تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ د تنکیو ځوانانو اسیايي جام کې د افغانستان لومړی بری، نیپال ته یې په لوی توپیر ماته ورکړه
له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو په روان اسیایي جام کې افغان لوبډلې نیپال ته په ماته ورکولو سره خپله لومړی بریا خپله کړه.
افغان تنیکو ځوانانو دغې لوبه کې د جمشېد ځدراڼ سلیزې پر مټ نیپال ته په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۲۶۲ منډو هدف ټاکلی و چې په بدل کې یې د نيپال ټوله لوبډله د ۱۸۸ منډو جوړولو وروسته په ۴۰م اوور کې وسوځېده.
په دې لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه جمشېد ځدراڼ ۱۰۶ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
دی په دې سیالیو کې لومړۍ لوبغاړی شو چې دومره منډې کوي.
په نورو ځوانانو کې نعمان شاه د لوبډلې په ګټه ۶۰ او رحیم الله زرمتي ۳۵ منډې جوړې کړې خو په وروستیو کې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې وېکټې یوه بل پسې ولویدې.
له دې مخکې د دې لوبې پچه نیپال وګټله خو لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغان لوبډلې د ۲۶۲ منډو په تعقیب نیپال خپله لومړۍ وېکټه په اولو اورونو کې له لاسه ورکړه، دویمې لږ ډېر مقاومت وکړ خو ورپسې افغان بالرانو یوه بل پسې وېکټې واخیستې او لوبه یې د ۷۳ منډو په توپیر وګټله.
په دې لوبه کې د توپ اچونې پر مهال د تنکیو ځوانانو افغان لوبډلمشر نصیر خان معروف خېل او خلیل احمد د سیالې لوبدلې درې-درې لوبغاړي وسوځول.
په نورو
د افغانستان له ۱۹ کالونو څخه کم عمره لوبډلې خپله لوبه وړمه ورځ هند ته په ۷ وېکټو بایللې وه.
د افغانستان دا لوبډله د اسیايي جام دغو سیالیو په الف ګروپ کې ده او بله لوبه یې له پاکستان سره ده.
د همدې اسیايي جام په بله لوبه کې نن پاکستانۍ لوبډلې هندوستان ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
د اسیا د کرېکټ شورا لخوا په خپاره شوې مهالوېش کې ښکاري چې دې اتلوالیو کې ګډون کونکي لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې دي.
الف ډله:
افغانستان، پاکستان، هند او نیپال
ب ګروپ:
شريلنکا، بنګلهدېش، متحده عربي امارات او جاپان
له هر ګروپه به د سر دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي او د نیمه پایلوبې ګټونکي به د دسمبر په ۱۷مه پایلوبه کې سره مخ کېږي.
د یادولو ده چې د اسیا په کچه د کرېکټ دغو سیالیو کې د جاپان په ګډون اته لوبډلې ګډون کوي او د روانې دسمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې به روانې وي.
دا د یو ورځنیو لوبو په چوکاټ کې پنځوس اوریزه لوبې دي چې تر ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبغاړو لوبډلې پکې سره لوبېږي.