د افغانستان ۱۵ کلن نړیوال یو ورځنی کرېکټ

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغانستان د ۲۰۰۹ کال د اپریل په ۱۹مه افغانستان خپله لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کړې وه
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ۲۰۰۹ کال د اپریل په ۱۹مه افغانستان خپله لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه له سکاټلنډ سره په جنوبي افریقا کې وکړه. له هغې لوبې دا دی ۱۵ کاله تېرېږي. بي بي سي پښتو په دغه موده کې د افغانستان ترسره شویو لوبو او د لومړنۍ لوبې لوبغاړو ته کتنه کوي.

افغانستان تر اوسه ۱۷۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي. چې له هغې ډلې یې ۷۹ ګټلي، ۸۸ یې بایللي، یوه یې مساوي شوې او څلور نورې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

په یو ورځنیو لوبو کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې۳۷۳۰، محمد نبي ۳۴۴۷، محمد شهزاد ۲۷۲۷، اصغر افغان ۲۴۲۴، حشمت الله شهیدي ۲۲۲۵، نجیب ځدراڼ ۲۰۶۰، سمیع الله شینواري ۱۸۱۱، رحمن الله ګربز ۱۴۶۷، ابراهیم ځدراڼ ۱۴۴۰، راشد خان ۱۳۱۶ او ګلبدین نایب ۱۲۳۱ تر نورو ډېرې منډې کړې دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان لوبډلې لپاره په یو ورځنیو لوبو کې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ (۱۶۲) د شري لنکا په وړاندې کړې دي.

تر هغه وروسته رحمن الله ګوربز د پاکستان پر وړاندې ۱۵۱ منډې کړې دي او په درېیم ځای کې عظمت الله عمرزی دی چې د شري لنکا پر وړاندې یې ۱۴۹ منډې کړې وې.

په ټوله کې د افغان لوبډلې لپاره په یو ورځنیو لوبو کې راشد خان تر ټولو ډېرې ۱۸۳ وېکټې، محمد نبي ۱۶۹ وېکټې او دولت ځدراڼ ۱۱۵ وېکټې اخیستې دي.

افغانستان په درېیو یو ورځنیو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده. لومړی په ۲۰۱۵ کال کې ، بیا په ۲۰۱۹ کال او وروستی ځل په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې. د بریو له مخې افغان لوبډلې ته تر ټولو بریالی جام د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام و چې څلور لوبې یې پکې وګټلې.