'بېپولېډاکټران'؛ لا هم افغانان له روغتیايي محدودیتونو سره مخامخ دي

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi
د بې پولو ډاکترانو ټولنه "اېماېساېف" وايي هیلې دا وې چې افغانستان کې به د جګړې له پای ته رسېدو سره روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې خنډونه کم شي، خو اوس هم افغانان په دې برخه کې له محدویتونو او اندېښنو سره مخامخ دي.
دغې ټولنې افغانستان اوس مهال په نړۍ کې د بشري بېړني حالت له پلوه تر ټولو ډېر پېچلی هېواد بللی او وايي چې افغانان د بېلابېلو دلایلو له امله هغسې چې ښايي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، خو طالب چارواکي د "اېماېساېف" په تاره خپور شوي رپوټ کې شوې ادعاوې ردوي او وايي دوی تېر یو کال کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لري.
په ورته حال کې د روغتیا نړیوال سازمان په روان میلادي کال کې په خوارځواکۍ د ګڼو افغان ماشومانو او ښځو د اخته کېدو خبرداری ورکړی دی.
"اېماېساېف" په (افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې پرله پسې خنډونو) تر عنوان لاندې رپوټ کې لیکي، له څلورو لسیزو جګړو، طبعي اپتونو او د کوویډ- ۱۹ په ګډون څو وباګانو وروسته افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او داسې برېښي چې دا بحران به هېڅکله پای ونه مومي.

د عکس سرچینه، Andrew Quilty
"اېماېساېف" وايي افغانستان کې د طالبانو له بیا وکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو بندېدو او امریکا کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو هم دا هېواد چې تر ډېر پر بهرنیو مرستو تکیه و له ننګونو سره مخامخ کړی او همدې ننګونو بیا د افغانستان روغتیايي سیستم چې له مخکې نه هم پیاوړی نه و لا کمزوری کړی دی.
خو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دا خبره ردوي او وايي چې روغتیايي خدمات یې د تېر پرتله څو برابره ښه کړي دي.
د بي پولو داکټرانو رپوټ کاږي چې د پراخې کچې بې روزګارۍ له امله هم افغانان نه شي کولای چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.
دوی د بېلګې په توګه د ماشوم د زیږون پرمهال د میندو مړینه یاده کړې او وايي د زیږون پرمهال د میندو د مړینو ګراف اوس هم په نړیواله کچه لوړه دی.

د عکس سرچینه، MSF
د بي پولو ډاکټرانو ټولنې په افغانستان کې د ماشومان ترمنځ د شري او خوارځواکۍ پېښو ته هم اشاره کړې او وايي چې په شري او خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په روان ۲۰۲۳ کال به په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته شي او له دې ډلې به ۱۲۵ زره ماشومان له جدي ستونزو سره مخامخ وي.
د یاد سازمان د افغانستان څانګې په یوه ټویټ کې ویلي چې څه باندې ۲،۳ میلیونه نور افغان ماشومان ښايي له منځنۍ خوارځواکۍ سره مخامخ شي او سربېره پر دې به ۸۴۰ زره میندواره او شیدې ورکوونکې میندې هم په روان زیږدیز کال کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.





















