لکي مروت کې پر پولیسو برید؛ د پښتو ژبې یو مشهور شاعر هم وژل شوی

د خپرېدو وخت

د پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز وسله وال برید او ترې وروسته د ځايي پولیسو پر یوه ګاډي بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې. دغو بریدونو کې د لکي مروت سیمې پولیسو ادارې یو مشر (ډي اېس پي) په ګډون څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ ټي ټي پي وايي، دا بریدونه دوی کړي دي.

ځايي پولیس وايي، وسله والو لومړی د لکي مروت پر صدر پولیس مرکز د درنو او سپکو وسلو برید وکړ او پنځه پولیس سرتېري یې ټپیان کړل.

د پولیس چارواکو په وینا د پولیسو افسر اقبال مومند له سرتېرو سره د دې برید مخنیوي لپاره پر لار و چې ګاډی یې پر یوه ځای پر ځای شوي ماین برابر شو، دغه بمي چاودنه کې د اقبال مومند په ګډون څلور پولیس وژل شوي او موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو له لوري په خپاره شوي بیان کې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو نومونه اقبال مومند، وقار، علي مرجان او کرامت الله یاد شوي دي.

اقبال مومند څوک دی؟

په وژل شویو کسانو کې د پولیسو افسر اقبال مومند هم شته. نوموړی د پښتو ژبې مشهور شاعر و. د پېښور فرهنګي هڅو سمبالګر وايي هغه له ۱۹۷۶ کال راهسې شاعري کوله او د اخلاص په نوم د یوې ادبي ټولنې مشر هم و.

نوموړي د پښتنو سیمو د ټیکاو غوښتنې او امن لپاره ډېر کله غږ پورته کاوه او په خپلو شعرونو کې یې تاوتریخجن حالت غندل. د اقبال مومند په وژل کېدو د پښتونخوا او افغانستان لرو بر کې پراخه ویرنه شوې.

دعوامي نیشنل ګوند له لوري خپره شوې ویناپاڼه کې لکي مروت کې برید او د اقبال مومند وژل کېده غندلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر سید عالم محسود وايي " لکې مروت کې د پولېس ډې اېس پی اقبال مومند سره او نورو پولېس والو شهادت د پښتنو د نسل وژنې تسلسل دی رېاست کنګال دې ، د عدم استحکام ښکار دی خو د پشتون ، بلوچ نسل وژنې ته یې دوام ورکړی دی."

ګڼو نورو مخکښو سیاستوالو او لیکوالو د اقبال مومند پر مړینه د ویرنې ویناوې خپرې کړي، او پر خواله رسنیو کې یې پراخه ډول یاده شوې.

پاکستاني چارواکي وايي د روان زېږدیز کال اوږدو کې پر پاکستاني پولیسو او پوځيانو بریدونه ډېر شوي دي.

تېره جنورۍ کې د پېښور پولیسو مرکز کې د یوه ځانمرګي برید له کبله تر اتیا ډېر کسان ووژل شول او ورپسې په فبرورۍ کې د کراچۍ ښار پولیسو پر مرکزي دفتر برید کې هم مرګژوبله واوښته.

د پاکستاني طالبانو د غورځنګ او پاکستان حکومت ترمنځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پخلاینې له نامو خبرو وروسته پر پاکستاني ځواکونو د ډېرو بریدونو مسولیت ته ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ ټټر وهلی.

پاکستاني چارواکي افغان طالبان ملامتوي چې ګواکې له خاورې یې د پاکستان ضد ډلې کار اخلي او د دوی پر موخو بریدونه کوي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي" پاکستاني طالبان له کرښې هاخوا خپل ځایونه لري" هغو د افغانستان په خاوره کې فعالیت نه کوي، پاکستان باید خپلې ستونزې په خپل هیواد کې دننه حل کړي.