دوستم د جلا وطني حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې؛ څومره عملي ښکاري؟

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان د مخکيني ولسمشر مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم د طالبانو حکومت پر سیاسي مخالفانو غږ کړی، چې له هېواده بهر حکومت جوړ کړي.

ښاغلي دوستم تېره ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت مخالفانو (د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا) یوې انلاین غونډې ته په وینا کې د افغانستان له سیاسي ګوندونو او فعالانو وغوښتل چې یو موټی شي او له تېروتنو زدکړه وکړي.

ښاغلي دوستم ټینګار وکړ، چې د جلاوطنه حکومت مشر باید داسې څوک وي، چې د ده په وینا د طالبانو د مشر فرمانونه وننګوي. په دې غونډه کې د افغانستان یو شمېر نورو سیاسي فعالانو هم ګډون کړی و.

نوموړی وايي: "اوس چې بېکاره یو، نه پیسو ته اړتیا شته، نه وسلو او کمشکش ته، نو راځئ، موږ ټول مشران به کېنو، یوه سیاسي توافق ته له رسېدو وروسته به طالب (د طالبانو حکومت) ته هم ووایو چې راشه کېنه د مذاکرې له لارې دا خبره حل کړو، باور مې نه کېږي، چې هغوی به راشي، خو هو، د امنیتي رول پر مهال به بیا دا خبرې کېږي، هغه وخت به ټوله دونیا نه وي، خو د ملت ځینې خلک به راسره وي، وایم راځئ، د یو موازي یا جلاوطن حکومت پر جوړولو باید توافق ته ورسېږو"

ښاغلي دوستم چې په دغه څه باندې ۳ ساعته اوږده انلاین غونډ کې یې تر نورو ډېرې او توندې خبرې وکړې، ټینګار کاوه چې د دغې ټلوالې غړي باید چې د ده په ټکو "له لنډ فکره په شا شي."

"موږ باید ټول یو ځای شو، ځوانان دي، مدني فعالان دي، خوېندې دي، ټول به یو ځای شو، یو ګام به شاته لاړ شو، هر څه به د ځان لپاره نه غواړو، نور خلک هم شته، ملت هم شته، له لنډ فکره به په شا شو، ټول به یو موټی شو."

د افغانستان د یوه بل مخکیني ولسمشر مرستیال یونس قانوني هم په دې غونډه کې ګډون درلود او هغه هم په تبعید کې د حکومت د تشکیل په تړاو د مارشال دوستم طرح تائید کړه. ښاغلی قانوني زیاتوي:

"له پولو بهر د یوه حکومت بحث داسې څه دي، چې په نړیوالو مجلسونو کې مطرح دی، دا پخپل ځای له طالبانو سره د تکتیکي تعامل او ستراتیژیک تقابل د تګلارې پر لور د تلو لپاره یو ګام دی، ښه ده، چې موږ تاسې له دې فرصته ګټه واخلو او یو بل سره ومنو."

د جلا وطني حکومت وړاندیز څومره عملي دی؟

ښايي دا لومړی ځل وي چې د طالبانو د حکومت مخالفان په دې بڼه له افغانستانه بهر د جلا وطني حکومت د جوړېدو وړاندیز کوي. دا هم روښانه نه ده چې کوم هېواد ښايي دوی ته اجازه ورکړي چې جلا وطنی حکومت په کې اعلان کړي.

هڅه مو وکړه چې د ښاغلي دوستم دې وړاندیز ته د طالبانو د حکومتي ویاندویانو غبرګون هم واخلو، خو هغوی عموما د دغه ډول مسایلو په اړه څه نه وايي.

په ډنمارک کې د سیاسي چارو افغان شنونکی ملک ستیز بیا په اوسنیو شرایطو کې د جلا وطنه حکومت طرح له واقعیته لېرې بولي. نوموړي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

"متاسفانه په افغانستان کې اوس داسې اپوزېسیون نه لرو، چې یو فکر رامنځته کړي او خلک د افغانستان راتلونکي ته هیله من او منسجم کړي. له هېواده بهر دغه سیاسیون ډېری مهال ائتلافونه جوړوي، طرحې جوړوي او ان د جلاطنه حکومت خبره کوي، خو هېڅکله نه وايي، چې (له دې نه) یې هدف څه دی، څه غواړي ترلاسه کړي، څه ډول نظام غواړي او څنګه به خلک په دوی باور وکړي؟"

ملک ستیز زیاتوي، د دې موضوع یو بل اړخ د دې سیاستوالو، چې ډېری یې د افغانستان جمهوریت په حکومت کې پر لوړو څوکیو پاتې شوي، هغه "رواني غوښتنه" ده، چې په نړیواله ټولنه کې اوس هم باید د دولتي مشرانو په حیث وپېژندل شي، خو په وینا یې "په داسې حال کې چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ نه لري."

د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا ډېری غړي هغه افغان سیاسي مشران دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده بهر وتلي دي.

دا ائتلاف د طالبانو له واکمنېدو نژدې یو کال وروسته د ترکیې په انقره کې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو د افغانستان نجات عالي شورا په نامه رامنځ ته کړ.

ويل کېږي په دې بهیر کې د حزب اتحاد اسلامي مشر عبدرب رسول سیاف، د جنبش ملي ګوند او پخواني افغان ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم، وحدت اسلامي حزب مشر محمد محقق، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د ملي شورا پخوانی مشر میررحمان رحماني، د ننګرهار یو پخواني جهادي قومندان حضرت علي، په لندن کې پخوانی افغان سفیر احمد ولي مسعود، د افغان ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني شامل دي چې د تاسیس په غونډه کې ګډون هم کړی و.

دغه ائتلاف د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې خپل منشور هم خپور کړې، چې په افغانستان کې د ټولو قومونو پر عادلانه ګډون او د ازادو، رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار کوي.