د افغانستان روغتیايي سیستم څنګه ښه کېدای شي؟

د ویډیو تشریح، د افغانستان روغتیايي سیستم څنګه ښه کېدای شي؟
د افغانستان روغتیايي سیستم څنګه ښه کېدای شي؟
د خپرېدو وخت

په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان کمزوری روغتیايي سیستم د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار د ادراې په وینا،‌ پرځېدو ته نژدې شوی دی.

له هغه راهیسې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، په نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو کې د پام وړ کموالي او پر دې ډلې لګېدلو بندیزونو د افغانستان روغتيايي سیستم سخت وځپه.

د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او زدکړو بندیز د ډېرو په اند د روغتیايي سیستم ملا ورماته کړې ده.

د افغانستان د روغتیا پخوانی سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح یې راته تشرېح کوي چې د افغانستان روغتیايي سیستم څنګه ښه کېدای شي؟