د هوټل خونه، زهرجن چای او شپږ مړي: مرموزه پېښه چې پخپله وژونکی هم پکې وژل شوی

د عکس سرچینه، ROYAL THAI POLICE
د تایلنډ د پلازمېنې بنکاک په یوه لوکس هوټل کې کارکوونکو د سېشنبې پر ورځ شپږ جسدونه موندلي.
دا پېښه مرموزه ځکه وه، چې د هوټل د خونې دروازه له دننه خوا تړل شوې وه. کوټه کې پر مېز باندې خواړه ایښي، خو لاس نه و وروړل شوی او پر جسدونو د ټپ نښې هم نه وې.
څېړونکي وايي، چې پر مرینه یې ۲۴ ساعته اوښتي دي.
د مړو له موندلو وروسته ډول ډول ګنګوسې خپرې او په ځايي ورځپاڼو کې داسې رپوټونه هم خپاره شول، چې ګواکې دغه کسان په ډزو وژل شوي دي.
خو پولیسو دا رپوټونه رد کړل.
دا پېښه دومره بحث پاروونکې وه، چې د هېواد لومړی وزیر پخپله هوټل ته لاړ او د سملاسي څېړنو امر یې وکړ.
هغه وویل، دا شخصي موضوع ده او په "ملي امنیت پورې څه تړاو نه لري".
اوس پولیس وايي، چې د دغو مرموزو مړینو معما حل شوې ده.
د دوی په وینا، د دغو شپږو کسانو د وژلو مسوول پخپله په وژل شویو کې یو کس دی، چې ټول یې د زهرو په وسیله وژلي دي.
پولیسو د دې وژنې لامل 'پور' بللی.

د عکس سرچینه، ROYAL THAI POLICE
د چارواکو په وینا، دوو نارینهو په میلیونونو ټاېلینډي پېسې له همدې ډلې یوې مېرمنې ته د پانګونې لپاره د پور په ډول ورکړې وې.
دا شاوخوا دوه لکه او اتيا زره ډالره کېږي.
د چارشنبې پر ورځ د بنکاک د پولیسو مرستیال یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې شپږ کسان د شنبې او یکشنبې پر ورځو هوټل ته رسېدلي او ټولې پنځه کوټې نیولې وې.
تمه دا وه چې دوی ټول باید د دوشنبې پر ورځ بېرته وتلي وای خو داسې ونه شول.
په وژل شویو کې څلور د ویتنام اتباع او دوه په کې ښځه او مېړه دي.
ویل کېږي، چې دوه تنه یې د امریکا تابعیت لري.
د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پېښې څرنګوالی ارزوي او د دې هېواد د فدرالي څېړنو اداره "ایف بي ای" له ټاېلینډي چارواکو سره په څېړونو کې مرسته کوي.
د پولیسو په وینا، دغه کسان د دوشنبې پر ورځ له هوټله تر وتلو یا 'چک اوټ' مخکې، د پنځم پلور په یوه خونه کې سره راټول شوي وو.
له همدې خونې د خوړو او چایو فرمایش ورکړ شوی و.
د هوټل کارکوونکي وايي، دوی چې دوه بجې خواړه او چای وروړل هغه مهال خونه کې یوازې یوه مېرمن موجوده وه.
د پولیسو په وینا، د هوټل خدمې چې کله د چایو پیاله یوې مېرمنې ته وړاندې کړې وه، هغې یې له څښکلو انکار کړی و.

د عکس سرچینه، ROYAL THAI POLICE
خدمه وايي: "ښځه له رواني اړخه ښه نه برېښېده اوډېرې کمې خبرې یې کولې."
کله چې خدمه له دې خونې وتلې، نو پاتې کسان یو په یو ورغلي دي.
پولیس وايي، له وژل شویو کسانو پرته خونې ته د بل چا د دننه کېدو نښې نه دي موندل شوې.
د پولیسو په وینا، په خونه کې د جبري ننوتلو، غلا یا کومې فزیکي جګړې نښې نښانې نه وې.
وروسته پلټنو کې دا معلومه شوې چې د چایو په پیالو کې د ساینایډ زهر و.
د پولیسو لخوا په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي، چې په کوټه کې په میز باندې خواړه پراته وو خو چا لاس نه و ور وړی.





















