د سواد زدکړې نړیواله ورځ

د ویډیو تشریح، د سواد زدکړې ورځ
د سواد زدکړې نړیواله ورځ
د خپرېدو وخت

نن د سپتمبر اتمه د سواد نړیواله ورځ ده. د یونیسکو د معلوماتو پربنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې په هرو لسو کسانو کې یو یې چې عمرونه یې له پنځلسو کلونو لوړ دي، لومړنی سواد نه لري او دا نژدې ۷۵۵ میلیونه انسانان کېږي او ۲۵۰ میلیونه له شپږو تر اتلسو کالو ځوانان ښوونځي ته نه ځي.

افغانستان او پاکستان یو له همداسې هېوادونو دی چې میلیونونه ماشومان همدا اوس پکې ښوونځيو ته نه شي تللی.

رحمان الله له خیبر پښتونخوا دا رپوټ پرې چمتو کړی.