د کورونا وبا محدودیتونو په خبرو د ماشومانو راتللو وخت اوږد کړی

د بي بي سي له خوا ترسره شوې شننه ښيي چې د کورونا پر مهال د ټولبند له امله په برتانیا کې د ځینو ماشومانو، په خبرو راتللو بهیر ټکنی شوی دی.
کله چې کورونا ویروس په ۲۰۱۹ کال کې لومړی خپور شو او وروسته د ډېرې مودې لپاره ماشومان پر کور پاتې شول، نو له ټولنې سره بې اړیکي پاتې کېدو یې د خبرو کولو بهیر ځنډولی دی.
د بي بي سي موندنې ښيي چې تېرکال د انګلنډ په ښوونځیو کې د پنځو او شپږو کلونو ترمنځ د هغو ماشومانو شمېر لس سلنه لوړ شوی چې د ژبې په زدکړه او خبرې کولو کې مرستې ته اړتیا لري.
دا شمېرې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ مو کلونو ترمنځ په انګلنډ کې ترلاسه شوي او د کارپوهانو په وینا تر دې مخکینیو کلونو څخه ځکه لوړې دي چې تر یوه بریده د کورونا ویروس له امله ټولبندیز کې ماشومانو ټولنیزه راکړه ورکړه نه درلوده.

په ۲۰۲۰ کال کې چې په برتانیا کې د کووېډ ۱۹ له امله د ډېرې اوږدې مودې لپاره ټولبندیز اعلان شو او ماشومان یې په میاشتو میاشتو پر کور کښېناستل، نه یوازې دا چې ښوونځي ته نه تلل بلکې پر ټولېدنو او په ډله ییز ډول له یوه بل سره پر کتلو هم بندیز و.
نو هغه ماشومان چې د خبرې کولو بهیر کې یې هسې هم مرستې ته اړتیا درلوده، لا نور هم بې خبرو پاتې شول.
د برتانیا شاهي کالج د ژبې او غږېدو درملګر وايي د دوی مرستې ته اړتیا ډېره شوې نو پر هم مسلکو فشار ډېر دی.
حکومت وايي د کوچنیو ماشومانو له ودې سره په مرسته کې به ۱۸۰ میلیون پونډه پانګونه وکړي.
د بي بي سي د مشترکو معلوماتو د برخې شنونکو موندلې چې د ښوونیز بهیر تر نورو برخو ډېر، د ژبې زدکړې لپاره په لومړي ټولګي کې مرستو ته د اړو زدکوونکو شمېر ډېر شوی دی.
د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ مو کلونو ترمنځ ټولټال څه باندې ۴۲۰۰۰ ماشومانو اضافي مرستې ته اړتیا درلوده په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال ترمنځ شمېر شاوخوا ۳۸۵۰۰ و.

په برتانیا کې له هغو ماشومانو سره چې یا یې مورنۍ ژبه د ښوونیز نصاب ژبه نه وي او یا هم په خبرې کولو ستونزه ولري ځانګړې مرسته کېږي.
ترڅنګ یې میندو او پلرونو ته لارښوونه کېږي چې له خپلو ماشومانو سره، د دوی د پوهې تر کچې پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېږي چې د لغاتو ذخیره یې ډېره شي.
ماشوم ته غوږ نیول او پوښتنو ته یې د خپلې پوهې تر حده ښه او معقول ځواب ورکول هم هغه څه دي چې ډېر ټینګار پرې کېږي.
کارپوهان ټینکار کوي چې د ماشوم خبرو ته باید اهمیت ورکړل شي او په اصطلاح خبره یې په خوله کې وچه نه کړای شي، ځکه دا یې د غږېدو توان اغېزمنولی شي.





















