تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې به نور جنسیت بدلې ښځې له عادي ښځینه بایسکل ځغلوونکو سره سیالۍ ته نه پرېښودل کېږي
د بریتانیا د بایسکل ځغلونې اداره وايي، نوره له ښځينهو بایسکل ځغلوونکو سره یو ځای په سیالۍ کې هغه جنسیت بدلې نه پرېږدي چې په اصل کې ښځې نه وې زېږېدلې خو وروسته یې خپل جنسیت بدل کړی یا یې ځانونه ښځې کړې دي.
دغه دولتي اداره وايي چې تر نهه میاشتېنۍ بیاکتنې او مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلې ده.
د نوې تګلارې له مخې به دغه ټرانسجنډر یا جنسیت بدلې په دا ډول ورزشي سیالیو کې له نارینهو سره په ازاده یا "اوپن کیټګوري" کې سیالۍ کوي.
د ښځينهو په برخه کې به یوازې هغه لوبغاړې سیالي سره کوي چې زېږېدلې ښځینه یا په طبعي ډول ښځې پیدا شوې وي.
خو په عام ژوند کې له ښځينهو سره د بایسکل ځغلولو په برخه کې جنسیت بدلې خپلواکه دي او دا نوې تګلاره کوم اغېز نه پرې کوي.
تر دې وړاندې د بریتانیا د بایسکل ځغلونې ادارې ټرانسجنډر یا جنسیت بدلو ته په هغه صورت کې له ښځينهو سره د سیالۍ کولو اجازه ورکړې وه چې باید په بدن کې یې د ټيسټسټورون کچه تر ټاکل شوې کچې زیاته نه وي.
که جنسیت بدل هم شي، ټرانسجنډر تر عادي ښځو غښتلې پاتې کېږي
ټیسټسټورون هغه ماده ده چې په نارینهو کې تر ښځو ډېره وي.
خو دغه اداره وايي، "څېړنو کې په ډاګه شوې چې ان که د جنسیت بدلې ښځې پخپل وجود کې د ټيسټسټورون کچه کمه هم وساتي خو د هغوی وړتیا او ځواکمنتیا بیا هم پرځای پاتې کېږي او له دې پلوه دوی ګټه کوي"
دې ادارې له ټرانسجنډر او باینري یا هېڅ ډول جنسیت ته نه قایلو کسانو نه بښنه غوښتې خو ویلي یې دي، "د تګلارو په جوړولو کې زموږ موخه او لومړیتوب تل دا وي چې ټولو ته یو شان او پرمختللي خدمات وړاندې کړو چې تنوع پکې وي او سیالۍ په عادلانه ډول وشي"
په پالیسۍ یا تګلارې کې دې بدلون د بریتانیا ځینې ډېرې مشهورې او وتلې بایسکل ځغلوونکې هم اغېزمنې او قهرولې دي.
له دوی یې یوه هم اېميلي برېجېز ده چې د بریتانیا د ښځينه بایسکل ځغلوونکو ډلې غړې ده.
هغه تېر کال د بایسکل ځغلونې نړیوال فدراسیون له لوري له ښځینهو سره یو ځای له سیالۍ کولو منع کړای شوې وه.
اغلې برېجېز د دې نوې تګلارې اعلان ته په غبرګون کې پر خواله رسنیو دا د "یوې ناکامې ادارې" له لوري یو "تاوتریخجن چلن" بللی او ویلي یې دي چې له دې سره غواړي په سیالیو کې د ټرانسجنډر کسانو د ګډون مخه ونیسي.
دې جنسیت بدلې د بریتانیا د بایسکل ځغلونې اداره تورنه کړې چې ګواکې "کلتوري جګړې" ته لمن وهي او ویلي یې دي چې د دې په فکر د "توکمو او خېلونو" کیسې نورې له منځه تللې دي.
په یو شمېر څېړنو کې جوته شوې چې ټرانسجنډر مېرمنې د عادي یا نارمل ښځو پرتله ډېرې ځواکمنې او په بدن کې یې د ټيسټسټورون کچه لوړه وي او دا هغوی پر نورو ښځو لاس برې کوي.
ټاکل شوې یاده نوې تګلاره د روان میلادي کال تر پایه پلې شي.