تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امير خان متقي د روسيې له ځانګړي استازي سره کتلي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره لېدلي او پر دوو اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې او سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمو کې د افغانستان د حضور په اړه يې خبرې کړي دي.
ضمیر کابلوف ویلي، "که هر هېواد له افغانستان سره ستونزه لري کولای شي چې د ده په خبره له افغان حکومت سره یې د دوه اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي."
دغه راز ښاغلي کابلوف ویلي، ځینې هغه هېوادونه چې غواړي په سیمه کې خپلې اجنډاوې عملي کړي باید په افغانستان کې د طالبانو د حکومت "موافقه" ولري.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي، "ښاغلي متقي ټينګار کړی چې د افغانستان او روسيې تر منځ سوداګريزې اړيکي لا پراخه شي او افغانستان چمتو دی چې د سالنګ لويې لارې له رغول کېدو وروسته جنوبي اسيا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي. "
د ښاغلي تکل په وينا، افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ټینګار کړی چې امریکا باید د افغانستان ګنګل کړې شتمني ازاده کړي چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له روسیې نه مننه کړې چې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان ملاتړ کوي.
د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له افغانستان سره د روسیې د سوداګریزو اړیکو د لا پراخولو ډاډ ورکړی او ویلې یې دي چې افغان سوداګر دې روسیې ته لاړ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر فرصتونو دې خبرې وکړي.
ضمیر کابلوف او امیر خان متقي ترمنځ دغه ناسته وروسته له هغه ترسره شوه چې ښاغلی متقي له یوه بریتانوي دیپلومات رابټ ډکسن سره په لېدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي د ګومارنې وړاندیز رد کړ.
د بهرنیو چارو مرستیال ویاند پر اېکس لیکلي چې امیر خان متقي د ځانګړي استازي د ګومارنې وړاندیز رد کړ او ویلي یې دي چې په اوسنیو شرایطو کې دغسې یوه استازي ته اړتیا نشته.
د رپوټونو له مخې د سولې په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي وړاندیز شوی و خو امیر خان متقي ویلي اوس مهال افغانستان په هره برخه کې پرمختګ کوي، له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې لري او ترڅنګ یې هر چا سره د تعامل دروازې پرانستې دي او پکار ده چې همدا حالت لا پیاوړی شي.