په لومړي ځل د يوه شخصي شرکت فضايي وسيله سپوږمۍ کې ښکته شوه

د عکس سرچینه، INTUITIVE MACHINES
يوې امریکايۍ شخصي کمپنۍ په لومړۍ ځل سپوږمۍ ته د يوې فضايي وسيلې په استولو سره تاريخ جوړ کړ.
د اېنټيووټېو ماشین دغه فضايي وسيله چې اوډيسيوس نومېږي د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نژدې ښکته شوې ده.
دا لومړنی خصوصي شرکت دی چې په برياليتوب سره يې د سپوږمۍ پر سطحه يوه وسيله ښکته کړه.
د دغه وسيلې د لېږد مسئول ټېم کرېن اعلان وکړ، "موږ پرته له شکه تائيدولی شو چې زموږ وسيله د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شوه. "
د دې خبر په اورېدو سره د شرکت کارکوونکو له خوښۍ لاسونه و پړکول.
دا د ناسا او امريکا د فضايي ټولنې لپاره چې له نيمې پېړۍ زياتې مودې يې سپوږمۍ ته بريالی ماموريت نه دی ترسره کړی، يوه لويه ورځ ده او د يوې تاريخي شېبې په سترګه ورته کتل کېږي.
دغې څېړونکې وسيلې د شاوخوا ۳۸۴ زره کيلومتره سفر د فبروۍ پر ۱۵ د پنجشنبې په ورځ د فلوريډا له هوايي اډې پيل کړ.

د عکس سرچینه، NASA/PA
دغه وسيله له ځينو تخنيکي ستونزو سره مخ و خو په پای کې یې وکولی شوی په بريا سره د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شي.
د اېنټیووټېو ماشين په نامه دغه کمپني له ناسا سره یو تړون هم لري چې له مخې يې د سپوږمۍ سطحې د مطالعې او د څپو اندازه کولو لپاره شپږ وسيلې لېږدولې دي.
ويل کېږي په دې وسيله کې د امریکايي هنرمن جيف کوون له خوا جوړې شوې ۱۲۵ کوچنۍ مجسمې هم د سپوږمۍ سطحې ته لېږدول شوې چې دا به هلته لومړني هنري توکي وي.
په دې وروستیو کې د جاپان فضایي ادارې هم یوه څېړنيزه وسيله سپوږمۍ ته ولېږله وه خو څو ساعته وروسته معلومه شوه چې د سپوږمۍ په يوه نامناسب ځای کې ښکته شوې ده.
د ناسا مشر بېل نېلسن د سپوږمۍ پر سطحه د اوډیسیوس ښکته کېدل "د ټول انسانیت لپاره یو لوی ګام" او د امریکا لپاره بریا بللې ده.
نوموړي ويلي، "له نیمې پیړۍ زیاتې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره، امریکا سپوږمۍ ته بيا ستنه شوه."


















