د درملنې هغه لارې چې بې وېښتو کسان پرې اوس هم باور لري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رافیل ابوشایبي
- دنده, بي بي سي نیوز
- د خپرېدو وخت
ګنجي کېدل هغه اوږدمهاله مسله ده چې رنځپوهان پرې له پېړیو راهېسې څېړنې کوي چې حل لار ورته ومومي.
ان د خپل دور لوی یونانی رنځپوه او عالم بقراط چې د خپلو مذهبي باورونو له مخې یې علمي څېړنې وکړې او د "عصري علم" پلار بلل کېږي په دې تړاو ګڼې پلټنې وکړې چې څنګه شونې ده د وېښتو تویېدو او ګنجیتوب مخه ونیول شي.
که څه هم په اوس کې ځينې لاملونه روښانه شوي چې د ارثي او جنټیکي اغېز، موسمونو او ځینو نورو دلایلو له کبله انسانان خپل وېښتان بایلي، خو په وړه کچه ډېرو ته د وېښتو غورځېدو خپلې پلمې او باورونه شته.
د کلیفورنیا پوهنتون استاد او د وېښتو او پوستکي د څانګې څېړونکی ډاکټر کارو لین ګو وايي "ګنجوالی بده چاره نه ده". هغه بي بي سي سره خبرو کې وویل درې افساني داسې دي چې خلک پرې لا هم باوري دي چې ګواکې د ګنجیتوب لامل کېږي.
لومړی باور- د مور له جېنونو ورپاتې ارثي ځانګړنه

د عکس سرچینه، Getty Images
ښايي تاسو اورېدلي وي چې ګنجیتوب د مور له کورنۍ ورپاتې جنیټکي میراث دی، خو اصلي خبره لا ډېره پېچلې ده.
په ۲۰۱۷ کال کې بریتانوۍ مجلې پي ایل او ایس جنیټیک یوه څېړنه خپره کړه چې پکې د څېړونکو یوې ډلګۍ له ۵۲۰۰۰ ګنجیان څېړلي وو. څېړونکو ادعا کوله چې بریالي شوي له ۲۸۷ یې د وېښتو غورځېدو/ګنجیتوب مهم لاملونه په ګوته کړي.
څېړونکي توانېدلي له ۲۸۷ کسانو د ۴۰ هغو هغه جینونه چې د کروموزوم ایکس پورې اړه لري جلا کړي. کروموزومونه له موره پاتې ارثي جینونه دي.
څېړونکي وايي دا سمه ده چې له جنیټکي پلوه د مور لوری غښتلی دی، خو کېدلی شي جېنونه له دواړو لورو(مو پلار) وي، نو ښايي ګنجیتوب هم له جنیټکي اړخه له مور او پلار دواړو میراث شي.
یوه بل اړخ دا چې ولې ښځه د نارینه پرتله د عمر په ډېرېدو ژر خپل وېښته نه بایلي، مهمه ده چې پرې وپوهېږي، ساینس پوهان ورته د (اینډوجینټیک الوپیسیا) علمي نوم لري. د ډاکټر کارو لین ګو پر وینا دا د یو ډول نارینه هورمون اجزا دي چې تستوسترون بلل کېږي نو ځکه یې اغېز پر نارینه ډېر وي.
دویم باور: د خولۍ پر سرول یا هم د وېښتو ډېر مینځل انسان ګنجی کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
اونۍ کې څو وارې خپل وېښتان مینځئ؟ درې وارې؟ ایا خولۍ پر سروئ؟
ښايي د وېښتو غورځېدو دلیل دا نه وي چې موږ یې ډېر مینځو یا هم خولۍ پر سروو، خو دا هغه څه دي چې هر سینګاروونکی یې درته وايي.
ډاکټر ګو وايي "که تاسو څوک ووینئ چې خولۍ یې پرسر کړې دا پر دې مانا ده چې وېښته یې وتلي نه دا چې د خولۍ پر سرولو له امله ګنجی دی" هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي خولۍ پر سرول سر ګنجی کوي.
که څه هم دا دواړه باورونه یوازې ګومانونه او اورېدل شوې کیسې دي، خو رېښتیا دا دي چې زموږ او ستاسو د سر پورتنۍ برخه تر ټولو غوړه شوې برخه ده "ډېره غوړ کارول دغلته پر دې مانا هم نه دي چې ګواکې د سر پورتنۍ برخه خورا حساسه ده بلکې واقعیت دادی چې زموږ سر د بدن د نورو برخه پرتله د انفیکشن له ګواښ سره مخ کیدلی شي".
ډاکټر ګو وايي که تاسو د سر مينځلو لپاره سم توکي (خوندي صابون او شامپو) وکاروئ نو هره ورځ د سر مینځل کوم زیان نه لري.
دریم باور: د وېښتو تویېدو هېڅ درملنه نه شته

د عکس سرچینه، Getty Images
په اوس کې د ګنجیتوب له خطره د مخنیوي درې مهمې طبي لارې شته. د وېښتانو د تویېدو فزیکي او کیمیاوي لاملونه سل په سلو کې د وېښتو له منځه تللو مخنیوی نه کوي خو لږ تر لږه یې په ورو کولو کې مرسته کولی شي. ځینې وخت خو ان په بیرته ګڼولو کې هم رغنده ونډه لرلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ماینوکسیډیل: د کیمیاوي توکو ترکیب دی چې په مالش یا غوړول سره پوست نرموي او په وېښتو زرغونولو کې مرسته کوي. ځینو څېړنو ښودلې چې د ماینوکسیډیل کپسول کارول خو د ګنجي کېدو د مخنیوي ترڅنګ تازه وېښته پر سر زرغونوي.
فینا استروئیډ: یو ډول خواړه دي چې د مثانې د روغ ساتلو لپاره کارول کېږي. دا خواړه ځینې وخت د وېښتو د درملنې لپاره هم کارول کېږي. ډاکټر ګو دا هم وي ځینې باورونه دادي چې د وېښتو پیوندول ښه نه برېښي خو په اوس کې پایلو ښودلې چې پیوندول هم یوه ښه لاره ده.





















