'هغوی دروازه نه پرانیستله' - پر ایران د اسرائیل تر ټولو وژونکی برید

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

مطهره ګونې د اسرائیل د برید پر وخت د ایون زندان په یوه کوټه کې زنداني وه، هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "زما لپاره هغه شېبه دوزخ ته ورته نه وه چې اسرائیل برید وکړ؛ دوزخ ته ورته هغه وخت شوه چې دوی زموږ د کوټې دروازه نه پرانیستله."

ګوني لس ورځې دمخه د هغې په X اکاونټ (پخوانی ټوېټر) کې د ایران پر حکومت د نیوکې کولو وروسته ونیول شوه.

د جون پر ۲۳مه چې د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروستۍ ورځې وې، اسرائیل د ایران تر ټولو بدنام زندان 'ایون' په نښه کړ.

د سپوږمکۍ انځورونه، د عیني شاهدانو خبرې او تایید شوې ویډیوګانې چې د بي‌بي‌سي فارسي څانګې ترلاسه کړي، د برید او وژل شویو کسانو په اړه نوې جزئیات څرګندوي.

بي‌بي‌سي فارسي د درېیو قربانیانو پېژندګلوي او د هغوی د وژل کېدو حالت له کورنیو سره له مرکې وروسته په خپلواکه توګه تایید کړي دی چې په هغوی کې یو ایراني‌اصله امریکایی بندي هم شامل و.

ایراني چارواکو تر دې دمه یوازې د زندان د وژل شویو کارکوونکو د نومونو او پېژنګلویو په اړه معلومات خپاره کړې دي.

د سترې کچې په دغه امنیتي کمپلکس کې په تېرو۵۰ کالونو کې د انقلاب وړاندې او هم اوسني نظام په دې زندان کې په زرګونو سیاسي زندانیان ساتلي دي. دغه زندان د تهران په شمالي څنډه کې دی.

د جون په هغه ورځ د ایون زندان د ملکي تلفاتو له پلوه د ایران په خاوره کې د اسرائیلو ترټولو وژونکی برید ځای شو.

ایراني چارواکي وایي، په دغه برید کې ۸۰ کسان وژل شوي چې د زندان کارکوونکي، بندیان، روغتیايي کارکوونکي، مېلمانه او د نږدې سیمو اوسېدونکي په کې شامل دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ (Human Rights Watch) د اګسټ په ۱۴مه په یوه راپور کې پر ایون زندان د اسرائیل بریودونه ښکاره جنګي جرم بللی و.

خو د اسرائیلو پوځ بیا وویل، پر ایون زندان برید ځکه شوی چې: "دا ځای د اسرائیل پر ضد د استخباراتي عملیاتو لپاره کارېده."

'په ګډوډۍ کې بندیانو د زندان له ساتونکو سره مرسته وکړه'

مطهره ګونې هغه شېبه یادوي چې چاودنو ټول زندان ولړزاوه:

"کله چې مې درېیمه چاودنه واورېده، ډاډه شوم چې نور د خلاصون لار نشته. ما په ټول زور دروازه وهله خو نه پرانیستل کېده. له ځانه سره مې وویل: "دا ستا د ژوند پای دی، الله په امان ووایه."

د جولای پر ۱۵مه، مطهره ګونې د لنډ مهال لپاره په ضمانت خوشې شوه.

کله چې یو بل بندي د مطهره ګونې د کوټې دروازه خلاصه کړه، هغه په زوره د غلیظ او ساه بندوونکي لوګي منځ ته ورغورځېده. ګونې وایي د زندان ساتونکو په لومړي سر کې هڅه کوله چې بندیان تېښتېدو ته پرېنږدي او ځینو پلټونکو خو هغوی ته ګواښونه هم کول.

خو په دغه ویرونکي حالت کې زندانیانو د زندان له ساتونکو سره مرسته وکړه، یوه وېرېدلې ښځینه افسره یې ارامه کړه. یو افسر چې په ژړا و، د هغه ټپونه یې وتړل.

له بل بلاک نور بندیان د زندان کلینیک ته ورغلل، هلته له بند پاتې ډاکټرانو او نرسانو سره یې مرسته یې وکړه.

سعیده مکرم چې د ایون زندان یوه ډاکټره ده او په برید کې سخته ټپي شوې وه، وروسته پر یې انسټګرام ولیکل: "هماغه زندانیان چې ما یې درملنه کوله، نن یې زما ژوند وژغوره."

یوې بلې ښځې چې په ایون کې بندي وه، د خپل خوندیتوب د ویرې له امله یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې، بي بي سي ته یې د برید کیسه داسې بیان کړه:

"لومړی پرلپسې څو چاودنې وشوې، تر دوو دقیقو مو د چادونو غږونه اورېدل. موږ په لومړي سر کې پر خپلو بسترو پاتې شو. وروسته مو کالي واغوستل او ټولو ګډه مرسته وکړه چې زړې ښځې ښکته کړو. له زندان هېڅوک موږ ته د مرستې لپاره رانغلل، مرسته خو لا څه چې ان دروازه یې راپسې وتړله او ویل یې تاسو نه شئ وتلی."

د برید کچه

د بي‌بي‌سي څېړنې ښيي چې اسرائیل د شپږو توغندیو په وسیله ایون زندان په نښه کړی او لږ تر لږه د امنیتي کمپلکس ۲۸ ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.

بي‌بي‌سي فارسي د سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ په ایون زندان کې شپږ ځایونه مشخص کړي چې ډېر امکان لري د برید هدف ګرځېدلي وي.

د ایران چارواکي وایي په برید کې ۸۰ کسان وژل شوي دي، ۴۲ یې د زندان کارکوونکي او پنځه یې بندیان وو. د دوی نومونه لا هم نه دي خپاره شوي.

بي‌بي‌سي فارسي تایید کړې چې مسعود بهبهاني چې ایراني‌اصله امریکایی دی، د مالي جرمونو په تور بندي و، په وژل شویو کې شامل و.

د هغه د مرګ په اړه یې کورنۍ ته د ایران د زندانونو ادارې بېلابېلې کیسې کړې دي. کورنۍ ته یې ویل شوي، یا خو د برید پر مهال لوېدلی او زړه یې درېدلی، یا د وتلو پر وخت حمله ورباندې راغلې او پر وخت یې درملنه نه ده شوې او مړ شوی دی.

په وژل شویو کې درې کسان چې بي‌بي‌سي یې هویت تایید کړی، اروین محمدي، مهرانګېز ایمانپور او مسعود بهبهاني شامل دي.

۳۷کلن اروین محمدي چې د خپل پلار د موقتي خوشې کېدو د ضمانت پروسه پر مخ وړله، د ادارې په ودانۍ کې ووژل شو.

۶۱کلنه مهرانګېز ایمانپور مشهوره هنرمنده او رسامه وه چې کور یې د ایون زندان ته نږدې و. د هغې پخواني مېړه رضا خندان مهابادې بي‌بي‌سي ته وویل چې ایمانپور د زندان د غونډو تالار تر څنګ د چاودنې پرمهال وژل شوې او د چاودنې د زور له امله یې جسد له زندانه دباندې موندل شوی.

نور وژل شوي، د یو کلن ماشوم مور چې یو خیریه کارکوونکی او د زندانیانو د خوشې کېدو چارې یې کولې، پنځه ټولنیز کارکوونکي، ۱۳ ځوان نظامیان او د یوې ټولنیزې کارکوونکې پنځه کلن زوی وژل شوی دی.

له برید وروسته د ټرانسجنډر بنديانو برخلیک هم نامعلوم دی. ځینو رسنیو ویلي وو چې ۱۰۰ ټرانسجنډر (جنسیت بدلي) بندیان وژل شوي خو د بي‌بي‌سي فارسي څېړنې دا خبر ناسم بولي. د ایران یو وکیل رضا شفقه بي‌بي‌سي ته وویل: "د هغوی په اړه جدي اندېښنې شته. هېڅوک نه پوهېږي چې دا بندیان اوس چېرې دي."

ولې ایون زندان هدف شو؟

اسرائیل ادعا کوي چې ایون زندان د "استخباراتي عملیاتو لپاره" کارېده. خو د بي‌بي‌سي پوښتنو ته یې په دې اړه ځواب نه دی ویلی چې د برید دقیق هدفونه یا وسلې کومې وې او د ملکي تلفاتو اټکل یې کړی و؟

له برید یوه میاشت وروسته د بخښنې نړیوال سازمان وویل:

"پر ملکي تاسیساتو بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو له مخې په کلکه منع دي. په قصدي توګه دا ډول بریدونه کول د جګړې جنایت دی."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم ویلي، ایون زندان "پوځي هدف نه و" او برید یې د نړیوالو بشري قوانینو خلاف و.

د نړیوالو قوانینو پروفیسور ټام داننبوم بي‌بي‌سي ته وویل: "د زندان هره برخه باید د نظامي تړاو لپاره جلا جلا و ارزول شي." د هغه په وینا، د اوسنيو معلوماتو پر بنسټ، ټول وژل شوي ملکي وګړي دي. ساتونکي، بندیان، لیدونکي او د سیمې اوسېدونکي.

له برید وروسته: د بندیانو برخلیک

له برید وروسته لومړی ایون زندان په بشپړ ډول تخلیه شو.

لوی شمېر امنیتي ځواکونو، بندیان په زور او تاوتریخوالي نورو زندانونو ته ولېږدول. د هغوی لاسونه او پښې په زولنو تړل شوي وو.

ښځینه زندانیانې د قرچک زندان ته او نارینه د تهران بزرګ (فشافویه) زندان ته واستول شول چې دواړه د تهران سوېل په دښتو کې دي.

د ایران قضایي نظام له برید ۴۵ ورځې وروسته اعلان وکړ چې بندیان بېرته ایون ته راوړل شوي. خو بنديانو او د بشري حقونو ډلو وویل چې د سیاسي بندیانو پر وړاندې تاوتریخوالی او سپکاوی شوی دی.

ځینو بندیانو بي‌بي‌سي ته وویل، کله چې هغوی په زولنو تړل نه منل، له موټرونو را ښکته کړل شوي او وهل ټکول شوي دي. زاړه سړي ټپیان شوي دي. وايي، ځېنې یې پر سړکونو څملولي وو او زولنې یې ور اچولې.

قضایي چارواکو د بندیانو وهل او زولنه کول رد کړي دي. خو بندیان وایي، دا وحشتناک چلند هم د تخلیې پر مهال او هم وروسته له هغه تکرار شوی او په ځانګړي ډول د هغو بندیانو پر ضد چې د اسرائیلو د بمبارۍ پر مهال یې د تېښتې پر ځای د نورو د ژغورنې هڅه کړې وه.

ایراني حکومت په ایران کې په بي بي سي فارسي بندیز لګولی دی او ایراني چارواکو تر اوسه پورې زموږ د نظرونو یا مرکو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.