د لوېدیزې غاړې جنین پنډغالي‌ کې د اسرائیلو عملیات؛ ۸ فلسطینیان وژل شوي ۵۰ ټپيان دي

د خپرېدو وخت

اسراییلي ځواکونو د لوېدیزې غاړې شمال ته په جنین پنډغالي‌ کې د فلسطیني وسله والو خلاف پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.‌

رپوټونو کې راغلي چې د اسراییلي ځواکونو دغه عملیات له څو هوايي بریدونو سره پیل شول.‌

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري‌ چې د ملکي استوګنې له سیمې لوګي پورته کېږي.

ځايي اوسېدونکو بي‌بي‌سي ته ویلي چې تر هوايي بریدونو وروسته د اسراییلي ځواکونو پوځي ګاډي له څو خواو جنین پنډغالي ته ورننوتل.

د اسرائیلو د پوځ د یوه جګپوړي افسر په وینا، د دوی پوځ د جنین د کډوالو کمپ د نیولو یا د اوږدې مودې لپاره په سیمه کې د پاتې کېدو "هیڅ نیت" نه لري.

افسر وايي، اسرائیلي ځواکونه دا مهال د جنین په کمپ کې دي او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره په جوړو شویو سیمو کې د جګړې لپاره د "ځانګړو جنګي تخنیکونو" په کارولو سره "د دقیقو استخباراتو پر بنسټ بریدونه" کوي.

ياد افسر زیاتوي، تر اوسه پورې اسرائیلي ځواکونو له ۱۵ تر ۲۰ پورې کسان نیولي او په څو هوايي بریدونو کې یې "ترهګر، وسلې، چاودېدونکي توکي او زیربناوې" په نښه کړي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې په دغو عملیات کې لږترلږه ۸ فلسطینیان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات جنین پنډغالي کې د "ترهګریزو بېخ بناو" خلاف پیل شوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې "ترهګر چې له جنین پنډغالي پر ملکيانو د برید لپاره د پټنځي په توګه ګټه اخلي، موږ به غلي به پاتې نه شوو."

فلسطیني وسله والو هم تر وروستۍ سلګۍ د مقاومت خبره کړې.

د جنین غونډ چې د فلسطین د فتحې، حماس او اسلامي جهاد ډلې وسله وال پکې راټول دي ویلي "موږ به تر وروستۍ سلګۍ او مرمۍ پورې د اشغالګرو ځواکونو خلاف جګړه وکړو."

دوی دا هم ویلي چې د ټولو ډلو او پوځي تشکیلاتو غړي یې یو موټی دي او په ګډه کار کوي.

رپوټونو کې ویل شوي چې په لسګونو مخ پټي وسله وال فلسطینیان د جنین کمپ څنډو کې ځای پر ځای شوي دي.دا روان کال څوم ځل دی چې اسراییلي ځواکونه دغلته د فلسطینې وسله والو خلاف عملیات کوي.

تېره میاشت جنین پنډغالي‌کې په ورته عملیاتو کې لږترلږه ۶ فلسطینیان وژل شوي وو.

د اسراییلو پوځ دغو عملیاتو کې له کلونو وروسته لومړی ځل لویدیزه غاړه کې هوايي‌ ځواک هم وکاراوه.‌

د دغو عملیاتو پر مهال نښتو کې د اسراییلو پوځ او پولیسو اووه سرتېري هم ټپي شوي وو.