د فتح او حماس ترمنځ د چین په منځګړیتوب د غزې له جګړې وروسته د ملي پخلاینې حکومت پر جوړولو هوکړه شوې

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

څوارلس فلسطینیو ډلو له جګړې وروسته په غزه کې د حکومت لپاره د ملی پخلاینې د لنډمهالي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه.

دا هوکړه په بېجینګ کې د حماس لوړپوړي استازي موسی ابو مرزوق او د فتح د مرکزي کمیټې غړي محمود العول په شتون کې شوې ده.

فتح اوس د اشغال شوې لوېدیځې غاړې او حماس د غزې اداره په واک کې لري. خو د ۲۰۰۶ کال په ټاکنو کې د حماس تر بریا او د غزې تراړې تر کنټرول وروسته د دواړو ګوندونو اړیکې ډېرې ترینګلې شوې.

دا اختلافات په وروستیو کلونو کې کم شوي او د غزې د جګړې له پیله مخکې د حماس استازو د فلسطینۍ ادارې سره د غزې تړانګې د ادارې لپاره موافقې ته سره رسېدلي وو.

اوس په یوه ګډه اعلامیه کې چې د بېجینګ اعلامیې په نامه یادېږي، فلسطیني ډلو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې د حکومت پر څرنګوالي موافقه کړې ده.

دغه دوه ورځنۍ غونډه په بېجينګ کې جوړه شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي چې د خبرو منځګړیتوب یې درلود، د دې موافقې هرکلی کړی دی.

هغه د دغو خبرو تر ټولو مهمه لاسته راوړنه "د ټولو څوارلسو فلسطيني ډلو پخلاينه او ستر يووالى" او د ملي پخلاينې د موقت حکومت د جوړولو موافقه وګڼله چې له جګړې وروسته د غزې تړانګې ادارې چارې پر غاړه واخلي.

وانګ یي ټینګار کړی چې د فلسطین د ازادۍ سازمان (پي اېل او) د فلسطینیانو یوازینی "قانوني استازی" دی.

دا څرګنده نه ده چې په بېجینګ کې د فلسطیني ډلو غونډه به د غزې روانې جګړې په پای ته رسولو کې څه اغېز ولري.

له جګړې وروسته د غزې د حکومت د څرنګوالي مسله یوه له هغو مسلو وه، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند خبرې یې ځنډولې دي.

د اسرائیلو د جنګي کابینې د منحلولو مهم لامولونه هم داخلي اختلافونه او د غزې له جګړې وروسته د غزې لپاره د مشخص پلان په وړاندې کولو کې د اسرائیلو پر پاتې راتللو نیوکې وې.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وړاندې تر دې ویلي، له جګړې وروسته به نه د فتح او نه هم حماس ته د نژدې کسانو تر اغېز لاندې را نه شي. هغه وويل، "تر هغه وروسته چې موږ حماس له منځه يوسو، موږ به ډاډمن شو چې غزه هېڅکله اسرائيلو ته ګواښ نه پېښوي. نه حماسستان او نه فتحستان."

د بېجينګ په غونډه کې د فلسطيني ډلو دا موافقه په داسې حال کې شوې، چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره په دوحه او قاهره کې پرله پسې خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په تېرو څو کلونو کې بېجينګ د ايران او سعودي عرب ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا رغولو په ګډون په نړيوالې ډيپلوماسۍ کې خپل فعالیت او رول ډېر کړی دی.

په ورته وخت کې غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو د توپخانې او هوايي بریدونو د خان یونس ښار ختیځ کې لږ تر لږه ۷۰ تنه فلسطینیان وژلي او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي. دغه راز د دغې سیمې خلکو ته ویل شوي چې نورو خوندي سیمو ته ووځي.