د امريکا ټاکنو لپاره ډونلډ ټرمپ خپله نوماندي ومنله

د امريکا ټاکنو لپاره ډونلډ ټرمپ خپله نوماندي ومنله
د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ملي کانګرس ته وینا کې خپله نوماندي ومنله.

ده د ډېرو نورو مسایلو ترڅنګ پر افغانستان هم خبرې وکړې او له دغه هېواد د وتلو څرنګوالی یې د امریکا د تاریخ تر ټولو ستر "ذلت" وباله.

ډونلډ ټرمپ وویل له دوی په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول او ده غوښتل یې باګرام هوايي اډه وساتي‌، خو د بایډن د ادارې له کبله دا کار هم ونه شو.

ښاغلي ټرمپ وویل، باګرام هوايي اډه یې د افغانستان لپاره نه بلکې چین لپاره په کار وه، ځکه له چین سره یې د ده په وینا یوازې یو ساعت واټن درلود. خو ادعا یې وکړه چې هلته د دوی ځای اوس چینایانو نیولی دی.