د کرېکټ پخواني لوبډلمشران: پاکستان دې زندان کې د عمران خان 'مناسبه طبي درملنه' وکړي

    • Author, کیلي نیګ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کرېکټ د پخوانیو لوبډلمشرانو یوې ډلې، چې پکې د هند د کرېکټ افسانوي توپوهونکی سنیل ګواسکر او د انګلستان له تر ټولو اوږدې مودې لوبډلمشرانو سر الېسټر کوک هم دي، له پاکستانه غوښتي چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته دې د بند پر مهال مناسبه طبي پاملرنه یقیني کړي.

له کرېکټه سیاست ته رسېدلی عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د فساد په تورونو په زندان کې دی؛ هغه دغه تورونه ردوي.

۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو د پاکستان اوسني لومړي وزير شهباز شریف ته په یوه لیک کې اندېښنه څرګنده کړې چې ۷۳ کلن خان ته تېره اوونۍ په روغتون کې، چې د دولت له لوري ټاکل شوي طبي پلاوي معاینه کاوه، "یوازې څو ساعته" وخت ورکړل شو.

د عمران خان ګوند هم د حکومت پر ضد د سپکاوي عریضه ثبت کړې، ځکه حکومت هغه ته د خپلو شخصي ډاکټرانو د معاینې اجازه نه ورکوي؛ حال دا چې سترې محکمې ورته دا اجازه ورکړې ده.

پخوانیو لوبډلمشرانو په خپل لیک کې درې غوښتنې مطرح کړې دي:

  • د پاکستان د سترې محکمې تر څار لاندې د یوه طبي پلاوي له خوا د عمران خان بشپړه طبي معاینه؛ په دغه پلاوي کې دې د هغه شخصي ډاکټران هم شامل وي، په ځانګړي ډول د هغه د ښي سترګې د لید د کمېدو په اړه.
  • د محکمې د حکم له مخې دې د عمران خان کورنۍ ته هره اونۍ د هغه د لیدنې اجازه ورکړل شي، "پرته له خنډونو او اداري ځنډونو".
  • د طبي پلاوي له خوا سپارښتل شوې هر ډول درملنه دې "پرته له ځنډه" ترسره شي.

د استرالیا د پخواني لوبډلمشر ګریګ چپل په نوښت په لیک کې راغلي: "عمران خان ۷۳ کلن دی او اوس له درېیو کلونو ډېر وخت کېږي چې په بند کې دی."

په لیک کې زیاته شوې: "د هغه د قضیې په اړه له هر ډول حقوقي او سیاسي بحث پرته، دا چې د محکمې له خوا حکم شوې طبي پروسه په بشپړه توګه ترسره شي، زموږ په نظر، هېڅ لانجمنه غوښتنه نه ده؛ بلکې د انساني نزاکت یوه اساسي غوښتنه ده."

د لیک له نورو لاسلیک کوونکو د انګلستان مایکل اترټن، مایکل برلي، ناصر حسین، اندرو سټراس او ډېوېډ ګاور؛ د هند کپل دیو او دلیپ وینګسرکر او د استرالیا بیلنډا کلارک، اډم ګیلکریسټ، سټیو وا او کېم هیوز دي.

له دغو پخوانیو لوبډلمشرانو ۱۴ کسانو په فبرورۍ میاشت کې هم د عمران خان لپاره د "انساني چلن او مناسبې طبي پاملرنې" غوښتنه کړې وه.

د عمران خان وکیل هغه مهال ادعا کړې وه چې د زندان چارواکو د اقدام نه کولو له امله د هغه د ښي سترګې یوازې ۱۵ سلنه لید پاتې دی.

د دواړو لیکونو لاسلیک کوونکو ځانونه "پخواني همکاران او سیالان چې د کرکټ په میدان کې د جوړې شوې اړیکې له امله سره تړلي دي" بللي او ویلي یې دي چې دغه اړیکه "له هغو پولو او شخړو پورته ده چې ډېر ځله هېوادونه سره وېشي".

عمران خان، چې پخوا یې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان لومړی وزیر و.

هغه د ۲۰۲۳ کال په اګست کې زنداني شو او له ۱۰۰ په ډېرو قضیو کې له تورونو سره مخ شوی؛ په دغو تورونو کې د دولتي رازونو افشا کول او د دولتي ډالیو پلورل شامل دي. خان او د هغه ګوند، پاکستان تحریک انصاف، ټول دغه تورونه سیاسي انګېزه لرونکي بولي.

د هغه زنداني کېدو د پلویانو پراخ لاریونونه راوپارول، چې حکومت یې پر وړاندې سخت اقدامات وکړل.

د پاکستان سترې محکمې د سه‌شنبې په ورځ حکومت ته لارښوونه کړې وه چې عمران خان د معاینې لپاره یوه خصوصي روغتون ته ولېږدوي.

خو هغه د اسلام‌اباد په یوه دولتي روغتون کې ډاکټرانو معاینه کړ. ډاکټرانو هغه "له طبي پلوه روغ" وباله او وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو.