د اروپا ځینو برخو کې د ګرمۍ سخته څپه راغلې

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
اروپا کې د ګرمۍ څپه

د عکس سرچینه، Reuters

په څو اروپايي هېوادونو کې هوا دومره توده شوې ده چې ساری یې کم لېدل شوی. په ځینو ښارونو کې د تودوخي درجه ان ۴۰ سانتي ګرادو ته رسېدلې خو تر دې دمه یوازې په ایټالیا کې د ګرمۍ له امله د یو کس مړینه رپوټ شوې ده.

تېر کال په ټوله اروپا کې څه باندې ۶۰ زره کسان ګرمۍ ووژل. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که د تودې هوا دا څپه همداسې پاتې شي ښايي مخکیني ریکاډونه مات کړي او لا ډېر کسان ووژني.

د ایټالیا په مرکزي سیمو، او د پلازمېنې روم په ګډون لسو ښارونو کې د تودوخې د لوړې درجې له امله سور او په ځینو نورو کې بیا چې د تودوخې درجه په کې نسبتاً ټېټه ده نارنجي خبرداری ورکړل شوی دی. په دې ښارونو کې خلکو ته سپارښتنې شوې چې د کافي او الکولو له څکلو ډډه وکړي او په ورځ کې لږ ترلږه دوه لېتره اوبه وڅښي.

د جرمني، یونان او اسپانیا ځینو ښارونو کې هم د ورځې له پلوه د تودوخي درجه ډېره لوړېږي. په نړیواله کچه د جون میاشت د کال د تر ټولو تودې میاشتې په توګه ثبت شوې، خو د انګلستان په سویل کې د ریډینګ پوهنتون د چاپیریال د برخې ساینسپوه او پروفیسوره حنا کلوک وايي اوس په اروپايي هېوادونو کې هوا دومره توده شوې چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی. هغې توده هوا خاموشه وژونکی وبلله:

''د تودوخي دا درجې ډېرې لوړې دي. دا ژوند له خطر سره مخامخ کوي. موږ ډېر اندېښمن یو چې یو شمېر خلک به له تودې هوا ومري. اټکل دی چې د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې په ټوله اروپا کې څه باندې شپته زره کسان د ګرمۍ له امله مړه شوي وو. توده هوا خاموش وژونکی دی. زموږ لویه اندېښنه همدا ده چې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.''

اروپا کې ګرمي

د عکس سرچینه، Getty Images

په ۲۰۲۲ کال کې په اروپا کې د ګرمۍ له امله د مړو شویو کسانو په اړه یوه نوې څېړنه وايي تېرکال په اروپايي هېوادونو کې څه باندې یو شپته نیم زره کسان مړه شوي وو چې اتلس زره او لس یې په ایټالیا کې، یولس زره، درې سوه څلور ویشت یې په اسپانیا کې، او اته زره یو سل او ۷۳ یې په جرمني کې وو.

د اغلې کلوک په وینا پر اروپايي ښارونو خپره توده هوا له افریقا راغلې چې له امله یې اوس نه یوازې د ورځې بلکې د شپې لخوا هم په ځینو ښارونو کې د تودوخي درجه لوړه پاتې کېږي. د هغې په وینا د تودوخي د لوړې درجې له امله د سمندرونو اوبه هم تودې شوې دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د تودې هوا دا څپه همداسې پاتې شي نو ریکاډونه به مات کړي او په راتلوونکو څو ورځو کې به د اسپانیا، فرانسې، یونان، کروېشیا او ترکیې په ځینو ښارونو کې هم د تودوخي درجه ۴۰ درجو ته لوړه شي.

د ایټالیا په مرکزي سیمو چې وار دمخه د ورځې لخوا په کې د تودوخې درجه ۴۰ ته رسېږي ښايي لا لوړه او ۴۸ درجو ته ورسېږي.

په اروپا کې د تودې هوا څپه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې هم راغلې وه چې بیا هم د ایټالیا په سسلي ښار کې اته څلويښت اعشاریه اته سانتي ګرات ثبت شوې وه. د کارپوهانو وینا ده چې ښايي سږکال د تودې هوا یا ګرمۍ له امله په اروپايي هېوادونو کې د مړینو کچه د تېر پرتله لوړه شي.

Skip content and continue reading

End of content