د طالبانو حکومت کې د لوړو زدکړو وزارت له پوهنتونونو د "حنفي فقهې خلاف" کتابونو راټولولو امر کړی

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتنه کړې چې له خپلو کتابتونونو هغه کتابونه چې د "حنفي فقهې" خلاف دي راټول کړي.

د لوړو زدکړو وزارت په دغه لیک کې چې د ليندۍ پر ۲۳ خپور شوی راغلي، "تاسو ته هدايت درکول کېږي چې د افغانستان په ټولو خصوصي تحصيلي بنسټونو کې چې څومره کتابخانې دي ټولې تصفيه کړئ."

لیک وايي "ټول هغه کتابونه چې د حنفي فقهې خلاف، سياسي او عقيدوي مشکلات رامنځته کوي له کتابخونو دې لېرې او پر ځای يې د نبوي سيرت کتابونه ځای پر ځای شي. "

دغه لیک چې د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد رياست مشر شکرالله وحدت لاسليک کړی، خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو ته سپارښتنه کوي چې د نويو کتابونو فهرست یا نوملړ دې له وړاندې دوی سره شريک کړي.

د لوړو زدکړو وزارت يوه وياند بي بي سي تائيد کړې چې خصوصي پوهنتونو ته یې دغه راز یو لیک استولی دی.

د غه لیک په داسې حال کې خپرېږي چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت کې د لوړو زدکړو وزير ندا محمد نديم په کونړ پوهنتون کې د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې "په افغانستان کې نور مذهبونه نشته، ټول افغانان د امام ابوحنيفه مذهب پيروي کوي. "

دا په داسې حال کې ده چې جعفري او اسماعيلي شيعه ګان د افغانستان د وګړو پام وړ برخه جوړوي او د دې تر څنګ مذهبي اقليتونه لکه سکهان او هندوان هم په افغانستان کې ژوند کوي.

د جعفري فقهې کتابونه او اثار د افغانستان په کتابتونونو او کتاب پلورنځیو کې په پراخه کچه، په ځانګړې توګه د دې هېواد په شیعه مېشتو سیمو کې موجود دي. په دې لیک کې دا وضاحت نشته چې د جعفری فقهې اړوند کتابونه به د لوړو زده کړو د موسسو او پوهنتونو په کتابتونو کې پاتې وي او که نه.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا دوه ورځې وړاندې افغانستان کې د اقلیتونو د وضعیت په ګډون د بشري حقونو د څرنګوالي او د افغان ښځو او نجونو پر کار او زدکړو د طالبانو د حکومت نه بدلېدونکي دريځ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړې د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډه کې پر شيعه ګانو بريدونه چې د داعش خراسان څانګې یې مسوولیت منلی له عمده اندېښنو ياد کړل او همدارنګه ديني مدرسو ته اوسمهال د ډېرو نجونو تګ چې د ښوونځیو تړل کېدو له امله يې ورته مخه کړې د اندېښنې وړ وبلل.

د طالبانو په کابینه کې یو شمېر سخت دریځو دیني عالمانو د ښځو د ټولنیز حضور د محدودولو لپاره تر ۵۰ ډېر فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې، چې ویل کېږي د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده مخامخ ملاتړ ورسره دی.

د امریکا ځانګړې استازې: پوهنتونونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز د طالبانو نظریه ده

تېر کال د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو او استادانو پر ورتګ بنديز ولګاوه چې په وينا يې تر امر ثاني پورې به د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې وي.

د ډسمبر پر ۲۱ مه د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو د بندیز د لومړۍ کلیزې په مناسبت د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، "د طالبانو دا تګلاره د افغانستان له کلتوره نه ده اخیستل شوې، بلکې دا د طالبانو ايډيالوژي ده. "

رينا اميري پر اېکس ليکلي، "يو کال وړاندې طالبانو پوهنتونو ته د افغان نجونو پر ورتګ بنديز ولګاوه، د هېواد نيمايي نفوس يې له خپلو هيلو او ټول هېواد له اقتصادي ثبات او راتلونکی نسل د پرمختګ له هيلو بې برخې کړل. "

خو د طالبانو حکومت وايي د نجونو او ښځو لپاره د زده کړو د زمینې له برابرولو وروسته به د پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ پرانستل شي.