تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوهانو ۵ زره کلنه میخانه کې څه وموندل؟
یوازې نیم متر ژور- په عراق کې لرغونپوهانو تر میلاد نژدې ۲۷۰۰ کاله واندې د هېواد سوېل لکش (سومریه) ښار کې میخانې ته ورته یو څه موندلي.
د ایټالای پیزا پوهنتون ساره پیزیمنتي بي بي سي ته وویل: "دا یوه لویه ګډوله سیمه ده چې ښايي ښايي خواړه به پکې خوړل کېدل".
پیزیمنتي د هغې څېړنډلې غړې ده چې له پنځو کلونو راهیسې د لکش ارکیالوجي پروژې ماموریت کې د لرغوني ښار پر څېړنو بوخته ده.
لشک د لرعوني عراق (میزوپوتامیا) سوېل کې له لویو ښارونو یو و او په نړۍ کې د تمدن له لرغونو مرکزونو ګڼل کېږي.
دا ښار د سومري تمدن یوه برخه وه چې د دجلې او فرات سېندونو پر څنډو یې خپل تمدن غوړولی او د نیولیتي پېر له وروستیو د برونزي پېر تر لومړیو پورې یې دوام کړی دی.
۵ زره کلنې څوکۍ، تنور او یخچال
د ډرون الوتکو او د ځمکې د مغناطیسي سکن په مټ له نوې ټیکنالوجۍ په ګټه اخیستو تر ځمکې لاندې د څیزو موجودو شیانو څېړنه کېږي او یادې څېړنډلې ډېرې دقیقې کیندنې وکړې.
د میخانې د موقعیت تر مشخصېدو وروسته، هلته څوکۍ وموندل شوې، ورسره له خټو جوړ یخچال، تنور او د زېرمه کولو ځینې لوښي هم کشف شول چې لاهم د خوړو ځینې پاتې شوني پکې شته.
د پروژې مشرې هولي بیټمن بي بي سي ته وویل: "په دې ځای کې د خټینو لوښو، پر قېمتي ډبرو د نقشونو او د توږل شویو شیانو د ډولونو په برکت، موږ په قطعي ډول دې پایلې ته ورسېدو چې دا میخانه کابو ۵۰۰۰ کلنه ده".
خو د سړولو دا وسیلې له برېښنا پرته څنګه کار کاوه؟
دا خټین یخچال یا دو ګونی یخچال (یوه حوض کې بل حوض) د بخار پر بنسټ جوړ شوی.
بهرنی حوض یې خټین او خېټه یې له لامده رېګ ډکه شوې، د ننه برخه یې له ښیښې جوړه ده چې منځ ته یې مایع شیان داخل نه شي او خواړه به پکې ساتل کېدل.
په لومړي حوض کې د موجوده مایع بخار له داخلي حوض نه د حرارت جذبولو له کبله و. په دې حوض کې هر شی ساړه ساتل کېدل چې د اوسنۍ زمانې له برېښنايي یخچال سره پرتله کېدای شي.
خو لکش د دجلې پر سېند و، چې شمالي برخه یې د فرات له سېند سره نښتې وه. دا ځای تر میلاد ۳۲۰۰ تر ۲۹۰۰ پورې وړاندې کلونو کې د بېلابېلو پاچاهیو سوداګریز مرکز ګڼل کېده، دا هغه پېر و چې په نړۍ کې ځینې ښارونه رامنځ ته شوي وو.
د پنسلوانیا پوهنتون لرغونپوه ریډ ګوډمن بي بي سي ته وویل: "هڅه مو دا ده چې پوه شو څنګه دا ښار له یوه کوچني ځای څخه پر یوه لوی ښار بدل شو".
د پنځه زره کلنو خوړو پاتې شوني
د تناره او خټین یخچال څنګ ته لرغونپوهانو یوه غرفه (خونه) ومونده چې د خوړو لوښي، پیالې او نور ظروف پکې وو. دا لوښي او پیالې تشې نه وې.
پیزیمنتي وايي: "تر ۱۰۰ ډېر لوښي مو وموندل چې د خوړو پاتې شوني پکې وو، باوري یو چې دلته د خلکو تګ -راتګ و، دلته یې ناسته پاسته او د خوړو او څښاک ځای و".
دا وايي، امکان نه لري چې دغه ځای دې د یوه کور پخلنځی وي "ځکه چې ښکاري دلته ډېر زیات خواړه چمتو کېدل".
د خوړو له پاتې شونو ښکاري چې دلته خلکو ۵۰۰۰ کاله مخکې کبان خوړل.
بیټمن وايي: "په ځینو دغو لوښو کې مو د کبانو ډېر هډوکي وموندل، چې په ښه توګه ساتل شوي وو".
خو لرغونپوهان دې حیران کړي چې ولې دا خواړه نه دي خوړل شوي.
پیزیمنتي وايي: "ټول هغه شیان چې موږ وموندل سلامت پرېښودل شوي. ښکاري چې یوڅه پېښ شوي، خو نه پوهېږو چې دا پېښ شوی کار به څه و".
پوهان پر دې پوهېدو ته لېوال دي چې دې میخانې ته تلونکو او راتلونکو خلکو څه ډول ټولنیز حالت درلود.
په سیمه کې پخوانیو کیندنو موندلې چې لکش ښار کې درې ټولنې وې او د لوړې پوړې خلک پکې اوسېدل.
پوهان باوري دي چې دا میخانه د ښار په لوکسه برخه کې نه وه.
پیزیمنتي وايي: "هغه کلی چې دا میخانه پکې موندل شوې داسې نه ښکاري چې ګنې د ښار نخبه سیمه کې به وه. ښکاري چې دلته عادي خلکو تګ ر-اتګ کاوه."
پوهان وايي دا میخانه ښايي د هغو خلکو ځای و چې له خپلو استوګنځیو او وطن به لیرې و او دلته به یې د ورځې خواړه خوړل.
بیټمن زیاتوي: "غواړو دا کشف کړو چې ایا دغو خلکو د خټینو توکو (کلالۍ) برخه کې کار کاوه". څېړنډله لېواله ده چې په لکش کې د عادي خلکو د ژوند په اړه لا ډېر څه ترلاسه کړي.