طالبان: پاکستاني پلاوي سره د امنیتي اندېښنو، ډرون الوتنو او د وسله والو پر فعالیت خبرې شوې

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي‌ کابل ته له ورغلي پاکستاني پلاوي سره یې "د دواړو لوريو پر امنيتي اندېښنو" د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون پر الوتنو او د وسله ‌والو پر فعاليت "واضحې او مفصلې خبرې" کړې دي.

کابل ته د تللي پاکستاني پلاوي مشري دفاع وزیر خواجه اصف کوله او په خپرو شویو عکسونو کې ښکاري چې د دغه هېواد د پوځي استخباراتي ادارې "ای اېس ای" مشر جنرال ندیم انجم، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني هم ورسره مله دي.

دوی د طالبانو حکومت د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، ملي‌ دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او همدا راز د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترانزیټ، تجارتي او اقتصادي اړيکو، د کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ پر ستونزو او پاکستان کې د افغان مهاجرینو د مشکلاتو په اړه ګټور بحثونه وشول. دواړو لوريو وپتېيله چې اقتصادي او سوداګريز مسايل بايد د سياسي ستونزو له امله زيانمن نه شي."

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي چې د دواړو خواو ترمنځ سیمه کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او داعش پر خطرونو خبرې وشوې.

د پاکستان اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دواړو خواوو د بېلابېلو ډلو او سازمانونو له خوا د ترهگرۍ گواښ پر وړاندې کارنده مبارزې لپاره په "گډه همکارۍ هوکړه کړې" ده.‌

دا د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د 'ای اېس ای' د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د ندیم انجم لومړنی سفر دی.

دا پاکستانی پلاوی داسې مهال افغانستان کې طالبانو حکومت د همکارۍ جلبولو لپاره کابل ته تللی، چې هېواد کې یې د سیاسي او اقتصادي‌ کړکېچ ترڅنګ د ناامنۍ پېښې په ډېرېدو دي‌.

په دې لړ کې له تېرې یوې میاشت کمې موده کې په پېښور او کراچۍ پر پولیسو دوه مرګوني بریدونه هم وشول.

اسلام اباد د پاکستاني طالبانو تحریک دغو ناامنیو او بریدونو کې ښکېل ګڼي او وايي‌ دا ډله افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

خو طالبان افغانستان کې د بهرنیو وسله والو له حضور انکار کوي او وايي چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد خلاف وکاروي.‌

د سفر مثبتو پایلو ته د پاکستان هیلې

یوه پاکستاني چارواکي کابل ته یې د دغه پلاوي په سفر کې برخه لرله، پاکستاني رسنیو ته ویلي د پاکستاني پلاوي سفر ښه و او پایله یې مثبته وه.

یوه بل چارواکي هم د سفر ګټورتیا تایید کړې او ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو غورځنګ پر ضد د خپلو کړنو جزییات له پاکستاني پلاوي سره شریک کړي دي.

دوی ویلي، پاکستاني پلاوي د طالبانو حکومت چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او ډانګ پېیلې یې ورته وویل چې له ټي‌ټي‌پي سره یې د خبرو اترو سیاست پای ته رسېدلی دی.

د سرچینو په خبره، دا ځل د طالبانو حکومت چارواکو هم د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمنځ د سولې پر خبرو ټینګار نه دی کړی.

دغو پاکستاني چارواکو ډاډ ور کړی چې راتلونکو اونیو کې به د پاکستاني پلاوي د سفر پایلې ولیدل شي، ځکه پاکستان تمه لري د طالبانو حکومت به افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ځانګړي ګامونه اوچت کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په کوربتوب او منځګړیتوب د اسلام اباد او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې خبرې او ان لنډمهاله اوربند هم شوی و.‌

خو دا پروسه وروسته ناکامه او اوربند مات شو.‌

تر دغه پاکستاني پلاوي شاوخوا درې میاشتې وړاندې بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر هم د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللې وه او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او څو نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدلي و.