تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: وروستي اوور کې د کریم جنت ښه بالېنګ خو لومړۍ لوبه بنګله دېش په دوو وېکټو وګټله
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کوربه بنګله دېش په دوه وېکټو وګټله.
بنګله دېش د افغانستان د ۱۵۵ منډو هدف د اخري 'شلم' اوور په پنځم بال داسې مهال پوره کړ چې اته لوبغاړي یې سوځیدلي وو.
په دې وروستي اوور کې افغان لوبغاړي کریم جنت هېټرک وکړ یعنې د بنګله دېش درې لوبغاړي یې يوه په بل پسې په درېو توپونو وسوځول خو لوبه چې وار له مخه پکې د کوربه تله درنه شوې وه د بنګله دېش په بریا پای ته ورسېده.
د توپ وهنې پر مهال د بنګله دېش پیل هم د افغانستان په څیر ډېر ښه نه و داسې چې په اووه اورونو کې یې په ۴۱ منډو د سر درې لوبغاړي اوټ شوي وو خو وروسته توحید هردوی او شمیم حسېن اوږده ملګرتیا وکړه.
د افغانستان لخوا تر ټول اقتصادي بال مجیب الرحمان وکړ، هغه په څلورو اورونو کې یو بنګله دېشی لوبغاړی اوټ کړ او ۲۲ منډې پرې وشوې.
په نورو لوبغاړو کې هر یوه فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزي، راشد خان او فرید احمد یوه یوه وېکټه واخیسته خو محمد نبي چې یوازې یو اوور یې وکړ کوم لوبغاړی اوټ نه کړ.
د دووه شل اوریزو لوبو لوبلړۍ دویمه لوبه هم په همدې لوبغالي د یکشنبې په ورځ پلان ده.
د محمد نبي پنځوسیزه؛ او د افغان لوبډلې د ۱۵۵ منډو هدف
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې د محمد نبي، عظمت الله عمرزي او نجیب الله ځدراڼ پر مټ د بنګله دېش پر وړاندې ۱۵۴ منډې جوړې کړې.
په دې لوبه کې که څه هم د افغان لوبډلې پیل ښه نه و خو وروسته د محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ ملګرتیا او ورپسې د محمد نبي او عظمت الله عمرزي ښې لوبې هدف یو څه لوړ کړ.
محمد نبي په دې لوبه کې پنځوسیزه پوره کړه او تر پایه په ۵۴ منډو ناسوځیدلی پاتې شو.
په دې منډو کې یوه شپږیزه او شپږ څلوریزې شاملې دي.
په نورو افغان لوبغاړو کې د پیل توپ وهونکی حضرت الله ځاځی په اته او ورپسې رحمان الله ګربز په ۱۶ منډو وسوځیدل.
ابراهیم ځدراڼ هم اته، کریم جنت درې، نجیب الله ځدراڼ ۲۳، عظمت الله عمرزي د څلورو شپږیزو پر مټ چټکې ۳۳ منډې وکړې او راشد خان بیا په وروستي اوور کې په درېو منډو وسوځید.
افغان لوبډلې د ۱۵۵ منډو هدف په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځیدو وروسته جوړ کړ.
د بنګله دېش په توپ اچونکو کې بیا شکیب الحسن دوه او نور ټول د یوه یوه افغان لوبغاړي په اوټولو بریالي شول.
د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې داسې مهال نن 'جمعه' له یوه بل سره مخ وو چې دواړو د نورو لوبډلو پر وړاندې خپل وروستي ډېر مېچونه ګټلي دي.
دا لوبه د افغانستان په وخت مازدیګر 'پنځه بجې' د بنګله دېش په کوربه توب په سېلهېټ لوبغالي کې پیل شوه.
د راشد خان په مشرۍ افغان لوبډله کې نن لوبې ته دا لوبغاړي غوره شوي وو.
رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، مجیب الرحمن، فرید احمد، عظمت الله عمرزی او فضل حق فاروقي.
بنګله دېش تېره مارچ میاشت کې له ایرلنډه او ترې وړاندې له انګلنډه د شل اوریزو لوبلړیو له ګټلو وروسته له افغانستان سره مخ دی او افغانستان هم پاکستان ته تېره مارچ میاشت کې په دریو شل اوریزو سیالیو کې دوه-یو ماتې ورکړې ده.
د بنګله دېش په بریا تمامې هغه سیالۍ هم د بنګله دېش په کوربه توب شوې وې او اوس د دوه لوبو لپاره د افغان لوبډلې کوربه توب هم ور ترغاړې دی.
افغان لوبډله له پاکستان څخه د شل اوریزو او له بنګله دېش څخه پخپل کور کې د یو ورځنیو لوبلړیو ګټلو وروسته له لوړ مورال برخمنه بلل کیږي، خو دا ځل له بنګله دېش سره په نوي لوبغالي (سېلهټ) کې مخ دي.
د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان شل اوریزې لوبې
د کرېک انفو د معلوماتو له مخې افغانستان او بنګله دېش پخپلو کې تر اوسه نهه شل اوریزې لوبې کړي چې ډېرې یې افغان لوبډلې ګټلي دي.
تېر ته په کتو، افغانستان شپږ ځلې بنګله دېش په شل اوریزو سیالیو کې مات کړی او بنګله دېش بیا له افغان لوبډلې درې شل اوره لوبې ګټلې دي.
خو د جمعې ورځې له بریا سره د افغانستان پر وړاندې د بنګله دېش بریاوې هم څلورو ته لوړې شوې.
دې مخینې ته په پام سره، د افغان لوبډلې تله درنه ښکاري، خو بل خوا بنګله دېش په کور د ننه د بریا ښه ریکارډ لري او ښې بېلګې یې په وروستیو کې نړیوالې اتلې لوبډلې انګلنډ او ایرلنډ ته ماتې دي.
که د دواړو لوبډلو وروستۍ پنځه لوبې پرتله شي افغانستان له پنځو وروستیو لوبو درې ګټلي او د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې یوه یوه ماته لري.
بنګله دېش بیا له ورستیو پنځو لوبو څلور ګټلي او د ایرلنډ پر وړاندې یې یوه وروستۍ شل اوریزه لوبه بایللې ده.
د لوبډلو ترکیب
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ شل اوریزه لوبې به له دې پلوه هم جالبې وي چې دواړه لوبډلې د نړۍ د مشهورو الراونډرانو شکیب الحسن او راشد خان په لوبډلمشرۍ لوبېږي.
دواړو لوبډلمشرانو پرون (پنجشنبه) په خبري غونډه کې خبرې وکړې او په وینا یې لوبغاړي یې دې سیالیو ته چمتو دي.
شکیب الحسن د افغان لوبډلې پیاوړتیا ته په کتو وویل، دوی به د مقابل لوري تر فشار لاندې ځان نه راولي بلکې هڅه به کوي چې د یوې لوبډلې په توګه د سیالیو د ګټلو لړۍ روانه وساتي.
راشد خان هم د خپلې لوبډلې مورال لوړ وباله، خو په وینا یې افغان توپ وهونکي لا کار په مخکې لري.
هغه وویل، دی او لوبډله به یې د ښې لوبې کولو او د وړتیاوو د تسلسل ساتلو هڅه کوي.
بله خوا افغانستان دې لوبلړۍ ته د خپلو هغو لوبغاړو تر څنګ چې پرلپسې لوبیږي دوه پخواني تکړه توپ وهونکي شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی هم استولي.
حضرت الله ځاځی په دې لومړۍ لوبه کې ولوبید خو ډېر ښه ونه ځلیده.
وبه کتل شي چې افغان لوبډله په دویمې لوبه کې له کومو لوبغاړو سره لوبیږي؟
بنګله دېش هم دې لوبلړۍ ته د باتجربه او ځوانو لوبغاړو له ترکیبه لوبډله نومولوي چې د بنګله دېش په سوداګریز کرېکټ لیګ کې ښه ځلیدلي لوبغاړي هم پکې دي.