د قاچاقچیانو جنت: څنګه د امریکا وسلې هایټي کې وسله والو ډلو ته رسېږي؟

    • Author, جکي ویکفیلډ، کریسټوفر ګیلز او جوشوا چیتم
    • دنده, د ناسمو معلوماتو د مبارزې نړیواله برخه، د بي بي سي نړیوال سروېس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

د برید وسلو او تومانچو بستې هايټي ته په دوو کارتنونو کې راورسېدې، چې د خوړو او جامو له بستو سره یو ځای پټې شوې وې، په یوه بار وړونکې بېړۍ کې چې زنګ وهلي کانتینرونه پکې بار وو.

دا وسلې له متحده ایالاتو راغلې وې، هغه هېواد چې یو کارپوه یې د وسلو د یوه داسې "سوپر مارکېټ"‎ په توګه یادوي او د ډلو ترمنځ د وسلو سیالۍ ته وده ورکوي چې د کارابین ټاپو هېواد ته یې ګډوډي راوړې ده.

د بي‌بي‌سي نړیوالې څانګې او بي‌بي‌سي وریفاي له خوا ترسره شوې پلټنه دا ښيي چې دغه دوه کارتنونه له کومې لارې تېر شول او څنګه وسلې له امریکا هايټي ته رسېږي. دا راپور د کمزورو قوانینو، د نظارت د نشتوالي او د احتمالي فساد یوه کړۍ بربنډوي، چې قاچاق وړونکي پرې توانېدلي د ملګرو ملتونو له بندیزه ځانونه تېر کړي.

نیونه

د هايټي پولیسو د ۲۰۲۴ کال په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې دوی دغه دوه کارتنونه ضبط کړي دي. په دوی کې ۱۲ د برید وسلې، ۱۴ توپانچې او ۹۹۹ د مهماتو کارتوس شامل وو.

د پولیسو لخوا خپور شوی عکس ښيي چې دا وسلې دوو بېلابېلو امریکایي تولیدوونکو کمپنیو جوړې کړې دي.

یاد بار او لېږدونه کې نژدې ۱۲۰۰ کیلومتره (۷۴۶ میله) لاره وهل شوې وه، د فلورېډا ایالت د فورټ لاډرډېل له بندره د هايټي شمال ته پراته ښار کپ هایتین پورې، پر یوه بار وړونکې بېړۍ چې Rainer D نومېږي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې، چې د هايټي پر ضد د بندیزونو د څار مسؤلیت لري او دا بار یې پلټلی، ویلي دا کانتینر د فلورېډا فورټ لاډرډېل په یوه ګودام کې ډک شوی و.

په امریکا کې مېشت هايټيان ډېر وخت خپل هېواد ته خورا اړین خوراکي توکي او نور شیان لېږي.

یو کس چې انسټاین پرېډسټن نومېږي، 'میامي هېرالډ' ورځپاڼې ته ویلي، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پای کې هغه په دې کانتینر کې ځای اجاره کړی و.

نوموړي ورځپاڼې ته ویلي، یو بل سړی چې ځان یې "دیامورتینو" معرفي کړی و، هلته دوه بستې کېښودې او ویلي یې وو چې پکې "کالي" دي - خو چې وروسته پرې پوه شو چې وسلې پکې وې، ډېر حیران شو.

بي‌بي‌سي هڅه وکړه له ښاغلي پرېډسټن سره تماس ونیسي، خو بریالۍ نه شوه.

دا لا روښانه نه ده چې دغه وسلې له کومه ځایه اخیستل شوې وې. په هايټي کې وسلې نه تولیدېږي او له مخکې نیول شوې وسلې ځینې هغه وې چې په فلورېډا کې اخیستل شوې وې.

فلورېډا، چې ځینې وخت ورته د "ګن‌ شاین سټیټ" نوم هم کارول کېږي، تر ۲۰۲۴ پورې د شاوخوا ۳۰ ایالتونو یو هغه و چې شخصي، جواز نه‌ لرونکي پلورونکي کولی شول - د بېلګې په توګه، پرته له دې چې د پېرودونکي شالید وڅېړي، د وسلو نندارتونونو له لارې او انلاین توګه وسلې وپلوري. ولسمشر جو بایډن دا اصول په ملي کچه سخت کړل.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله وایي، دوه هايټي وروڼه چې په امریکا کې مېشت دي، د وسلو د اخیستو لپاره یې له "سټراو بایرز" یا (استازي پېرودونکي) کار اخیستی – یعنې داسې کسان چې د دوی پر ځای یې وسلې اخیستې دي.

کارپوهان وایي دا یوه عامه لاره ده، چې وسلې اکثره وخت د کوچنیو بستو په بڼه او په څو ځله استول کېږي، یو بهیر چې ورته "د مېږیانو قاچاقول" نوم ورکړل شوی.

لېږد

د هايټي پولیس وایي دا کانتینر د فلورېډا د یوې کمپنۍ، (الیانز، انټرنېشنل شیپیک) له خوا لېږل شوی و.

یاده کمپنۍ خپله داسې بېړۍ نه لري چې هايټي ته سفرونه کوي، خو په بېړیو کې یو ځای پېري او دا ځای بیا د ښاغلي پرېډسټن په شان پر خپلو مراجعینو پلوري.

د دې کمپنۍ مشر ګریګوري مورایل بي‌بي‌سي ته په یوه بیان کې ویلي دوی خپلو مراجعینو ته تش کانتینرونه ورکوي، خو د بار له منځپانګې سره فزیکي تماس نه لري.

هغه زیاتوي: "له بده‌مرغه د ناقانونه بارونو د مخنیوي لپاره فعالې وسیلې نه لرو " نوموړی وایي چې شرکت له چارواکو سره همکاري کوي او ډېری کارکوونکي یې له اره د هايټي دي.

هغه زیاتوي "په خواشینۍ سره، زموږ ډېرې خپلوانې کورنۍ په هايټي کې د وسلو د تاوتریخوالي قرباني دي".

له امریکا وتل

بي‌بي‌سي د امریکا د ګمرکاتو او سرحد ساتنې ادارې سره اړیکه ونیوله، چې وپوښتي ایا دا بار د وتلو پر مهال پلټل شوی و که نه، خو هېڅ ځواب یې تر لاسه نه کړ.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډله وايي، د تېر کال سپتمبر میاشت کې، دا پلټنې زیاتې شوې وې، خو "هره اوونۍ له سوېلي فلورېډا هايټي ته له تلونکو شاوخوا ۲۰۰ کانتینرونو ډېری یې نه دي پلټل شوي."

د وسلو، شرابو او تنباکو په فدرالي اداره کې یو پخواني چارواکی بېل کولمن بي‌بي‌سي ته ویلي بهر ته د تلونکو بارونو پلټنه "ډېره تصادفي" ده او د لېږد اندازه یې "پام وړ ډېره" ده.

هايټي ته رسېدل

د هايټي پولیس وایي، دوی وسلې د کانتینر په یوه "هدفي پلټنه" کې وموندلې.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د هايټي یوه لوړپوړي ګمرکي چارواکي یوه له هغو بستو چې وسلې پکې وې، په خپل موټر کې اېښې وه، خو څو ورځې وروسته ونیول شو او له دندې ليرې کړل شو.

پولیس وایي دوی د یوه کس ولمان ژان په لټه کې دي، چې د ګمرکي اسنادو له مخې د دې بار اخیستونکی و - یعنې هغه څوک چې د بار سپارلو مسؤل و.

بي‌بي‌سي ته د هايټي له سرچینو معلومه شوې چې دغه کس یو ګمرکي دلال دی، اوس تښتېدلی او د هېواد په شمال کې له وسله‌ والو ډلو سره د اړیکو په تور شک پرې کېږي.

د ملګرو ملتونو یوه پخواني راپور ویلي چې د هايټي ګمرکات له کمزوري ظرفیت، د لوړپوړو چارواکو له فساد او د وسله‌ والو ډلو له ګواښونو او بریدونو سره مخامخ دي.

بي‌بي‌سي هڅه وکړه د هايټي د ګمرک له چارواکو سره د هغوی د نظر اخیستو په تړاو اړیکه ونیسي، خو بریالۍ نه شوه.

د وسله‌ والو ډلو ځواک

هماغه مهال چې دغه وسلې په کانتینر کې ځای پر ځای کېدې، د هايټي پلازمېنه پورټ-او-پرنس کې د وسله‌ والو ډلو تاوتریخوالی ډېر شو.

دوی له مرکزي زندانه زرګونه بندیان خوشي کړل او د پلازمېنې بندرونه او هوایي ډګر یې کلابند کړل.

د ۲۰۲۴ مارچ کې، د هايټي صدراعظم ارییل هنري، چې بهر ته تللی و او بېرته نشو راګرځېدلی، له خپلې دندې د استعفا هوکړه وکړه.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال په هايټي کې د وسله‌ والو ډلو د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵،۶۰۱ ته ورسېد- چې تر دې دمه تر ټولو لوړ شمېر دی.

د ملګرو ملتونو اداره وایي، د دې هېواد نژدې یوه لسمه برخه وګړي - یعنې له یو میلیون ډېر کسان - له خپلو کورونو تښتېدلي او د نفوس نیمایي برخه له سختې لوږې سره مخامخ ده. برمته کول او شوکې ډېرې عامې شوې دي.

ویلسن، چې د لاسي توکو خرڅوونکی دی او په پورټ او پرنس کې اوسېږي، هغه مهال په پښه وویشتل شو چې غوښتل‌ یې د وسله‌ والو ډلو تر منځ د جګړې پر مهال له خپلې سیمې وتښتي.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل: "ګډوډي وه، هر څوک له خپلو کورونو تښتېدل. زما پښې کار پرېښود، چې ښکته مې وکتل، وینې بهېدې."

اوس نوموړی له سلګونو نورو خلکو سره یو ځای په یوه ښوونځي کې اوسي، چې د بې‌ ځایه شویو لپاره پناه ځای دی.

کارپوهان وایي، سره له دې چې هايټي ته د نړیوال امنیتي ځواک، چې لږ تر لږه ۸۰۰ کینیایي پولیس پکې شامل دي، ملاتړ ورکړل شوی، بیا هم د هېواد چارواکي دا وړتیا نه لري چې خپل کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

د نړیوالو جرمي شبکو پر ضد د جنوا مېشت غیر دولتي سازمان (د نړیوالو سازمان شویو جرمونو پر وړاندې نړیوال نوښت) يو کارپوه رومن لو کور وايي:

په تېرو شپږو میاشتو کې وسله‌ والو ډلو نورې سیمې نیولې او اوس د پلازمېنې لږ تر لږه ۸۵٪ برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.

د وسله‌ والو ډلې غړي اکثره په ټولنیزو رسنیو کې له درنو وسلو سره عکسونه خپروي. کارپوهانو بي‌بي‌سي ته ویلي چې په دې عکسونو کې ښکاري چې له شک پرته ځینې وسلې امریکا کې جوړې شوې او ډېر احتمال شته چې نورې هم هلته تولید شوې وي.

خو، ښاغلی لو کور زیاتوي: "وسلې او مهمات لا هم روان دي او دا د تاوتریخوالي او بې‌ ثباتۍ یو لوی لامل دی."

سلګونه لېږدونې

د دې لپاره چې د امریکا له لوري د وسلو د قاچاق د پراخوالي کچه وڅېړي، بي‌بي‌سي د ګمرکي معلوماتو تحلیلي څېړنه وکړه، چې د بار معلوماتو یوې ځانګړې پلاتفارم (CargoFax) له لورې ورسره شریک شوي وو.

بي‌بي‌سي یو لېست چمتو کړ. په دې لېست کې هغه کسان وو چې دا مهال له وسله‌والو ډلو سره د تړاو له امله تر بندیزونو لاندې دي، یا په هايټي یا امریکا کې د وسلو د قاچاق په شک نیول شوي.

د څېړنې ټیم دا نومونه د څلورو کلونو په موده کې له زرګونو بارونو سره پرتله کړل، چې له امریکا هايټي ته صادر شوي وو.

په پایله کې، وموندل شوه په لېست کې شامل ۲۶ شامل کسان د ۲۸۶ بېلابېلو لېږدونو لپاره د اخیستونکي په توګه ثبت شوي وو - دا ټول هغه وختونه وو چې دوی لا تر بندیزونو لاندې نه وو یا نه وو نیول شوي. دا روښانه نه ده چې دغه بارونه وسلې لرلې او که نه.

په دې نوملړ کې یو ځل بیا، پروفان وېکټور، چې یو وخت د هايټي د پارلمان غړی و، ۲۴ ځله د بار د اخیستونکي په توګه ثبت شوی. وروسته نوموړی د ملګرو ملتونو او امریکا له لورې د وسله‌ والو ډلو د وسلو ورکولو او د وسلو د قاچاق له امله تر بندیزونو لاندې راغی. هغه د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې په هايټي کې ونیول شو.

ایا دا قاچاقچیان درول کېدی شي؟

رومن لو کور وايي: "تر ټولو لومړی، دا باید ووایو چې د امریکا چارواکي پوره اقدامات نه کوي."

بیل کولمن، چې د امریکا د وسلو، تمباکو او الکولو پخوانی چارواکی دی، وايي په قانون کې داسې هېڅ مکلفیت نه شته چې د وسلو پلورونکي باید مشکوک پېرودونکي راپور کړي.

دی زیاتوي، د وسلو د قوانینو بدلون راوستل "سیاسي پلوه ډېر ستونزمن کار دی"، خو دی غواړي چې د وسلو پلورونکو لپاره یو داوطلبانه چلن لېږدوونکی کوډ جوړ شي، چې پکې مشکوکو پېرودونکو ته د وسلو د پلور او د معلوماتو شریکولو موضوعات شامل وي.

کولمن دا هم وايي چې د وسلو ثبتول (لکه د موټرو ثبتول)، چې په یو شمېر ایالتونو کې تطبیق شوی، که په پراخ ډول پلي شي، نو "ډېر بخ ګټور" وي.

جوناتن لوي، چې د "د ټوپک تاوتریخوالي په اړه نړیوال اقدام" مشر دی، وايي:

وسله جوړوونکي شرکتونه خبرېږي چې کومې وسلې د قاچاق له امله تر څېړنې لاندې دي او دا هم ورته مالومه وي چې کوم خرڅوونکي دغه وسلې قاچاقچیانو ته پلوري.

نوموړی زیاتوي: "که شرکتونه له دغو خرڅوونکو سره اړیکې پرې کړي، نو د امریکا د وسلو د قاچاق ډېری لارې به سملاسي بندې شي."

بي‌بي‌سي هڅه وکړه د وسلو، تمباکو او الکولو له ادارې او د امریکا د کورني امنیت وزارت سره د نظر اخیستلو لپاره تماس ونیسي، خو هېڅ ځواب‌یې ترلاسه نه کړ.

لو کور وايي، سره له دې چې نړیوال پام دې ستونزې ته ډېر شوی، خو هېڅ ښکاره بدلون نه ښکاري:

"موږ پوهېږو چې تشخیص مو کړی، نښې نښانې رابرسېره دي، خو د درملنې لپاره هېڅ نه کوو."