تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کبموډیا کې تمساحګانو خپل ۷۲ کلن پالونکی ښکار کړی
شمالي کمبوډیا کې تمساحګانو خپل یو با تجربه پالوونکی ښکار کړی دی. ځايي پولیس وايي ۷۲ کلن 'لوان نم' د تمساح ګانو ډنډ ته پرېوتی و.
پر هغه ۴۰ تمساح ګانو برید کړی او پولیس وايي ټوټه ټوټه کړی یې دی.
دا پېښه پرون جمعه "سیم ریپ" ښار ته نږدې شوې.
د لوان نم په اړه ویل کېږي چې د تمساحګانو د ځايي فارمونو د ټولنې رییس هم و.
پولیسو ویلي هغه غوښتل یوه تمساح چې هګۍ یې اچوله، له پنجرې رواباسي خو تمساح ترې د لاس لکړه خوله کې راکښلې او دی یې ورغورځولی دی.
د ځايي پولیسو مشر 'مې ساوري" اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي لوان چې څنګه د تمساحګانو احاطې ته ورلوېدلی، هغوی پرې برید کړی او ځای پر ځای یې وژلی دی.
ښاغلي ساوري زیاته کړې چې د دغه سړي پر ټول وجود د تمساح ګانو د خولو نښې وې او یو لاس یې ورک دی.
مخکې هم داسې شوي؟
په ۲۰۱۹ کال کې هم تمساحګانو د همدې سیمې په یوه ورته فارم کې یوه دوه کلنه ماشومه خوړلې وه.
دا ځای انګکور واټ مندر ته نږدې پروت دی، چې د تمساحګانو له کبله شهرت لري.
په دې سیمه کې د دغو ژویو ډېر فارمونه فعال دي.
د سویل ختیزې اسیا هېوادونو کې تمساحګانې د غوښې، هګیو او پوستکي لپاره پالل کېږي.
دا روانه میاشت نړۍ کې د تمساحګانو برید کې د انسانانو د وژل کېدو دویمه مالومه پېښه ده.
دغو ژویو د روانې مې میاشتې لومړیو کې په استرالیا کې یو ۶۵ کلن کب نیوونکی خوړلی و.
د هغه پاتې شوني د دوو سترو تمساحګانو په خیټه کې موندل شوي وو.