د طالبانو حکومت دفاع وزارت: پاکسان کې مو پر ځینو هدفونو د ډرون بریدونه کړي

د طالبانو حکومت دفاع وزارت: پاکسان کې مو پر ځینو هدفونو د ډرون بریدونه کړي
د خپرېدو وخت

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت یو ځل بیا په پاکستان کې د ځینو هدفونو د په نښه کولو لپاره له هغو ځانمرګو ډرون الوتکو څخه کار اخیستی، چې د مارچ په میاشت کې یې هم پر دغه هېواد کارولې وې.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دوی هوايي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د "داعش" اړوند پر څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه یوه "ابتدایي ډرون الوتکه" د پاکستان هوايي حریم ته له ننوتلو سملاسي وروسته کشف او راغورځول شوې ده.

خو بي بي سي ته رسېدلې ځینې ویډیوګانې ښيي چې د طالبانو له لوري توغول شویو ځانمرګي ډرون الوتکې په یوه سیمه کې ویجاړۍ رامنځته کړې ده.