جاپان سپوږمۍ ته ورسېد، خو ماموریت یې له ستونزو سره مخامخ شوی
- Author, جوناتن اموس
- دنده, د سائنسي چارو لپاره د بي بي سي خبریال
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، JAXA
یو جاپانی روباټ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر سطح کېناست، خو د لمریزې انرژۍ ترلاسه کولو په برخه کې یې د شته ستونزې مانا دا ده، چې ښايي دا ماموریت به د اوس لپاره ایله څو ساعته فعال پاتې شي.
د سپوږمۍ په هلکه دغه څېړونکی سمارټ لنډر (سلیم) نومی روباټ وتوانېد په بریالیتوب سره د سپوږمۍ استوايي کرښې ناهوارې سیمې ته ځان ورسوي او پر غولي یې کېني.
دې سره جاپان له امریکا، شوروي اتحاد، چین او هند وروسته پنځم هېواد شو، چې له کومې پېښې پرته یې فضايي ماموریت د سپوږمۍ سطحې ته رسېږي، چې انجينران یې د ژغورنې هڅې کوي.
د ځینو لاملونو له کبله به چې تر اوسه یې بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي، د دې روباټ لمریزه انرژي ترلاسه کوونکې برخه به برېښنا تولید نه کړي.
له همدې کبله اوس د سلیم ټوله تکیه پر خپلو بیټریو ده، چې بالاخره به یې انرژي ختمه شي او چې کله د بیټریو انرژي ختمه شي، روباټ به هم غلی شي. دا به نه له ځمکې امرونه ترلاسه کولای شي او نه به هم ځمکې ته پیغامونه استولای شي.
بل لور انجینران هڅه کوي، د روباټ تود ساتلو الات غیر فعال او تصویرونه ترې واخلي. دوی د هغو معلوماتو بېرته ترلاسه کولو هڅه هم کوي، چې دوی ته وښيي د سپوږمۍ پر سطح یې د کېناستو سوفټوئر څنګه ښه کار وکړ.

د عکس سرچینه، Reuters
جاپاني انجینران به د سلیم له غلي کېدو وروسته هم له خپلو هڅو لاس پر سر نه شي، ځکه کارپوهان وايي، داسې احتمال هر وخت شته چې په یوه یا بل ډول د انرژۍ ترلاسه کوونکې هندارې لمر ته مخامخ شي او انرژي ترې ترلاسه کړي.
مسوولین وايي، هغسې چې د سپوږمۍ پر سطح د لمر وړانګو زاویه بدله شي، سلیم به ورسره بېرته فعال شي. په یوه خبري غونډه کې د سپوږمۍ سطحې ته په نرمۍ سره د جاپان رسېدو ادعا ثبوت ته د دې هېواد فضايي څېړنو مرکز (جاکسا) مرستیال مشر هیتوشي کونیناکا جواب مثبت و.
نوموړي وویل: ''که کنټرول شوې ناسته بریالۍ نه وای، بیا به نو هلته له سطحې سره په خورا چټکۍ سره یو ټکر شوی وای، د فضايي ماموریت فعالیت به په بشپړ ډول ختم شوی وای، خو دا اوس هم موږ ته برابر معلومات استوي، او د دې مانا دا ده چې په ارامه د کېناستو اصلي هدف ترلاسه شوی دی.''

د عکس سرچینه، jAXA
سلیم دوه ګرځند الات درلودل او له لېرې واټنه ترلاسه شوې اندازې ښيي چې له پلان سره سم یې د سپوږمۍ پر سطح له کېناستو مخکې دا دواړه بهر کړي وو.
دا ماموریت یوه انفراریډ کمره هم لري او د استولو هدف یې دا و، چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې هلته د ځايي خاورې پېژندنې په هکله معلومات راټول کړي.
خو تر اوسه معلومه نه ده، چې په شته وخت کې به تر کومه بریده وکولای شي معلومات ومومي.






















