د ټرمپ د ملي‌امنیت پر چارواکو نیوکې: یو خبریال یې پر حوثیانو د برید په تړاو د محرمو پیغامونو ګروپ‌ کې شامل کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ اداره تر هغې وروسته له سیاسي اړخه له نیوکو سره مخامخ شوې چې سپینې ماڼۍ تایید کړه چې یو خبریال په تېروتنې سره د یمن کې د حوثیانو خلاف د پوځي اقداماتو په تړاو د امریکا د ملي امنیت چارواکو د پيغامونو په یوه ګروپ کې شامل شوی دی.

د اتلانتیک مجلې جېفري ګولډبرګ ویلي، چې دی په سېګنال اپلیکېشن کې د پيغامونو یوه ګروپ کې شامل شوی و چې ظاهرا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د ملي‌امنیت سلاکار مایک والټز او دفاع وزیر پیټ هېګسېټ هم پکې شامل وو.

نوموړی وايي، په دغه ګروپ کې یې د حوثیانو پر اهدافو د بمونو له غورځول کېدو دوه ساعته مخکې د وسلو د ټولګو، اهدافو او د بریدونو د وخت په ګډون بېلابېل محرم پوځي پلانونه لیدلي دي.

ښاغلي ګولډبرګ لیکلي چې ده د ملي امنیت سلاکار لخوا دغه ګروپ ته د شاملېدو بلنه ترلاسه کړې وه‌.‌

دغه راپور په امریکا کې د ګڼو ډیموکراټانو نیوکې او د ځینو جمهوريپالو اندېښنې راپورته کړې دي.

سپینې ماڼۍ پرون (دوشنبه د مارچ ۲۴مه) تایید کړه چې د جېفري ګولډبرګ لخوا ادعا شوي پیغامونه رښتیا دي. چارواکو ویلي په دې تړاو څېړنې روانې دي‌ چې څنګه یوه بهرنی کس د سېګنال اپلېکشن د پیغامونو دغه ګروپ کې شامل شوی دی.‌

د اتلانتیک مجلې ایډیټور یادونه کړې، چې دی په غالب احتمال په تېروتنې سره دغه ګروپ‌ ته اضافه شوی دی.‌

خو هغه په طنزیه بڼه لیکلي "د سپینې ماڼۍ چارواکو‌ چانس راوړی چې دی یې په دغه ګروپ‌ کې شامل کړی" ځکه که د نوموړي‌ په وینا بل چا دغه خورا حساس مکالمات لیدلي وای نو ښايي‌ "په دغو عملیاتو کې د ښکېلو امریکايي‌ سرتېرو ژوند" له خطر سره مخامخ شوی وای.

خو د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ بیا چې په دغه ګروپ کې پر حوثیانو د برید په تړاو د ډېرو محرمو اطلاعاتو په شریکولو تورن شوی،‌ د ښاغلي ګولډبرګ ژورنالیستیک باور د پوښتنې وړ بللی او ادعا یې کړې چې په دغه ګروپ کې "هېڅ پوځي نقشه" نه ده شریکه شوې.

هممهاله ولسمشر ټر‍مپ ویلي چې دی د سېګنال په چټ ګروپ‌ کې د دغو پيغامونو په تړاو هېڅ مالومات نه لري.

د امریکا مشرانو جرګې یا سنا کې دیموکرات استازي‌ چاک شومر په دې تړاو د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي،‌ دا د ملي‌امنیت اړوند جدي‌ مساله ده.‌

بلې دیموکراتې سناتورې الیزابت وارن ویلي، "دا د قانون څرګند نقض او خطرناکه ناغېړي‌ ده."

د هغې اشاره ظاهرآ د پټو او محرمو اطلاعاتو خوندیتابه لپاره د امریکا سختو قوانینو ته ده، چې کله ناکله یې له پامه غورځول کېدل د سپینې ماڼۍ جګپوړو چارواکو ته په لوی سرخوږي‌ اوښتي‌ او خبره یې ان استیضاح او استعفاګانو هم رسېدلې ده.

د دیموکراتې هیلري‌‌کلنټن لخوا په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر مهال د یوه کورني‌سرور له لارې د استول شویو بریښنالیکونو افشاء کېدل د دې یوه ښه بېلګه بلل شوې.‌

د یادونې ده چې اغلې کلېنټن د هغو بریښنالیکونو له کبله د ډونلډ ټرمپ‌ له سختو نیوکو سره مخامخ شوې او موضوع دې ته رسېدلې وه چې اېف‌بي‌ای په دې تړاو څېړنې وکړي.‌

سنا کې د الاسکا جګپوړې‌ جمهوریپالې سناتورې لیزا مرکاوسکي‌ هم ویلي چې "یوازې دا تصور کړی که داسې یو څه د بایډڼ په حکومت کې شوي‌ وای نو زموږ چیغو به اسمان نیولی وای... خو اوس جالبه ده چې کینو او وګورو چې ایا څوک د دې تېروتنې له کبله خپله دنده له لاسه ورکوي."