په امریکا کې هغه انرژۍ څښاک له بازاره بېرته ټولېږي، چې په تېروتنه شراب پکې اچول شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

امریکايي چارواکو د 'سیلسیس' نومي انرژۍ څښاک کاروونکو ته خبرداری ورکړی، چې له څښلو مخکې باید د یادې انرژۍ ډبي یا قطعي په دقت سره وګوري، ځکه د دې په ځینو ډبو کې په تېروتنه ووډکا ډوله شراب اچول شوي دي.

د امریکا د خوړو او درملو کنټرول ادارې دا خبرداری خپور کړی دی.

دا ګډوډي وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د بسته بندۍ مسوولینو په تېروتنه د سیلسیس تشې ډبي د ووډکا ډوله الکولي څښاک سیلټزر شرکت های نون ته واستول او هلته له الکولو ډک شوي.

های نون د سمندرغاړو پلورنځیو لپاره جوړې شوې ځینې هغه کڅوړې هم بېرته را ټولې کړې، چې د تولید له همدې کرښې تېرې شوې وې.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې زیاته کړې، په تېروتنه له ووډکا ډکو شويو محصولاتو له کبله تر اوسه د هېڅ ناروغۍ یا منفي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې پر خپله وېب پاڼه لیکلي، د دغې تېروتنې له امله د تولید دوې کارخونې اغېزمنې شوې.

دا بهرني محصولات د جولای د ۲۱ او ۲۳مې ترمنځ په فلورېډا، نېویارک، اوهایو، سویلي کارولینا، ویرجینیا او ویسکانسن سیمو کې پلورنځیو ته لېږدول شوي وو.

یادې ادارې د دغې انرژۍ څښاک کاروونکو ته سپارښتنه کړې، چې که یې پر ډبې یا قطعي ځانګړي کوډونه وویني، باید له څښلو یې ډډه وکړي.

د یاد شوي های نون بسته بندۍ کې د پرچون کوډ UPC 085000040065 او لاندې کوډونه شامل دي:

• L CCC 17JL2514:00 څخه تر L CCC 17JL25 23:59 پورې

• L CCC 18JL2500:00 څخه تر L CCC 18JL25 03:00 پورې

د سیلسیس ډبو کې د پرچون کوډ UPC 8 89392 00134 1 او د لاټ کوډونه شامل دي:

• L CCB 02JL25 2:55 څخه تر L CCB 02JL25 3:11 پورې

د امریکا د خوړو او درملو ادارې په سپارښتنو کې ویل شوي: "مصرف کونکو ته مشوره ورکول کېږي چې د سیلسیس اسټرو وایب انرژۍ څښاک، سپارکلینګ بلو راز اېډیشن ډبې، چې اغېزمن شوي لاټ کوډونه لري، له منځه یوسي او له څښلو یې باید ډډه وشي."

په سپارښتنو کې دا هم ویل شوي، چې د های نون بېچ ډول بسته بندي، چې بېلابېل لاټ کوډونه لري، اغېزمن شوي نه دي او د کارولو لپاره خوندي دي.