د اسراییلي پوځ په ډزو ویشتل شوي دوه کلن فلسطیني ماشوم سا ورکړه

د خپرېدو وخت

د فلسطین رام الله ښار شمال لوېدیځ نبي صالح ښارګوټي کې یوه سخته ورځ وه، چې ټولو استوګنو یې د دوه کلن ماشوم محمد التیمي پر وژل کېدو غمشریکي ښودلې وه.

محمد د اسراییلي پوځيانو په ډزو وویشتل شو.

سلګونه کسانو د محمد التمیمي د جنازې مراسمو کې ګډون وکړ او فلسطیني ماشومانو او ولسي وګړو د دوامدارې وژنې پرضد یې د اسراییلي ښکېلاک پرضد شعارونه ورکول.

د محمد التمیمي عکس د نبي صالح ښارګوټي پر عمومي دروازه او د هغه کور ته پر ټولو تللو سړکونو وځړول شو.

د محمد مور مروه التمیمي له خپل زوی سره د وروستي خدای پاماني پرمهال د هغه ټنډه ماچې کړه او خپلې اوښکې یې پاکې کړې.

مروه بي بي سي ته د خپل زوی د وژل کېدو کیسه وکړه:

"زما د ورېرې د زوکړې لمانځلو مېلې ته روانېدو، مېړه مې له زوی محمد سره د کور دروازه کې و، ګاډي ته ختلو سره ډزې ډېرې شوې. زړه مې وښویېد،‌ په منډو مې ځان هغوی ته ورساوه، دوی په وینو لړلي وو."

دا زیاتوي: "مېړه مې نه پوهېده چې پر مټ یې مرمۍ خوړلې ده،‌ خو چیغې یې وهلې چې (زویه حموده،‌ حموده!)، محمد پر سر په مرمۍ لګېدلی و. پوځ په چورلکه کې د اسراییلو روغتون ته ورساوه او زه یې ورسره پرې نه ښودم، ګهیځ روغتون ته ورغلم".

مروه زیاتوي: "له ټولې نړۍ غواړو چې موږ وساتي او موږ په خوندي توګه د ژوند کولو انساني حقونه غواړو، نور بس ده چې بچیان مو په مخ کې وژل کېږي".

د روان کال له پیله محمد التمیمي هغه لومړنی فلسطینی ماشوم دی چې د اسراییلي پوځ په ډزو وژل کېږي.

"په تېروتنه ووژل شو"

اسراییلي پوځ ویلي پوځیانو یې د فلسطیني وسله والو په ګومان ولسي فلسطینیان په تېروتنه وژلي.

اسراییلي پوځ د محمد التمیمي پر وژنه یوازې خواشیني ښودلې ده او وايي د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.

د فلسطیني حکومت او چارواکو د محمد التمیمي وژنه د "اسراییلو بشر ضد جرم" بللی دی.

د ماشومانو د حقونو سیمه ییزو او نړیوالو ادارو هم د روان کال له پیله د فلسطیني ماشومانو په حق کې د وژنو پېښې بې توجیه ګڼلې دي.‌