افغانستان کې د امو سېند پر غاړه مېشت خلک له ناورین سره مخامخېدونکي دي

امو سېند

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د امو سېند پر غاړه د پنځو ولایتونو اوسېدونکو خبرداری ورکړی، چې د را روان کال پسرلي کې ددغه سېند له مستېدو او څپانده کېدو سره به زرګونه کورنۍ بې کوره او سېند به لسګونه زره جرېبه ځمکه له ځان سره ډوبه کړي.

د افغانستان خوا ته د امو سېند د غاړو نه تحکیمات یا د استنادي دېوال د نشتوالي له کبله دغه سېند هر کال په پرله پسې توګه کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړوي .

په پسرلي کې ددغه سېند له مستېدو سره د څلور ولایتونو بدخشان، تخار، کندوز، بلخ او جوزجان، چې د آمو سېند څنډه کې پراته دي د اوسېدونکو ژوند او د عاید یوازېنۍ سرچینه کرنیزې ځمکې ګواښي .

دغه سېند له افغانستان سره د دریو ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ۱۲۰۰ کیلومتره ګډه پوله جوړوي، چې په پسرلي کې، ددغه سېند د اوبو د سطحې له لوړوالي سره ځواکمنې څپې پیلېږي او د افغانستان لوري ته د سېند څنډې ویجاړوي .

محمد نعیم یو له هغو سلګونو کسانو دی چې کور یې د تخار ولایت درقد ولسوالۍ کې د امو سېند مستو څپو ویجاړ کړی.

دی اندېښنه ښيي که د امو سېند د څنډو تحکیمات و نه شي نو وېره یې دا ده، په هغه کور کې، چې اوس له څلورو نورو کورنیو سره یو ځای اوسېږي په پسرلي کې د سېند له مستېدو سره د ده د کور په ګډون سلګونه کورونه له ځان سره ډوب کړي .

امو سېند

د عکس سرچینه، Getty Images

د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې يو شمېر کورنۍ له درې تر څلورو ځلو له يوه ځايه نه بل ځاى ته کوچېدلې دي .

ښاغلی نعیم وایې "درقد ولسوالي د دو سېندونو منځ کې ده، چې یو خوا ته یې د تاجکستان سېند او بل خوا ته یې آمو دی، چې ددغه سېندونو د څپو له کبله درقد ولسوالي سخته اغېزمنه شوې ده، ځکه دغو سېندونو د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه له ځان سره ډوب کړي او خلک یې پر بیابان ژوند کوي".

نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي، چې په دې ولسوالۍ کې د دواړو سېندونو غاړې پخې کړي، چې د نورو زیانونو مخه ونیول شي .

د درقد یو بل اوسېدونکی سید اکبر زیارمل وايي، پخوا به د درقد ولسوالۍ ناامنه بلل کېده، اوس دا بهانه نشي کېدای، ځکه نو د دې ولسوالۍ خلک د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې په دې ولسوالۍ کې د امو سېند څنډيې پخې (استنادي) دېوال جوړولو لپاره ګام واخلي .

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان، تخار، کندوز او د افغانستان په شمال کې د بلخ او جوزجان ولایتونو د ولسوالیو د اوسېدونکو له پرله پسې شکایتونو وروسته، چې د امو سېند د څنډو په اوږدو کې مېشت دي، اوس د طالبانو حکومت ددې ستونزې د ارزونې په موخه یو پلاوی ټاکلی دی.

خلک له ناورین سره مخ دي

امو سېند

د عکس سرچینه، Getty Images

امو سېند

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه پلاوي چې د یادو ولايتونو بېلابېلو ولسواليو ته تللی، وايي ددې سیمو خلک له یوه ناورين سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري چې د دغه پلاوي مشري یې کوله، وايي وېره شته چې په زرګونه نورې کورنۍ هم له دغو ولسوالیو بې ځایه شي.

"هري سیمې ته چې موږ تللي یو د هغه سیمې لسګونه کلي، کورونه، ښوونځې، مدرسې او سپېڅلي ځایونه لکه جوماتونه د امو سېند له ځان سره ډوب کړي دي او خلک یې هم بې کوره شوي دي، ان داسې سیمو ته ولاړو، چې د سېند اوبو د خلکو کورونه له ځان سره وړي او اوسېدونکي یې په رېګونو کې تر شنه اسمان لاندې اوسي، د څښاک لپاره اوبه نه لري، د اوسېدو لپاره ځان نه لري، لاره او روغتیایي مرکز نشته او له بېلابیلو ستونزو سره مخ دي".

د طالبانو حکومتي پلاوی وايي، چې په څلورو ولایتونو کې یې د امو سېند د غاړو د ویجاړۍ په اړه تر څېړنې وروسته د نورې ویجاړتیا د مخنیوي او د سېند د څنډو د تحکیماتو لپاره د شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ د لګښت اټکل کړی دی.

خو د طالبانو د دغه پلاوي په وینا، د مالي سرچینو د کمښت له امله اوس مهال د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا یوازې دوه میلیارده افغانۍ بېړنۍ بودیجه د امو سېند د غاړو د پخولو (استنادي دېوال) جوړولو لپاره ځانګړې کړې، هغه ولسوالۍ، چې په پسرلي کې د امو سېند د څپانده کېدو له امله اغېزمنېږي د نورو ویجاړیو مخنیوی په کې وشي.

د طالبانو د حکومت چارواکو له کورنيو او نړيوالو مرستندويه موسسو هم غوښتي چې د دې ستونزې د حل لپاره له ځايي خلکو سره همکاري وکړي، هغه غږ چې په تېرو لسو لسيزو کې کم اورېدل شوى او ورته پاملرنه کمه شوې ده.

دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.

د ‍پوسټ YouTube پای