تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې (کوچني افغانستان) استوګن افغانان: 'زموږ د لسیزو جوړ ژوند په یوه دقیقه کې ویجاړ شو'
- Author, فېروز رحیمي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
"درد به د تل لپاره راسره مل وي. تر مرګه به مې د خپلې لور مړینه هېره نه شي. ځینې وخت زه غواړم وتښتم او هرڅه شا ته پرېږدم، خو دا کار نه شم کولی".
نهال توقات د ترکیې سوېل ګوښه کې هدیرې ته په تېرو دریو میاشتو کې هره ورځ ورځي.
د هغې ۲۷ کلنه لور او دوه لمسیان چې پنځه او ۱۱ کلن وو او څنګ په څنګ خښ کړل شوي، د ترکیې زلزله کې د ګڼو وژل شویو کسانو له ډلې دي.
نهال بي بي سي په لمدو سترګو بي بي سي ته وویل: "هغه ما ته ډېره نژدې وه".
درې واړه درې میاشتې مخکې هغه مهال مړه شول، چې ۷٬۶ درجې زلزلې د ترکیې سوېل ختیځ سیمې ولړزولې. د دوی کلی اواکنټ د زلزلې ځپلي هاتای ولایت اړوندونو کلیو کې و.
دې ناورین نهال چې په اصل کې د افغانستان ده، تر اوسه غمجنه کړې ده. دا وايي د زلزلې پر شپه باران ورېده او ما هر څه له لاسه ورکړل.
"زما کشره لور له دوو نورو ماشومانو سره مړه شوه. دوی یې په هماغه شپه مړي راویستل".
نهال وايي، د لسیزو پرمهال جوړ شوی ژوند یې په یوه دقیقه کې سرچپه شو.
کور په کور
په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې، اواکنټ د نهال په شان د زرګونه کورنیو لپاره یو ارام استوګنځی و چې د (کوچني افغانستان) نوم هم ورکړل شوی و.
د کلي خرڅلاوځای کې ګرځېدو د افغانستان شمال کې یوه ولسوالي را په یاد کړه- خلک په ازبکي خبرې کوي او مشرانو یې خپل دودیزې کالي اغوستي او د تازه وچې ډوډۍ بوی د خپل وطن (افغانستان) خواږه یادونه را په زړه کړل.
د ترکیې حکومت په ۱۹۸۲ کال کې دلته ۱۸۲ کورنۍ مېشتې کړې چې ډېری یې له هغو ازبک او ترکمن له توکمنو څخه وې چې له افغانستانه ګاونډي پاکستان او ایران ته تښتېدلې وې. بیا ورو-ورو افغان کورنیو ته ترکي تابعیتونه ورکړل شول.
نهال اواکنټ ته له خپلې مور او پلار سره وروسته تر هغه راغله چې پر افغانستان پخواني شوروي اتحاد یرغل ورکړ او دوی له هېواده وتښتېدل.
هغه څو کاله کېږي چې واده شوې ده او اوه بچیان یې زیږولي او ترکي تابعیت وکړل شوی. بچیانو او لوڼو یې ودونه کړي.
نهال وايي "موږ ته دا ځای لکه افغانستان داسې دی. موږ دلته د افغانستان په شان ژوند کو. موږ هماغه شان خواړه پخوو او افغاني نغري لرو. دلته ډېری خلک د افغانستان دي."
د اوکانټ کلي افغاني دودیز ژوند په تېرو کلونو کې لا ډېرې کورنۍ ور جذب کړې او دلته یې له خپل هېواده لیرې خپل ارام او هوساینه ومونده.
هغه افغانان چې څلوېښت کاله مخکې دلته راغلي، اوس ترکي تابعیتونه لري او د ترکي ټولنې یوه برخه ګرځېدلي.
ځینو نورو ته هم تازه د ترکیې تابعیت ورکړل شوی، خو ګڼ داسې افغانان هم شته چې اسناد نه لري او هغوی ته ژوند جوړول ګران کار دی.
ترکي تابعیت لرونکي افغانان له حکومت څخه د خپلو موقتي کورونو او د ژوند د لګښت لپاره مالي ملاتړ هم ترلاسه کوي، خو اواکنټ ته د تازه رارسېدلو افغانانو لپاره راتلونکی او د کډوالو په شان ژوند ناخوندي دي.
'هغه زموږ د زوی ژوند وژغوره، خو خپل ژوند یې بایلود'
د زهرا چریزاده مېړه او اوه ماشومان درې کاله مخکې له خطر ډک یوه سفر کې اواکنټ ته ورسېدل.
۴۱ کلنه زهرا وايي: "موږ افغانستان ځکه پرېښود چې ما غوښتل بچیان مې ښه راتلونکی ولري".
د زلزلې پر شپه، د هغې مېړه کنډوالو ته ورغی چې خپل معیوب ماشوم وژغوري. خپل زوی یې وژغوره، خو خپل ژوند یې بایلود.
زهرا وايي: "اوس زما مېړه دلته خښ شوی. زه یې قبر ته ورځم، ژاړم او خپل ډک زړه تشوم".
د زهرا ټپونه په روغتون کې ودرملل شول، خو مېړه یې تر خاورو لاندې شو او وروستی خدای پامانی یې هم ورسره ونه شو کړای.
"زما لویه اندېښه دا ده چې ماشومان مې ډېر کوچنیان دي. یو هم پکې لوی نشته. زما مشر زوی معیوب دی او پر پښو نه شي تللی. هغه یو چا ته اړ دی چې پالنه یې وکړي."
یوځای
بېرته "کوچني افغانستان" کلي ته، د ویجاړۍ بیا رغول پیل شوي. دا ارام کلی اوس د بیا رغونې د ماشینونو له غږونو ډک دی.
داسې نښې ښکاري چې دا ټولنه بېرته خپل پخواني حالت ته د ستنېدو په حال کې ده.
اسلام قرهچه یو بل افغان دی چې اوکانټ ته په ۱۹۸۲ کال کې له خپلې مور او پلار سره راغلی و. تېرو کلونو کې هغه د ټوکر او ګنډلو یوه بریالۍ فابریکه جوړه کړه چې د کلي تر ۶۰ ډېر خلک ورسره په کار شوي. دی واسکټونه او کورتۍ تولیدوي چې د ترکیې لر و بر، سوریې او سعودي عربستان ته وړل کېږي.
د هاغه درې پوړیزه ودانۍ چې د کاروبار ځای یې و، کاملاً نړېدلې ده. یوازې یوه تشه برخه یې پاتې شوې ده.
اسلام تر خپله وسه هڅه کړې ده چې چارې یې سمې شي. دوه میاشتې یې په رضاکارانه توګه په ټولنه کې د خلکو د ملاتړ لپاره تیرې کړې او اوس یې د خپلې سوداګرۍ بیا رغولو ته پام اړولی دی.
اسلام وايي: "ما ولیدل کله چې دوی زما د فابریکې پاتې شوني ړنګ کړل - دا له تصور لیرې خبره وه چې د کلونو زیار او کار دې په څو ساعتونو کې ستاسو د سترګو په وړاندې له منځه ولاړ شي." "انتظار ستاسو لپاره څه نشي کولی. موږ پرېکړه وکړه چې خپل کار ته دوام ورکړو او موږ دلته راغلي یو."
په خندا سره، هغه وايي چې هغه له دوو نورو تنو سره خپل کار بیا پیل کړ ځکه چې له هغه د خپل کار تقاضا شوې او ورته هڅول شوی و.
اسلام وايي: "زه هیجاني یم." "تاسو غواړئ کار وکړئ. او کله چې تاسو وګورئ چې دا هلکان کار کوي او تاسو وروستی محصول وګورئ، تاسو د خوښۍ او امید احساس کوئ. دا یو عادي احساس دی."
په ټولنه کې د اسلام په شان نور خلک، د خپل ژوند بېرته جوړولو لپاره یو او بل ته لاسونه ورکوي.
د خپل ویجاړ شوي کور مخې ته ناست او کنډوالو ته ګوري، نهال توقات د خپلې راتلونکيې په اړه فکر کوي.
هغې هېڅکله فکر نه کاوه چې د سترګو په رپ کې به هرڅه له لاسه ورکړي، مګر هغه هوډ لري چې په اواکنټ کې پاتې شي ترڅو 'کوچنی افغانستان' یو ځل بیا په پښو ودرېږي.