تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیل الرحمن حقاني نړیوالې ټولنې ته : کډوالو سره مرستې مه سیاسي کوئ
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کډوالو او بېرته ستنيدونکو چارو وزارت وايي سره له دې چې هوا سړه شوې ده اوس هم هره ورځ په ګڼ شمېر کې افغانان له پاکستانه په بېلابېلو لارو افغانستان ته استول کېږي.
چارواکي وايي له دې کډوالو سره د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ نغدي، د جامو، خوړو او یو لړ نورې مرستې بسنه نه کوي ځکه چې راستنېدونکي ډېري کډوال په دې خاطر هم په ناوړه شرایطو کې وي چې ټول شته یې په پاکستان کې ترې پاتې وي.
د طالبانو په حکومت کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي د ژمي له را رسېدو سره د کډوالو ستونزې ډېر شوې او باید نړیواله ټولنه یې د مرستو له سیاسي کولو پرته لاسنوی وکړي:
"نن چې کوم مهاجرین له سختو ستونزو سره مخامخ دي، شاید په ټول تاریخ کې نه وي شوې، دا لړۍ اوس هم روانه ده، کېدای شي په یوه- دوو اونیو کې د واورو له کبله ټولې لارې بندې شي، نو دلته د دوی لپاره هغه امکانات چې پکار دي، لکه خېمه، ګرم توکي، ګاز، ډبه، لرګي او ورسره نغدې پیسې او د اوسېدو امکانات او د لېږد امکانات – دوی پکې هېڅ هم نه لري، دوی باید له کډوالو سره مرسته وکړي نه له امارت سره".
۵۰۰ زره افغان کډوال راستانه کړل شوي
له هغه مهال راهیسې چې له پاکستانه د ناراجستر شویو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوي تراوسه پورې نژدې پنځه سوه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه کړل شي دي.
پاکستان په دغه هېواد کې یو اعشاریه اوه میلیونه افغانان چې راجستر شوي نه وو او دغلته یې د اوسېدو اسناد نه لرل ناقانونه بللی او چارواکو یې په وار وار ویلي چې د راتلونکې ۲۰۲۴ کال تر لومړیو میاشتو یې د شړلو هوډ لري.
په تورخم کې افغان کمسار مفتي عزت الله وايي اوس هم هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته اوړي
"کډوال را روان دي، اوس هم هره ورځ سل تر یونیم سل کورنیو پورې را اوړي، ټولو کډوالو ته د ژوند لومړنیو اړتیاوو چمتو کولو ته پاملرنه شوې ده او څه – ناڅه نغدي او دخوراکي موادو کومک هم ورسره کېږي او بیا تر خپلو ځایونو پورې رسېږي".
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي ار ویلي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ننګونو د هواري لپاره غواړي چې درې اړخیزې او څلور اړخیزې غونډې جوړې کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د رپوټ له مخې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان رشید په دې تړاو په افغانستان د کډوالو چارو ادارې له مشر لیونارډ زولو او دغه راز پاکستان کې د کډوالو چارو ادارې له مشرې فلیپا ګلنډر سره غونډه کړې.
په دې ناسته کې افغانستان کې د کډوالو چارو ادارې مشر ویلي غواړي په راتلونکو درې اړخیزو او څلور اړخیزو خبرو کې دا خبره باوري کړي چې له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته ستنېدنه باعزته وي.
'پاکستان سخت ظلم را سره وکړ'
په ورته وخت افغانستان ته ډېری راستانه شوي کډوال د پاکستاني چارواکو په ځانګړې توګه پولیسو له بد چلنده سرټکوي. د کندز ولایت اوسیدونکی نېک محمد له همدې ډلې دی:
"په سخت ظلم او زور یې راوشړلم، ډېر کسان یې ونیول او زندان ته یې واچول، کارډونه ترې ایسته کړل او مات یې کړل. ښځې یې هم زندانیانې کړې".
د طالبانو حکومت کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو مرستیال وزیر عبدالرحمان رشید د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي ار له مشرانو سره په ناسته کې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل له نړیوال قانون سرغړونه او د ښه ګاونډیتوب پر خلاف بللي او د پاکستان پر حکومت یې غږ وکړ چې د افغانانو له ځورولو لاس واخلي.
دغه راز په پاکستان کې د یو این اېچ سي ار مشرې چې افغانستان ته له ستنو شویو کډوالو سره د لېدنې په موخه تللې وه ویلي چې څو وارې یې له پاکستاني چارواکو سره غونډو کې ترې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو له شړلو او د هغوی د شتمنیو او نورو شته وو له ظبتولو نه لاس په سر شي.
که څه هم یو این اېچ سي ار د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د درې اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو چې د افغانستان، ایران، پاکستان او یو این اېچ سي ار استازي په کې ګډون کوي د ترسره کېدو خبره کړې خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا ناستې به کله او چېرته ترسره شي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که له پاکستانه په زوره اېستل شوو افغان کډوالو ته سرپنا برابره نه شي، نو په ژمي کې به د یخنۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.