تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکرایین چارواکي: د روسیې بریدونو کیېف کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي
- Author, کېرس ګراهام
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د اوکرایین سیمه ییزو چارواکو ویلي، د روسیې د بالستیک توغندیو بریدونو له کبله د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.
د دې هېواد د بېړنیو حالاتو دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې ورځې سهار په برید کې ۲۸ نور کسان هم ټپیان شوي دي.
مسکو په دې وروستیو کې پر کیېف د بالستیک توغندیو خونړي بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زيلېنسکي ویلي، د دغو توغندیو د شنډولو لپاره د توغندیو ضد سیستمونو ته بېړنۍ اړتیا ده.
دا بریدونه دوه ورځې وروسته له هغه وشول، چې د روسیې یو شکمن کروز توغندی د اوکرایین پر ضد د پراخو بریدونو پر مهال د پولنډ په خاوره کې ولوېد. په هغو بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان، چې د یوې کورنۍ شپږ غړي هم پکې شامل وو، وژل شوي وو.
د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل، چې د شنبې په ورځ پلازمېنه د بالستیک توغندیو تر برید لاندې راغله. د فرانس پرېس خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، له لسو څخه زیاتې چاودنې اورېدل شوې.
د ښار په بېلابېلو برخو کې اورونه لګېدلي او په ځینو سیمو کې د برېښنا پرې کېدو راپورونه هم ورکړل شوي.
کلیچکو ويلي، چې د شېوېنکیفسکي ولسوالۍ یوه استوګنیزه ودانۍ یوه برید کې ویجاړه شوې او یو شمېر کسان پکې بند پاتې دي.
د بېړنیو خدماتو ادارې ويلي، د دارنېتسکي ولسوالۍ په یوه برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
د دوی په وینا ۱۴ نور کسان، چې دوه ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.
چارواکو ويلي، چې د سولومیانسکي ولسوالۍ په یوه پنځه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ کې، چې یوه برخه یې ویجاړه شوې، دوه کسان وژل شوي او اته نور، چې دوه ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، یو توغندی د لیتوانیا سفارت ته نږدې ولګېد، چې له امله یې د سفارت کړکۍ ماتې شوې او د چاودنې ټوټې د سفارت په انګړ کې خورې شوې.
دا برید څو ورځې وروسته له هغه شوی، چې ولسمشر زيلېنسکي د روانې اوونۍ په پیل کې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ولیدل، څو له متحده ایالات غواړي، چې اوکرایین ته د پاتریوټ توغندیو ضد سیستم د تولید جواز ورکړي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په کمپ ډېوېډ کې د کابینې د غونډې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې امریکا لا تر اوسه له اوکرایین سره د پاتریوټ توغندیو د تولید موافقه نه ده کړې، خو خبرې اترې لا هم روانې دي.
هغه وویل، متحده ایالات باید "ډېر احتیاط وکړي، چې چا ته د دغو توغندیو د جوړولو اجازه ورکوي."
ټرمپ د امریکا د پرمختللو وسلو د ټکنالوژۍ د شریکولو په اړه خپلې اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې دا "یو ډېر لوی ګام" دی.
د پاتریوټ توغندیو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې څو اوونۍ وروسته له هغې مخې ته راغلې، چې هغه اوکرایین ته د دغو توغندیو د تولید حق ورکولو وړاندیز کړی و.
له هغه راهیسې، چې روسیې خپل هوايي بریدونه زیات کړي، د اوکرایین د پاتریوټ دفاعي سیستمونو زېرمې کمې شوې دي.
دا مهال پاتریوټ یوازینی دفاعي سیستم دی، چې د اوکرایین په وسلواله زېرمه کې د بالستیک توغندیو د شنډولو وړتیا لري.
ټرمپ وویل، "زه فکر نه کوم، چې دا به کله وشي، خو پوهېږئ، کله چې تاسې چا ته دا ټکنالوژي ورکوئ، ښايي یوه ورځ هماغه کسان ستاسې پر ضد یې وکاروي. "
زېلېنسکي د جمعې په ورځ پر ایکس (X) ټولنیزه شبکه ليکلي، چې له ټرمپ سره د لیدنې وروسته یې د امریکا له مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره هم "ښې" ټیلیفوني خبرې کړې دي.
زېلېنسکي لیکلي و: "تر هغه چې د روسیې هوايي بریدونه زموږ پر هېواد بېدرېغه دوام لري، هوايي دفاع، په ځانګړې توګه د بالستیک توغندیو پر ضد د پاتریوټ شنډوونکي توغندي، زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب دی. "
بل لور ته، اوکرایین هم په وروستیو میاشتو کې خپل غچ اخیستونکي بریدونه زیات کړي دي، چې پکې د روسیې تر ټولو لوی انلاین پرچون پلورونکي شرکت وېل بېرس پر څو ګودامونو بریدونه هم شامل دي.
کیېف وایي، هغه لوژستیکي مرکزونو په نښه کوي، چې روسیان ترې پوځي تجهیزات اخلي، او غواړي د روسیې پوځ ته د اکمالاتو بهیر ګډوډ کړي.