د بریتانیا پارلمان کې د 'روانډا تړون' د کډوالۍ لایحه تصویب شوه

د خپرېدو وخت

د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي سوناک هغه بېړنۍ لایحه، چې رواندا ته د پنا غوښتونکو د استولو په اړه د هغه پلان ژوندی کوي د پارلمان له خوا تصویب شوه.

دغه لایحه، چې د بریتانیا د واکمن محافظه کار ګوند منځ کې یې ژور درز رامنځته کړی پارلمان کې د رایو په اکثریت (۳۰۱۳ موافقو او ۲۶۹ مخالفو رایو) تصویب شوه.

خو ددې لایحې کار دلته پای ته نه رسېږي او له نوي کال پیلېدو وروسته به بلې رایې اچونې ته هم وړاندې شي.

نن د ولسي جرګې په رایه اچونه کې روانډا د یوه "خوندي" هېواد په توګه وپېژندل شو.

د مسودې له خپرېدو وروسته د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک پر اېکس ولیکل،‌ چې له دې لایحې سره به "موږ خپلې پولې کنټرول کړو او د هغو کسانو مخه به ونیسو چې په انګلیس چینل کې دا خطرناک سفر کوي".

د هغه په وینا، "پارلمان باید پرېکړه وکړي چې دغه هېواد ته څوک راځي، نه د قاچاقبران".

دا بېړنی قانون د بریتانیا د حکومت د هغه پلان د بیا ژوندي کولو لپاره جوړه شوې وه چې له مخې یې روانډا ته ځینې پنا غوښتونکي استول کېږي.

د قانون دغه مسوده تېره اونۍ له هغه ورسته وپېژندل شوه، چې د بریتانیا سترې محکمې نومبر کې د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، د نړیوال قانون له مخې رواندا ته د پنا غوښتونکو استول ناقانونه دي.

دغه پلان د ښاغلي سوناک د حکومت لپاره یو مهم لومړیتوب دی.

دولت غواړي د هغو پنا غوښتونکو شمېر کم کړي، چې وړو کښتیو کې په ناقانونه توګه بریتانیا ته راځي .

د بریتانیا د حکومت د "ناقانونه کډوالۍ" قانون چې په تېر اوړي کې تصویب شو، له پیل څخه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

دغه قانون له قانوني ننګونو سره مخامخ شو او د پنا غوښتونکو لومړۍ ډله چې په کې ایرانیان او افغانان هم وو، له لومړۍ الوتنې راوګرځول شول.