تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې د طالبانو حکومت سفیر ومانه: مسکو او کابل د څه په لټه کې دي؟
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې، په مسکو کې د طالبانو حکومت د سفیر د منلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا خبره وکړه.
تر دې مخکې مسکو کې د طالبانو حکومت استازی د سرپرست یا شارژدافیر په کچه و.
روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې کابل کې سفارت بند نه کړ.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي بي سي ته تائید کړه، مولوي ګل حسن د مسکو لپاره د طالبانو حکومت سفیر په توګه معرفي شوی دی.
د یادونې ده، چې نوموړي مخکې په کوټه کې د افغانستان کونسلګرۍ د مشر په توګه دنده درلوده.
د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو نږدېوالی تر ډیپلوماټیکو راشو - درشو محدود نه دی. د طالبانو حکومت وړاندیز کړی چې له روسیې سره سوداګرۍ کې د روسیې او افغانستان پولي واحد یعني روبل او افغانۍ د ډالر پر ځای وکارول شي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ کلنۍ سوداګري نږدې درې سوه میلیونه ډالره ده.
دا شمېر د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان له سوداګرۍ په څو برابره کم دی، خو ښاغلي غزیزي ویلي، له روسیې به د نفتو محصولاتو واردات پام وړ زیات شي.
پر روسیه د لوېدیځ له بندیزونو سربېره افغانستان له دغه هېواده تېل او ګاز واردوي او د روسیې د غنمو یو مهم مارکېټ دی.
د مالي او بانکي چارو شنونکی ضیا شفايي چې د افغانستان بانکي سکتور کې د کار تجربه هم لري، پر دې باور دی چې روسیه ښايي له دغه وړاندیز سره هوکړه وکړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هغومره نه ده چې په افغانستان کې د ډالر کمښت جبران کړي او دا ډول کار ښايي د امریکا له غبرګون سره هم مخ شي.
د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وروستیو کې د روسیې د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته سفر کې هم په یوه اقتصادي ناسته کې ګډون وکړ او د مسکو او کابل ترمنځ پنځه سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
هغه دا هم وویل چې بېجینګ هم غواړي په سوداګرۍ کې پر ملي پیسو د راکړې ورکړې خبرې پیل کړي، د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالره ده.
د روسیې امنیتي اندېښنې لا هم پوره له منځه تللې نه دي
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو تېره اوونۍ د دغه هېواد د مهمو امنیتي چارواکو ناسته کې وویل، وروسته له هغه چې د روسیې سترې محکمې د"منع شويو او ترهګرو ډلو" له نوملړه د طالبانو د ایستلو حکم ورکړ، اوس له کابل سره د همکاریو پراخه زمینه برابره شوې ده.
په داسې حال چې د طالبانو حکومت له روسیې سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پام ډېر کړی، خو روسیه لا هم له افغانستانه امنتي اندېښنې لري.
د روسیې دفاع وزیر اندره بلوسوف ویلي چې له شلو ډېرې توندلارې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او شونې ده چې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ وکړي.
هغه د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د ټولیز امنیت تړون د دفاع وزیرانو غونډه کې زیاته کړه، "دا هره ډله له ۱۵ زرو ډېر وسلوال لري چې همسایه او تر هغه هاخوا هېوادونو ته یې احتمالي نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی."
روسیې له داعش سره د مبارزې لپاره د طالبانو حکومت ته د مرستې وړاندیز کړی دی، خو د کابل او مسکو ترمنځ د نظامي همکارۍ څرنګوالی او څومروالی لا روښانه نه دی.