د پاکستان کورنیو چارو وزیر: "ترهګرو" سره هېڅ راز مذاکرات نه کوو، د افغانستان پر "مداخلې" یې له حکومت سره غږېږو

د عکس سرچینه، Getty Images
تر هغه وروسته چې پاکستاني طالبانو پر واکمنو مسلم لیګ (ن) او پيپلز ګوندونو د بریدونو ګواښ کړی، د کورنیو چارو وزیر وايي، له "ترهګرو" سره هېڅ ډول مذاکرات نه کوي.
رانا ثناالله ویلي، د جمعې او دوشنبې په ورځو د ملي امنیت په کېدونکې غونډه کې سیاسي او پوځي مشرانو پرېکړه کړې چې له "ترهګرو" ډلو سره به هېڅ راز خبرې او مذاکرات نه کېږي او پر ضد به یې د "نه زغملو" تګلاره غوره کېږي.
خو ده ویلي چې که طالبان وسلې پر ځمکه کېږدي نو خبرې به ورسره وکړي.
رانا ثناالله همدا راز ویلي، د "ترهګرو" پر وړاندې د ګټورې مبارزې لپاره مرکزي رول او واک د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې یا سي.ټي.ډي ته ورکړل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، پر پالمان د برید دوه اخطار ورکوونکي او د "ترهګرو" یوه شبکه یې نیولې ده. دی وايي، په وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې تر ټولو ډېرې ۶۷ سلنه، بلوچستان کې ۳۱ او پنجاب او سېند کې یو سلنه پېښې شوې دي.
له افغانستانه مداخله؟
په اسلام اباد کې خبري کنفراس ته په وینا کې ښاغلي ثناالله یو ځل بیا افغانستان ته اشاره وکړه او ویې ویل، "له افغانستانه چې کومه مداخله کېږي" پر هغې به د طالبانو حکومت سره خبرې وشي.
د یادولو ده چې په تېرو څو ورځو کې د رانا ثناالله په ګډون بېلا بېل پاکستاني چارواکي هلته د روانې ناامنۍ ملامتیا پر افغانستان وراچوي او تور پورې کوي چې ګواکې پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې پټنځي ورکول کېږي او وروسته په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو د طالبانو حکومت چارواکو یې په ځواب کې توند غبرګون ښکاره کړی، د دوی ادعا یې رد کړې او ترې غوښتي یې دي چې له داسې "بې بنسټه" خبرو ډډه وکړي او "ښه ګاونډي توب" ورسره وپالي.
پر واکمنو ګوندونو د بریدونو ګواښ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا تازه څرګندونې داسې مهال کوي چې پاکستاني طالبانو پر دغه هېواد دوو لویو واکمنو ګوندونو مسلم لیګ ن او پيپلز پارټي باندې د بریدونو ګواښ کړی دی.
ټي.ټي.پي په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې له دې وروسته به دغه ګوندونه د دوی له بریدونو خوندي نه وي او پر وړاندې به یې "ځانګړي ګامونه" اخلي.
د پاکستاني طالبانو تحریک وایې له ډېره وخته یې د هېڅ سیاسي ګوند پر وړاندې کوم ګام نه دی پورته کړی، خو وایې نه پوهېږي چې له "بده مرغه امریکا" د دوی په مشرانو څه ډول جادو کړې ده.
د دوی اشاره ظاهرا د پیپلز ګوند د مشر او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری څرګندونو ته ده ،چې نوموړی په ښکاره د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی.
دارنګه په وینا پاڼه کې د پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف خبرو ته هم ګوته نیولې چې ګواکي د امریکا د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره یې ټول ګوند د پاکستاني طالبانو پر وړاندې جګړیزو تبلغاتو ته هڅولی دی.
پاکستاني طالبان وایې، اوس په هغه ځانګړو ګامونو او کارونو فکر کوي، څو هغه خنډونه چې د دولت له خوا په دوی تحمیل شوي له مخې لرې کړي.
د پاکستاني طالبانو تحریک له خلکو غوښتي چې د دغو ګوندونو له مشرانو لرې و اوسي، چې د "دوی په بریدونو کې زیان ورته ونه رسیږي."






















