د طالبانو د حکومت پنځه کلونه: " قابله او میندواره یم خو د خپلې لور راتلونکې ته اندېښمنه یم"

    • Author, زینب محمدي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

"همدا درې میاشتې وړاندې و. د شپږو اولادونو مور وه او شاوخوا ۴۵ کلنه وه. د غریبې کورنۍ وه چې له یوې لرې ولسوالۍ زموږ کلینیک ته ناوخته رارسېدلې وه! د ډاکټر او قابلي د نشتوالي له امله... موږ خورا ډېره هڅه وکړه... د نوي زېږېدلي ماشوم او هم یې د مور وضعیت ډېر خراب و! دوه شپې او ورځې یې له مرگ سره مبارزه وکړه او په پای کې زموږ هڅو پايله ورنه کړه او مور یې ساه ورکړه. یوازې وتوانېدو چې نوی زېږېدلی ماشوم وژغورو."

مرضیه (مستعار نوم) په افغانستان کې قابله ده او له تېرو پنځو کلونو په یوه داسې کلینیک کې کار کوي چې د شاوخوا ۵۱ زره کسانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.

دا کلینیک د ښځینه ناروغیو او زېږون متخصصه ډاکټره نه لري.

مرضیه د مخکې یادې شوې مور د مړینې کیسه بیا- بیا یادوي او وايي، په افغانستان کې ډېرې میندوارې ژوندۍ پاتېدای شي، خو د زېږون پر مهال د ډاکټر او قابلې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي:

"اوس د دغه نوي زېږېدلي او د شپږو نورو ماشومانو برخلیک به له مور پرته څنګه شي؟ د ټولې کورنۍ برخلیک؟ موږ ټول خواشیني او خپه وو... زموږ لپاره تر ټولو سخته تجربه، د خپل ناروغ د له لاسه ورکولو شېبې دي."

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د میندو د مړینې کچه په کې تر نورو هېوادونو لوړ دی.

دا هېواد د قابلو په ګډون د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخامخ دی.

پر دې سربېره، د طالبانو حکومت ښوونځي، بيا پوهنتونونه او وروسته د نجونو پر مخ نیمه لوړ طبي تحصیلي مرکزونه بند کړل.

د ښځو پر زدکړو بندیز او د میندوارو مېرمنو د مړینې زیاتوالی

که څه هم نړیوالو سازمانونو ځلونه د طالبانو حکومت ته د دغو پرېکړو د پایلو په اړه، چې د میندو د مړینې زیاتوالی هم په کې شامل دی، خبرداری ورکړی، خو دا بندیزونه لا هم پر خپل ځای دي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا د "ولایتي روغتیايي پروفایل" تر عنوان لاندې خپور شوی راپور ښيي چې دا خبرداری بې ځایه نه و.

د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د میندو مړینه د ۲۰۲۱ کال پرتله کابو "۵۰ سلنه" زیاته شوې ده.

که څه هم خپرې شوې شمېرې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پرتله د مړینې ټیټه شمېره ښيي، خو بیا هم ښيي چې دا شمېر د پخوا پرتله لوړ شوی دی.

په یاد شوي راپور کې راغلي چې معلومات د ټول هېواد اړوند دي، خو د هرات او کندوز ولایتونو جزییات په کې نه شته.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د میندو د مړینې کچه په هر سلو زرو کې ۱۲۴ تنه وه او په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه په هر سلو زرو کې ۱۸۵ تنو ته رسېدلې ده.

نړیوالو راپورونو هم دا زیاتوالی تایید کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د روان کال په فبرورۍ کې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې واک ته د طالبانو په راستنېدو، د ښځو پر زدکړو د بندیز او د روغتیايي برخې د کار کوونکو د سخت کمي له امله؛ د میندو د مړینې د کمولو بهیر، چې د جمهوریت پر مهال روان و، اوس معکوس شوی دی.

راپور کې راغلي: "په ۲۰۲۳ کال کې په هر ۱۰۰ زرو زېږونونو کې د میندو د مړینې کچه ۵۲۱ وه، خو اوس په هر ۱۰۰ زرو کې ۶۳۸ تنو ته رسېدلې ده."

د ریچارډ بېنټ په راپور کې دا هم راغلي چې دا مهال یوازې ۲۷ سلنه عمومي ډاکټرانې، ۱۸ سلنه متخصصې ډاکټرانې او ۲۹ سلنه نرسانې ښځې دي.

د یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو ګډ راپور ښيي چې افغانستان دا مهال له ۶۳ زرو ډېر روغتیايي کارکوونکي لري.

"قابله یم او میندواره یم... د خپلې لور راتلونکې ته اندېښمنه یم!"

"په نږدې وخت کې زما لور نړۍ ته راځي. کله نا کله له ځان سره فکر کوم که وضعیت همداسې دوام وکړي، زما لور به څه وکړي؟ هغې ته به د پوهنتون خبره خو پر ځای پرېږده، ان زما غوندې په ښوونځي کې د خپلو درسونو د بشپړولو چانس هم ور نه کړ شي! که یوه ورځ واده وکړي او میندواره شي او د ولادت پر مهال د ډاکټرې مرستې ته اړتیا ولري او په سیمه کې هېڅ ډاکټره نه وي نو څه به کېږي؟ دا د مرګ او ژوند مسله ده! زه قابله یم او د میندو د مړینې شاهده پاتې شوې یم، خو پوهېږم چې دا یوازې زما اندېښنه نه ده، ښایی دا د افغانستان د ټولو میندو اندېښنه وي."

مریم (مستعار نوم) د افغانستان یوه بله قابله ده. هغه په داسې سیمه کې ژوند کوي چې د پنځوس زره وګړو لپاره یوازې یوه د ښځینه ناروغیو ډاکټره او یوه قابله لري؛ که هغوی متقاعدې شي یا نور کار ونه کړي، سیمه به هیڅ ډاکټره یا روغتیاپاله ونه لري."

هغې وویل: "زه په پوهنتون کې د قابله‌ګۍ په څانګه کې پر زدکړو بوخته وم چې پوهنتونونه یې بند کړل. د طبي زدکړو نیمه لوړ مرکز ته لاړم چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړم، هغه یې هم بند کړ. د قابله‌ګۍ تر څنګ مې د نسایي او ولادي التراساونډ شپږ میاشتنۍ زدکړې هم کړي دي او اوس په دې برخه کې کار کوم. که زه یوه ورځ نه یم، سړي او ان ښځې نارینه ته د معاینې اجازه نه ورکوي."

هغه چې اوس په کوم روغتیايي مرکز کې د الټراساونډ برخه کې کار کوي، پخوا یې ښځینه کارکوونکې نه لرله او ډاکټر به ناروغان د سونوګرافۍ معاینې لپاره داسې کلینیک ته استول چې له دې مرکزه شاوخوا درې ساعته لاره وه: "خورا خرابه لاره لري چې د میندوارو ښځو لپاره خورا سخته ده او ستونزې ورته جوړوي. لګښت هم لري او د سیمې خلک په رښتیا غریب دي."

هغه وايي، ټول د راتلونکي په اړه اندېښمن دي؛ اوس چې د ښځو لپاره تحصیلي مرکزونه بند شوي دي، نه نوې ډاکټرانې او قابله ګانې روزل کېږي او نه هم شته ډاکټرانې کولی شي خپلې شته زدکړې تازه او اپډېټ کړي.

هغه زیاتوي، له خپلو ملګرو داسې کسان پېژني چې د طالبانو د محدودیتونو لکه د محرم درلودلو له امله په کور ناستې دي او د کار اجازه نه لري.

مرضیه هم وايي، د قابله ګانو نه لرل نه یوازې د ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخوي، بلکې هغه قابله ګانې چې کار کوي هم د زیات فشار له امله له روحي او جسمي پلوه ستړې کېږي.

د طبي تحصیلي مرکزونو تړل کېدل د دې سبب هم کېږي چې د شته قابله ګانو علمي شتمنۍ تازه نه شي او ورو- ورو به د کار لپاره ځوانه ځواکمنه انرژي هم پاتې نه شي.

په افغانستان کې د ۱۸ زرو قابله ګانو کمښت

په روغتیايي برخه کې تر ټول لویه برخه چې ښځې په کې په کار بوختې دي، قابله‌ګي ده. د عامې روغتیا وزارت د ولایتي راپور له مخې، دا مهال افغانستان کابو ۶ زره قابله ګانې لري. دا احصائيه د جمهوریت په وروستیو میاشتو کې هم اعلان شوې وه.

ملګرو ملتونو دوه کاله وړاندې اعلان کړی و چې افغانستان د فعالو قابله ګانو تر څنګ ۱۸ زره نورو قابله ګانو ته اړتیا لري.

له هغه راهیسې تر اوسه ظاهرا هېڅ نوې قابلي کار نه دی پیل کړی، ځکه طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د نجونو لپاره په دې څانګه کې زدکړې منع کړې.

په هېواد کې د نسایي او ولادي متخصصینو شمېر هم خورا ټیټ دی. د عامې روغتیا وزارت د خپرو شویو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې د ښځو او ولادت په برخه کې شاوخوا ۳۰۰ تنه متخصصینې شته.

یونیسف هم اعلان کړی چې د نجونو د زدکړو د بندیز د دوام په صورت کې به افغانستان تر ۲۰۳۰ کاله په روغتیايي برخه کې شاوخوا ۵۴۰۰ کارکوونکې له لاسه ورکړي او تر ۲۰۳۵ کاله به دا شمېر شاوخوا ۹۶۰۰ روغتیايي کارکوونکو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د نفوس شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي چې ور سره روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا هم ډېرېږي.

د ملګرو ملتونو نوې شمېرې په افغانستان کې د نفوس د پام وړ زیاتوالي خبره ورکوي. دغه بنسټ اعلان کړی چې په روان کال کې د افغانستان نفوس ۴۸ میلیونه او ۶ سوه زره تنو ته رسېږي.

د یونیسف له خوا د ۲۰۲۳ کال خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکو نجونو او ښځو کې د زېږون کچه ۵ اعشاریه ۴ ښودل شوې وه.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې په کلني ډول تر یو نیم میلیون ډېر ماشومان نړۍ ته راځي.

د نجونو د زدکړو له ممانعت وروسته، په کم عمر کې د هغوی د ودونو د زیاتېدو په اړه هم راپورونه خپاره شول. همدارنګه یونسکو راپور ورکړی چې په کم‌سواده یا بې‌سواده ښځو کې د زېږون کچه د لوړو زدکړو لرونکو ښځو پرتله زیاته ده.

له همدې امله وړاندوینه کېدای شي چې په هېواد کې به د زېږون شمېر مخ په زیاتېدو وي او د روغتیايي کارکوونکو او قابله ګانو کمښت ته په پام سره، د میندو د مړینې کچه به هم مخ پورته روانه وي.