پر غزې بمبارۍ؛ حماس وايي، لږترلږه۱۱۰فلسطینيان وژل شوي
پر غزې بمبارۍ؛ حماس وايي، لږترلږه۱۱۰فلسطینيان وژل شوي
د خپرېدو وخت
غزه کې اسرائيلو درنې بمبارۍ کړې، او د حماس تر ادارې لاندې روغتيا چارواکي وايي هوايي ګوزارونو کې لږترلږه ۱۱۰ فلسطینيان وژل شوي.
د غزې روغتيا وزارت ويلي، دا ګوزارونه چې پرون پر جباليا کډوالو پنډغالي شوي، د استوګنې يوه ودانۍ په کې لګېدلې، چې کورنۍ په کې مېشتې وې.
بي بي سي لا نه ده توانېدلې، د دغو مرګونو د شمېر پخلی وکړي.
پر همدې مهال تېرو دوو مياشتو کې لومړی ځل بشري مرستي په مخامخ ډول د کرمک شالو بندر له لارې له اسرائيلو غزې ته ننوتې، خو هغه مرستې چې د رفح بندر له لارې له مصره ورتلې، خوړو ته د اړمنو فلسطينيانو له خوا لوټ شوې دي. د بی بي سي خبريالې لوسي وېليمسن پرې دار راپور رالېږلی:



