تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سلګونه افغان ژباړونکي پاکستان کې ایسار پاتې دي؛ بریتانیا وايي د کورونو کمښت سره مخ ده
سلګونه افغان ژباړونکي چې په تېر دوو لسیزو کې یې افغانستان کې د بریتانیا پوځ سره همکاري کړې او بریتانیا کې د اوسېدو اجازه هم لري، دمګړۍ پاکستان کې ایسار پاتې دي.
دوی له میاشتو میاشتو او ځینې یې ان تر یوه کاله هم ډېرې مودې راهیسې هلته هوټلونو کې پراته دي.
شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د بریتانیا حکومت د دوی لېږدونکې الوتنې درولې دي.
بریتانوي چارواکي وايي دا پروسه د دې لپاره درېدلې چې د کورونو او استوګنځیو له کمښت سره مخامخ دي.
رپوټونه وايي، شاوخوا ۵۰۰ افغان ژباړونکو ته چې له بریتانوي ځواکونو سره د همکارۍ له کبله د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ شوي، ویل شوي چې باید یو کال نور هم انتظار وکړي.
له دوی اوس ځینو بيبيسي ته ویلي، دا چې پاکستان کې یې د پاتېدو لپاره د وزیرو موده پای ته رسېدلې، نور نشي کولی ان له خپلو هوټلونو هم ووځي.
دوی له دې وېره لري چې که چېرته ونیول شي نو بېرته به افغانستان ته ستانه کړل شي.
د بریتانیا حکومت وايي، پر شرایطو برابرو افغانانو ته یې لومړیتوب ورکړی خو دا هم اړینه ده چې د دوی اوسېدو لپاره مناسب استوګنځایونه پام کې ونیول شي.
هاخوا د بریتانیا پوځ د افغان همکارانو د بې برخلیکه پاتېدو موضوع داسې مهال مطرح شوې چې ان وار له مخه بریتانیا ته د لېږدول شويو افغانانو په اړه هم ویل شوي چې ښايي د استوګنې له اوسنیو هوټلونو بهر او احتمالآ پوځي اډو کې ځای پر ځای شي.
زرګونو افغان پناه غوښتونکو چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته وتلي، څه موده وړاندې اسلام اباد کې احتجاج هم کړی و.
دوی غوښتنه کوله چې لوېدیځو هېوادونو ته دې یې د ایستلو اسناد او غوښتنه ژر و ارزول شي.
څه موده مخکې اېنډېپېنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې د خپل پوځ د هغو افغان همکارانو د لېږدولو چارټر الوتنې درولې، چې دمګړۍ پاکستان کې ایسار پاتې دي.
د بریتانیا حکومت افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته هغو افغانانو لپاره د "تود هرکلي عملیاتو" په نوم د بیا مېشتېدو پروسه پیل کړه، تېرې دوه لسیزې یې دوی سره افغانستان کې همکاري کړې وه.
بریتانیا له امریکا او نورو متحدانو سره په ګډه له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته دا ژمنه هم وکړه چې ۲۰ زره نورو له ګواښ سره مخ افغانانو ته به هم خپله خاوره کې ځای ورکوي.
دغه هېواد وروسته وویل چې زرګونو لېږدولو افغانانو ته یې د اوسېدو اسنادو د ورکړې پروسه اسانه کړې ده.
له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د ناټو د غړو او نورو متحدانو د پوځي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ګڼې نیوکې هم شوې دي.
په دې لړ کې د بریتانیا د پارلمان استازو شاوخوا یو کال وړاندې په یوه څېړنیز راپور کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو عملیات "ناورین" او "خیانت" بللی و.