لاندې راولي. تر هغه ځایه چې موږ پوهېږو د دې غونډې تر شا نه حکومت شته او نه هم د کوربه حکومت کومه برخه پکې رول یا پروګرام لري."
د سویلي اسیا د ستراتیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشرې ماریا سلطان بي بي سي ته وویل چې د اسلام اباد بهیر په راتلونکو غونډو کې به د مختلفو مخینو نورې ډلې ګډون وکړي، خو د هغې په خبره، موخه یوه ده: "موږ خبرې کوو چې ګډې حللارې پیدا کړو او پر غوره راتلونکي سوچ وکړو، چې پر پرمختګ، اړیکو، سیمه ییزه همکارۍ او د خلکو ترمنځ پر اړیکو ولاړ وي. "


















