تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د احصايې ملي اداره وايي بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ بېرته په عادي ډول پیل شوې
افغانستان کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وايي د نویو تذکرو په تر لاسه کولو سره د الکترونیکي یا بریښنايي پېژندپاڼو د ویش لړۍ په عادي توګه بېرته پیل شوې ده.
افغانستان کې له شاوخوا دوه میاشتو راهېسې د بریښنايي تذکرو ویش ځنډیدلی و، دې ځنډ د خلکو اندېښنې او اعتراضونه رامنځته کړي وو.
یوه کوریايي شرکت یو میلیون او اوه سوه زره تذکرې د احصایې ادارې ته سپارلي. دا هغه شرکت دی چې د مخکني حکومت پر مهال هم ورسره د تذکرو د چاپ هوکړه شوې وه.
دا نوې پېژندپاڼې هم د افغانستان اسلامي جمهوریت په نوم چاپ شوې، خو ځینې واړه بدلونه په کې راغلي دي، لکه تذکره کې د ولسوالۍ نوم ور زیات شوی دی.
د طالبانو له نوې واکمنۍ ۱۵ میاشتې تېرې شوې خو حکومت یې لا هم د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی او پاسپورټ او افغانۍ هم د افغانستان اسلامي جمهوریت په نوم چاپېږي.
د احصایې ملي اداره وايي نوې تذکرې به د لسو کلونو لپاره د اعتبار وړ وي، خو مخکې د تذکرې د اعتبار موده محدوده نه وه.
د دې ادارې د مالوماتو له مخې هره تذکره یو نیم ډالر لګښت لري او پيسې یې د افغانستان بانک له لارې ورکول کېږي.
د دې ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي ټاکل شوې یو میلیون او درې سوه زره نورې تذکرې هم په نږدې راتلونکې کې له قطره افغانستان ته را ورسیږي.
تېرو څو اونیو کې د بېړنۍ اړتیا له مخې یوازې په کابل کې تذکرې ویشل کېدلې او په نورو ۳۳ ولایتونو کې یې توزیع بنده وه.
له بلې خوا د پاسپورټ ویش لا هم ځندیدلی.
تېره میاشت پاسپورټ ریاست وویل د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ ویش لړۍ د لنډ مهال لپاره بندوي.
د پاسپورت د ویش بندېدو ګڼ شمیر خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي، په تېره هغه کسان چې بهر ته د درملنې او یا زدکړې لپاره ځي.