تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې د لړم یو لیټر زهر په لس میلیون ډالرو پلورل کېږي؟
موږ پوهېږو، که مار څوک وچیچي کیدای شي مړ شي، خو لړم هم خطرناکه دی، کیدای شي په خپلو زهرو انسان ووژني.
خو ایا پوهیدئ، چې د لړمانو په لسکه/ نېښ چې څومره خطرناکه زهر دی هغومره ګران بیه هم دي؟
د ترکیې په یوه لابراتوار کې هره ورځ کارمنان یې دوه ګرامه د لړمو زهر ټولوي.
د دې پروسې په بهیر کې د لابراتوار کارمنان له یوه ډبلي لړمان را بهر کوي او تر هغه ورته انتظار کوي، چې یو څاڅکی زهر له خپلې لسکې رابهر کړي.
دا څاڅکي کنګل کېږي او بیا ساتل او پلورل کېږي.
میډن اورانلر بي بي سي ته وویل، چې د لړمانو فارم لري او شاوخوا د ۲۰ زرو لړمانو پالنه کوي.
"موږ دوی ته په منظمه توګه خواړه ورکوو، پام پرې کوو او پالنه یې کوو. موږ د دوی زهر راوباسو او کنګل کوو یې. بیا موږ دا په اروپا کې پلورو."
د لړم په لسکه کې یوازې دوه ملی ګرامه زهر وي.
میډن وايي، یو ګرام د لړمو زهر له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ لړمانو ترلاسه کېږي، څه سوچ کوئ خو که یې وپلوري نو څومره پیسې به تر لاسه کړي؟
د میډن په وینا، یو لیتر د لړمو زهر شاوخوا په لس میلیونه ډالر پلورل کېږي.
طبي استعمال
په لاتین امریکا کې موندل شوي د ځانګړو لړمان زهر د مارګا توکسین په نوم ماده تولیدوي، چې د وینې په رګونو کې د نویو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي او د زړه په جراحي کې کارول کېږي.
دا لړم له پنځو څخه تر اته سانتي مترو پورې اوږدوالی لري د دوی زهر وژونکي نه دي، که دوی یو څوک وچیچي نو سخت درد، پړسوب او خارش به ورته پیدا شي.
ډیویډ بیچ د لیډز په پوهنتون کې پروفیسور دی، دی د لړمانو د لسکو په اړه څیړنه کوي.
نوموړی وايي، چې د لړمو زهر ډېر ګټور دي، ان لږه اندازه یې هم ګټه لري.
ډیویډ بیچ زیاتوي، مارګا توکسين د درملو په توګه کارول کېږي، خو د زړه د ناروغيو لپاره د سپرې په توګه هم کارول کېږي.
د هغه په وينا، بریتانیا کې د طبي برخې د څېړنو دوو بنسټونو د زړه په ناروغيو کې د لړم د زهرو په کارونې نوې څېړنې پیل کړې دي.
پروفیسور پیټر ویسبرګ بیا وايي: "دا د هغو موادو خورا ښه بېلګه ده چې په طبیعي ډول انسانانو ته زیان رسوي خو د انسانانو د درملنې لپاره هم کارول کیدای شي."
د لړم د زهرو طبي استعمال د ډیرو کلونو راهیسې څیړل کېږي.
اوس مهال، د لړمو د زهرو پلورل عام شوي ځکه چې دا نه یوازې په طبي برخه کې کارول کېږي بلکې د ښکلا (casmatic) په برخه کې هم کارول کېږي.
همدارنګه د لړمو زهر د درد د کمولو او د بدن د معافیت سیسټم پورې اړوند درملو کې هم کارول کېږي.
یوه څیړنه چې په ۲۰۲۰ کال کې د درملو ملي کتابتون لخوا خپره شوې وه، په کې راغلي، چې د لړمو له دې زهرو څخه خپله بېرته د همدې زهرو په ضد هم درمل جوړېدلی شي.