تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې مرستندویه چارې د بودیجې له لږوالي سره مخامخ دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي په افغانستان کې يې د مرستې عملیات د بودیجې له لږوالي سره مخ دي.
دغه بنسټ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې هماغه راز جدي دي او د اړتیا وړ بودیجې لپاره يې ایله څلورمه برخه بودیجه په واک کې ورکړل شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په داسې حال کې چې کال تر نیمايي اوړي په افغانستان کې يې د څه باندې ۲۱ مېلیونه مرستو ته اړمنو کسانو لپاره د غوښتې ۳.۲ مېلیارده ډالرو غوښتنې یوازې ۲۵ سلنه (یا ۷۴۴ مېلیونه ډالره) بسپنې تر لاسه کړې.
دغه بنسټ ویلي چې د ۱.۳ میلیارده ډالرو دغه کمی یې د دې لامل شوی چې ځینې پروګرامونه يې وار له مخه ودرېږي او ځینې نورې چارې يې پام وړ ډول ټکنۍ او کمې کړې دي. دغه بنسټ دا هم ویلي چې د بودجې کموالی يې په افغانستان کې د ۲۶۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او له ۱۳ مېلیونه وګړو یوازې پنځو مېلیونو ته د خوړو د مرستو د کمېدو لامل شوی.
اوس چې ژمی په را رسېدو دی د افغانستان په یو شمېر لیرې پرتو او سړو سیمو کې د واورې له ورېدو سره د حالت د لا خرابېدو اټکل هم شوی. اوچا وايي چې د بودیجې دغه کمی به د دې لامل شي چې لیرې پرتو سیمو ته پر وخت د خوړو او درملو مرستې ونشي رسولی.
اوچا ویلي چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې بشري اړتیاوې ډېرې شوې او درې کاله سر په سر د وچکالۍ په څېر شرایط، بې وزلي او له څلورو لسیزو جګړو وروسته نورو زیانمنېدنو مرستې حیاتي کړې چې وروستیو سېلابونو هم دغه اړتیا لا ډېره کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو متلونو امنیت شورا د خوړو د خوندیتوب اړوند وروستۍ ناسته کې هم افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې یاد شوی چې د خوړو له جدي کمښت سره مخ دی او دغه هېواد ته د نړیوالو د پام غوښتنه شوې.
د ملګرو متلونو امنیت شورا لخوا په همدې تړاو رابلل شوې پرانیست غونډه کې د ۸۰ هېوادونو استازو په یوه غږ دا غوښتنه بدرګه کړه چې جګړې باید په نړۍ کې د خوړو امنیت زیانمن نه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې "اوچا" مشرې رینا غیلاني په دغه غونډه کې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ټولې نړۍ په کچه ۲۵۰ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ وو.
په ناسته کې تر ډېره د نیوکې ګوټه روسیې ته نیغه وه، هغه هېواد چې ویل کېږي د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو لېږد پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.
خو په ناسته کې د روسیې استازي دېمتري پولیانسکي بیا لوېدیځ هېوادونه فرصت پرسته ووبلل او دا تور یې هم پورې کړ چې امریکا او ملګري یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په ډېرو هېوادونو کې د خوړو د شدید کړکېچ لامل شوي دي.
دا غونډه تر ډېره د روسیې، امریکا او ده یوه او بل د متحدانو ترمنځ په تورونو او ملامتیو راڅرخېده خو د افغانستان بشري وضعیت پکې یوازې د بیلګې په توګه یادېده.